د فارس خلیج

  1. Flames and smoke rise from the Gaza Strip on 11 May 2021

    د نړۍ مختلفو هېوادونو له اسراییل او فلسطنیانو له هغه وروسته د ارامي غوښتنه وکړه چې له څو ورځني تاوتریخوالي وروسته دواړو پر یو بل د غچ اخیستو بریدونه وکړل. د امریکا متحده ایالتونه، اروپايي ټولنه او بریتانیا له اسراییل او فلسطنیانو د ژر تر ژره تاوتریخوالي کمول غواړي. د دوشنبې په شپه دا تاوتریخوالی له هغه وروسته ډېر شو چې د بیت المقدس پر لور د فلسطیني وسلوالو تر را کټي برید وروسته اسراییلي پوځ پر غزه تراړه هوايي برید وکړ.

    نور معلومات
    next
  2. د جنرال مک‌کنزي په وینا، ایران د امریکا ټلوالې ته ورځنی ګواښ دی

    په منځني ختیځ کې د امریکايي ځواکونو قومندان جنرال فرانک مک‌کنزي ایران په منځني ختیځ کې د امریکا او ټلوالې لپاره هره ورځ ګواښ بللی دی.

    نور معلومات
    next
  3. داعش

    اسلامي دولت یا داعش د عراق پلازمېنه بغداد کې د پرونیو دوو ځانمرګو بریدونو مسوولیت ومانه چې ۳۲ کسان پکې ووژل او تر سلو ډېر ټپیان شول. دې ډلې خپل تلګرام اعماق کې ویلي، برید کې یې شیعه یان په نښه کړي وو.

    نور معلومات
    next
  4. ایران

    د ډونلډ ټرمپ د دورې پای ته رسیدو سره ایران ته په ارام د ساه اخیستو زمینه په لاس ورغله. له څه مودې د خلیج پر سیمه دا وېره خپره وه چې ډونلډ ټرمپ د ولسمشرۍ وروستیو ورځو کې د ایران پر وړاندې د "د حد اکثر فشار" پالیسي غبرګه او د دغه هېواد پر ملکي اټومي تاسیساتو او نورو اهدافو پوځي برید ونه کړي.

    نور معلومات
    next
  5. یمن

    امریکا بهرنیو چارو وزارت یمن کې د انصار الله په نوم د حوثيانو ملېشه "ترهګر" سازمان اعلان کړ. د دغه وزارت په وینا د حوثي ملېشې د درېو مشرانو عبدالملک حوثي، بدالخلیق بدرالدین حوثي او عبدالله یحیی حکیم نومونه هم د امریکا د بندیزونو لیست ته اچول شوي دي. د امریکا بهرنیو چارو وزیر مایک پامپیو پر خپل ټویټر لیکلي دا ګام د دې لپاره اخیستل شوی چې انصار الله یمن کې له ترهګریزو فعالیتونو راوګرځول شي او تر څنګ یې سیمه کې د ایران د رژیم د لا ډېر ورانکاره فعالیت مخه ونیول شي.

    نور معلومات
    next
  6. خلیج

    د سویلي کوریا یو رسمي پلاوی تهران ته خوځېدلی چې ایراني چارواکو سره د سپاه پاسدران لخوا د دوی د درول شوې بېړۍ د خوشې کېدو په اړه خبرې وکړي. له دې سره هممهاله د سوېلي کوریا یونهاپ خبري آژانس د ډېپلوماټیکو سرچینو په حواله ویلي چې ایران له سویلي کوریا د روغتیايي تجهیزاتو د پېرلو لپاره دغه هېواد کې د خپلو یو میلیارد کنګل شويو ډالرو د ازادېدو غوښتنه کړې.

    نور معلومات
    next
  7. Video content

    Video caption: د خليج ترينګلتيا

    د خليج ترينګلتيا، د ايراني جنرال قاسم سليماني له وژنې يو کال وروسته لا هم سيمه کې حالت ترينګلی دی، راپورې پرې لرو.

  8. إيمانويل مكرون

    فرانسه کې د وژل شوي ښوونکي د غمشریکۍ پرمهال د فرانسې د ولسمشر ایمانویل مکرون تر څرګندونو وروسته،‌ پر خواله رسنیو ګڼو کارنو له فرانسوي تولیداتو سره د پرېکون کمپاین پیل کړی دی.‌

    نور معلومات
    next
  9. Israeli El Al plane

    د اسرائیلو په تاریخ کې لومړی ځل له دې هېواده یوه روانه شوې الوتکه د سعودي‌ عربستان له هوایي‌ حریمه تېره شوه او په متحدو عربي‌ اماراتو کې کېناسته. د اسرائیل او اماراتو حکومتونو څه موده وړاندې د امریکا په منځګړیتوب د عادي دیپلوماتیو اړیکو ټینګولو اعلان وکړ.

    نور معلومات
    next
  10. عائض القرني -اردوغان

    سعودي دعوتګر عائض القرني په تازه څرګندونو کې د ترکیې پر ولسمشر رجب طیب اردوغان او د هغه پر ملاتړو نیوکې کړې او عثماني خلافت یې د اسلامي نړۍ "نیواکګر" بللی. القرني په یوه وېډیو کې دا څرګندونې کړې او اسراییلو ته یې د اردوغان د یوه مخکېني سفر ځینې برخې هم پکې راخیستې. ‌

    نور معلومات
    next