د ۲۰۱۸ کال پارلماني ټاکنې

  1. ولسي جرګه

    له څو اونیو لانجې او دوه ځلې رد وروسته،‌ د افغانستان ولسي جرګې بالاخره د ۱۴۰۰ مالي کال د بودیجې طرحه په اکثریت رایو تایید کړه. افغان ولسمشر محمد اشرف غني د ولسي جرګې د دې ګام مننې سربېره ویلي، د بودیجې تایید به د هېواد د پراختیايي پروژو د تطبیق لپاره مهم ګام وي.

    نور معلومات
    next
  2. اشرف غني

    د افغانستان د بیا رغونې لپاره د امریکا ځانګړي څارونکي (سیګار) په خپل یوه وروستي رپوټ کې ویلي، د افغانستان ټاکنیز نظام له فساد او ګڼو ستونزو ډک دی او په دې برخه کې د امریکا او نړیوالې ټولنې څه باندې یو میلیارد ډالره پانګونې کومه ګټه نه ده کړې. افغان حکومت او یا هم د افغانستان ټاکنو خپلواک کمېسیون تر دې دمه د سیګار دې وروستي رپوټ ته کوم غبرګون نه دی ښودلی.

    نور معلومات
    next
  3. ټاکنې

    د افغانستان د ټاکنو خپلواک کمېسیون وایي، ولسمشر محمد اشرف غني د دې کمېسیون له غړو سره د کتنې پرمهال د ولایتي شوراګانو او په غزني کې د پارلماني ټاکنو د ترسره کولو ملاتړ کړی دی. ارګ هم اعلان کړی چې ولسمشر غني په دې لیدنه کې ویلي، حکومت د ټاکنو اصل ته ژمن دی او د دې بهیر لپاره به د اسانتیاو په برابرولو کې مرسته وکړي. د ولایتي شوراګانو ټاکنې او په غزني کې پارلماني ټاکنې له څو کلونو راهیسې نه دي ترسره شوې.

    نور معلومات
    next
  4. حوا علم نورستانۍ

    د افغانستان د ټاکنو خپلواک کمېسیون وايي، د ولایتي او ولسوالیو شوراګانو، د غزني لپاره د ولسي جرګې او د ښاروالیو ټاکنو ته یې ټول تخنیکي او عملیاتي چمتووالی نیولی، خو له حکومته د ټاکنو د بودیجې برابرولو او امنیت ټینګولو غوښتنه کوي. دغه کمېسیون په یوه خبري غونډه کې وویل، د غزني د ټاکنو لپاره یې ۱۹ میلیونه ډالر او ولایتي شوراګانو ټاکنو ته یې ۸۰ میلیون ډالر پام کې نیولي دي.

    نور معلومات
    next
  5. افغانستان

    د افغانستان ولسي جرګې له پنځو نوماند وزیرانو درې یې (د عامې روغتیا، سرحدونو او قبایلو او اقتصاد) تایید کړل او د دوو وزیرانو (پوهنې او کلیو او پراختیا) په ګډون یې د افغانستان بانک سرپرست رد کړل. تر اوسه د دفاع او کورنیو چارو وزیرانو او د ملي امنیت د مشر په ګډون ۲۰ وزیرانو د پارلمان د باور رایې اخیستې دي.

    نور معلومات
    next
  6. وزیران

    د افغانستان د ملي شورا ولسي جرګې نن (شنبه د لیندۍ پر لومړۍ) لسو نوماندو وزیرانو ته د باور رایه ورکړه. د ولسي جرګې په نننۍ غونډه کې ۲۲۶ وکیلان حاضر وو د همدې له مخې د یوه نوماند وزیر د تایید لپاره د لږ تر لږه ۱۲۴ رایو تر لاسه کولو معیار وټاکل شو.

    نور معلومات
    next
  7. Video content

    Video caption: اسدالله خالد وايي، ډاډه نه دی چې د سولې خبرې به بریالۍ وي

    افغان چارسمبالی دفاع وزير وايي، ډاډه نه دی چې د سولې خبرې به بریالۍ وي خو دوی یې مخالفت نه کوي.

  8. ځلا سحر

    بي بي سي

    د کابل پوهنتون پر وړاندې ګڼ شمېر اعتراض کوونکي له شعارونو سره ولاړ ول.

    نن په افغانستان کې د کابل پوهنتون د برید قربانیانو په درناوي د ملي ویر ورځ ولمانځل شوه. د کابل پوهنتون په پروني وسله وال برید کې ۲۲ تنه وژل شوي او ۲۷ تنه نور ټپیان شوي.

    نور معلومات
    next
  9. غني

    افغان ولسمشر محمد اشرف غني پارلمان ته د کابینې د نوماند وزیرانو پېژندغونډه کې لویې ستونزې یادې کړې چې په وینا یې، د "فساد یو لامل په راتلونکي بې باوري ده، چې یوه بېلګه یې بهر ته د لسګونو میلیارد ډالرو انتقال دی."

    نور معلومات
    next
  10. ولسمشر غني

    افغان ولسمشر محمد اشرف غني د کابل په سلامخانه ماڼۍ کې د ولسي جرګې له غړو او اداري پلاوي سره کتلي دي. ښاغلي‌ غني په خپلو خبرو کې پر پخواني اجراييه رئيس عبدالله عبدالله غږ کړی چې د سولې عالي شورا مشري او مديريت دې پر غاړه واخلي‌ او دا يې له اوسني‌بحرانه د وتلو لار بللې ده چې د ده په وينا دوه سره حکومت دا کار نشي کولی.

    نور معلومات
    next