طبیعت ساتنه

  1. Delhi pollution

    د هند پلازمېنه ډیلي کې خورا ناوړه کچې ته د هوا ککړتیا کچې له رسېدو وروسته چارواکو ښوونځي او کالجونه تړلي دي.

    نور معلومات
    next
  2. اقلیمي بدلون

    د ګلاسګو اقلیمي بدلون په هکله د هوکړې یوې طرحې مسوده کې له حکومتونو غوښتل شوي چې له اقلیمي بدلون سره سملاسي مبارزه وکړي.

    نور معلومات
    next
  3. Joe biden speaking at COP26

    د امریکا متحدو ایالتونو ولسمشر جو بایډن د اقلیمي بدلون په کوپ - ۲۶ غونډه کې د ګډون نه کولو له کبله پر چینايي او روسي مشرانو نیوکه کړې. ښاغلي بایډن د سې شنبې پر شپه یوه وینا کې وویل، اقلیمي بدلون یوه ''خورا ستره'' موضوع وه، خو ''چین ترې تېر شو'' او په وینا یې ''کټ مټ حالت د روسیې او پوتین هم و.

    نور معلومات
    next
  4. جو بایدن

    د سکاټلنډ په ګلاسګو کې د سي او پي - ۲۶ غونډې ترڅ کې د نړۍ له ۱۰۰ ډېرو مشرانو ژمنه کړې، تر ۲۰۳۰ کال پورې به د ځنګلونو وهلو لړۍ پای ته رسوي او دا لړۍ به برعکس ګرځوي.

    نور معلومات
    next
  5. cop26

    د ملګرو ملتونو سرمنشي انتونيو ګوتريش د نړيوالې تودوخې په اړه په يوه خورا توند خبرداري کې وويل، انسانان د اقليمي بدلون له امله "خپل قبرونه په خپله کيندي". ښاغلي ګوتريش د نړۍ د ۱۲۰ هېوادونو د مشرانو ناستې کوپ ۲۶ رسمي پرانيستې ته وويل، فوسيلي سون توکو خلک پر ګړنګ درولي دي. په دې کنفرانس کې د هند لومړي وزير نريندرا مودي اعلان وکړ چې هند به تر ۲۰۷۰ کال پورې اتموسفير ته د غازنو د توليد کچه صفر ته راټيټه کړي.

    نور معلومات
    next
  6. إطفاء حرائق الجزائر

    د الجزایر لومړي وزیر ایمن بن عبدالرحمن د پلازمېنې ختیځ کې د ځنګلونو اور کې د ۲۵ پوځیانو او ۱۷ ولسي وګړو وژل کېدل تایید کړي دي. ګڼ نور پوځیان هم د اور وژنې په عملیاتو کې ژوبل شوي دي. اور په الاحراش قبایلي سیمه کې لګېدلی و.‌

    نور معلومات
    next
  7. اقلیم

    د ملګرو ملتونو د ساینسپوهانو یوه نوې څېړنه وايي پر اقلیم باندې د انسانانو زیان رسونکی اغېز یو واقعیت دی.

    نور معلومات
    next
  8. بنګله دېش

    بنګله دېش کې چارواکي وايي، دغه هېواد کې پر واده د تندر غورځېدو له امله ۱۷ کسان مړه شوي او د زوم په ګډون ۱۴ کسان ټپیان دي. تندر په داسې مهال غورځېدلی چې د زوم له کور ورا په ناوې پسې روانه وه. ویل کېږي وراڅي(وراباڼي) په شېبګنج ښارګوټي کې له بېړۍ تر کوزېدو وروسته د ناوې کور ته روان وو چې تندر پرې وغورځېد.

    نور معلومات
    next
  9. ابراهیم ساپی

    بي بي سي

    سېلاب/ نورستان

    د نورستان په کامدېش ولسوالۍ کې د وروستیو سېلابونو له امله د مړو شویو کسانو شمېر ۱۱۳ ته ورسېد. د افغان حکومت مرکزي او سیمه‌ييز چارواکي وايي چې کابو ۱۱۰ نور کسان لا هم ورک دي او له ۱۷۳ ډېر کورونه سېلابونو نړولي دي. چارواکي وايي، د لادرکو کسانو پلټنه روانه ده او سیمې ته د لومړنیو مرستو استولو هڅه کوي.

    نور معلومات
    next
  10. پرایس

    د امریکا بهرنیو چارو وزارت د ایران خوزستان او څو نورو ښارونو کې له مظاهره چیانو سره د ایران د امنیتي ځواکونو تاوتریخوالی غندي. دغه وزارت ویاند نېډ پرایس د چارشنبې په ورځ بیان کې وویل: "موږ داسې اندېښمنوونکي رپوټونه لرو چې وايي، امنیتي ځواکونو پر معترضانو ډزې کړې او له امله یې ډېر کسان وژل شوي دي. موږ له سوله ییزو مظاهره چیانو سره تاوتریخوالی غندو. "

    نور معلومات
    next