د اقليم بدلون

  1. تودوخه

    د امریکا متحدو ایالتونو کې یوه علمي، څېړنیز بنسټ تېره جولای میاشت تر دې دمه د نړۍ تاریخ کې تر ټولو توده میاشت بللې ده. دا میاشت د وچې او سمندرونو تودوخه، د شلمې پېړۍ د منځنۍ کچې پرتله د سانتي ګراد شاوخوا یوه درجه لوړه وه.

    نور معلومات
    next
  2. إطفاء حرائق الجزائر

    د الجزایر لومړي وزیر ایمن بن عبدالرحمن د پلازمېنې ختیځ کې د ځنګلونو اور کې د ۲۵ پوځیانو او ۱۷ ولسي وګړو وژل کېدل تایید کړي دي. ګڼ نور پوځیان هم د اور وژنې په عملیاتو کې ژوبل شوي دي. اور په الاحراش قبایلي سیمه کې لګېدلی و.‌

    نور معلومات
    next
  3. بنګله دېش

    بنګله دېش کې چارواکي وايي، دغه هېواد کې پر واده د تندر غورځېدو له امله ۱۷ کسان مړه شوي او د زوم په ګډون ۱۴ کسان ټپیان دي. تندر په داسې مهال غورځېدلی چې د زوم له کور ورا په ناوې پسې روانه وه. ویل کېږي وراڅي(وراباڼي) په شېبګنج ښارګوټي کې له بېړۍ تر کوزېدو وروسته د ناوې کور ته روان وو چې تندر پرې وغورځېد.

    نور معلومات
    next
  4. نورستان

    افغان چارواکي وايي، د نورستان په کامدېش ولسوالۍ کې وړمه شپه د ګڼ باران ورېدو له کبله سېلابونه راوتلي چې له کبله یې لسګونه کسان وژل شوي او ګڼ نور لادرکه دي. د نورستان والي حافظ عبدالقیوم د جمعې په ورځ بي بي سي ته وویل، د کامدېش په میردیش سیمه کې د دې سېلاب د مړو او ورکو شمېر تر ۱۸۰ رسېږي چې له ډلې یې د ۶۰ مړي موندل شوي دي. نوموړی وايي سېلاب سلګونه جریبه کرنیزه ځمکه هم زیانمنه کړې ده.

    نور معلومات
    next
  5. دریو ورځو کې د یو کال په اندازه باران شوی دی.

    د چین مرکزي هنن ولایت کې تر مرګوني سېلاب وروسته د خواله رسنیو له لارې له سېلاب ځپلو سره د مرستې چټکولو غوښتنه کېږي. د هنن په ژنګژو ښار کې تر چارشنبې پورې د درې ورځو باران د دغه ولایت تر ټول کلني ورښت سره برابر دی او له امله یې تر ۳۳ کسان مړه شول.

    نور معلومات
    next
  6. امریکا

    د امریکا اورېګان ایالت کې بوټلېګ اورلګېدنې تر ۱۲۱ زره هکتاره ډېره ځنګلي سیمه له کومي تېره کړې ده. دې اورلګېدنې همدا راز زرګونه کسان اړ کړې چې خپلې مېنې او استوګنځي پرېږدي. دمګړۍ د امریکا دیارلسو ایالتونو کې اورلګېدنې روانې دي.

    نور معلومات
    next
  7. Police walk past debris in the spa town of Bad Neuenahr

    په اروپا کې سېلابونو پراخه ویجاړي او مرګ ژوبله رامنځ ته کړې چې تر اوسه د ۱۸۸ کسانو مړینه تایید شوې، تر زرو ډېر کسان تري تم دي او پوهان د سېلابونو راوتل له اقلیمي بدلون سره تړلې چاره بولي. پوهان وايي، د ځمکې د کرې تودېدل د ډېرو بارانونو ورېدو احتمال ډېروي. د صنعتي پېر له پیل راهیسې په نړیواله کچه د ځمکې د تودوخې درجه ۱٫۲ سلنه درجه لوړه شوې ده.

    نور معلومات
    next
  8. تندر

    د هند د شمالي ایالت راجستان په مرکز جیپور ښار کې د تندر پرېوتو له کبله ۱۶ تنه مړه او ګڼ نور ټپي شوي دي. د رپوټونو له مخې دغو کسانو باران کې د ۱۲مې پېړۍ د یوې شاهي ماڼۍ 'امیر کلا' د څارڅلي پر سر سلفي عکسونه اخیستل چې تندر پرې پرېوت.

    نور معلومات
    next
  9. Fire officer near Gorman. Pasadena, California

    امریکا کې د تودې هوا د څپې په دوام د متحدو ایالتونو دوو لویدیځو ایالتونو کلیفورنیا او نېواډا کې د لوړې درجې تودوخې د نوي ریکارډ د ثبتېدو وړاندوینه شوې ده. د جمعې پر ورځ د کلیفورنیا 'ډېټ وېلي' بېدیا کې د سانتيګراد په کچه ۵۴ اعشاریه ۴ درجې تودوخه ثبت شوه او چارواکو ویلي دا څپه ښايي تر یکشنبې همداسې دوام وکړي.

    نور معلومات
    next
  10. کاناډا

    د کاناډا لومړي وزیر جسټن تروډو هغو لسګونو کسانو سره خواخوږي وښوده چې د دغه هېواد لوېدیځ کې یې د ګرمۍ د سختې څپې له امله خپلوان مړه شول. د کاناډا لوېدیځ ته بریڼیش کلمبیا ولایت کې چارواکو د چارشنبې په ورځ وویل، تېرو پنځو ورځو کې چې سخته ګرمي وه، لږ تر لږه ۴۸۶ کسان ناڅاپه مړه شوي دي.

    نور معلومات
    next