روسیه

  1. د روسیې ټاکنې

    په روسیه کې د دغه هېواد ولسمشر ولادیمیر پوتین اړوند متحدې روسیې ګوند په پارلماني ټاکنو کې خپله بریا اعلان کړه. ګوند په ټاکنو کې د رایې ورکولو بهیر له پای ته رسېدو یوازې څو ساعته وروسته د بریا اعلانونه پیل کړل. د روسیې ټاکنو کمېسیون چارواکي وايي، تر اوسه ۶۴ سلنه رایې شمېرل شوې، او د لومړنیو پایلو له مخې د ولسمشر پوتین متحدې روسیې ګوند ۴۸ سلنه او کمونیست ګوند ۲۱ سلنه رایې ګټلې دي.

    نور معلومات
    next
  2. شانګهای غونډه

    د چین دولتي رسنیو رپوټونو کې ویل شوي، د دغه هېواد ولسمشر شي جینګ پینګ په دوشنبه کې د شانګهای همکاریو سازمان (ایس سي او) سرمشریزې غونډې ته انلاین خبرو کې وویل، افغانستان کې باید د واک سوله ییز لېږد باوري شي. د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین هم د ویډیويي لینک له لارې غونډې ته وینا وکړه او د ایس سي او اړیکو ډلې ته یې له کابل سره د اړیکو بیا پیلولو وړاندیز وکړ. ښاغلي پوتین په افغانستان کې له وینې تویېدنې پرته د 'واک لېږد' مثبته چاره وبلله.

    نور معلومات
    next
  3. ولادیمیر پوتن

    د کریملین ویاند دیمتري پیسکوف وايي، د روسیې استازي به په افغانستان کې د طالبانو حکومت د لوړې مراسمو کې ګډون و نه کړي. نوموړی زیاتوي، دوی نه پوهېږي چې وضعیت کوم لور ته ځي، او په وینا یې موږ باید پوه شو چې د افغانستان اوسني واکمن څه ډول اقدامات کوي.

    نور معلومات
    next
  4. پوتین

    د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین پ افغانستان کې له تازه پېښو وروسته سیمې ته د 'اسلامي سخت دریځو راتګ' په هلکه خبرداری ورکړی دی.

    نور معلومات
    next
  5. روسیه

    د ټاس دولتي خبري آژانس ویلي چې د روسیې امنیتي مامورینو دغه هېواد کې تر غږ د چټکو الوتنو د یوې څېړنیزې موسسې مسؤل د جاسوسۍ په تور نیولی دی. الکساندر کورانوف، چې د پلازما فزیک یو متخصص او روسیه کې له غږه د چټکو سیستمونو د مؤسسې د طراحۍ مسؤل دی، په سن پیترزبورګ کې نیول شوی دی.

    نور معلومات
    next
  6. Video content

    Video caption: 'واګنر'؛ لېبیا کې روسي اجیران

    په لیبیا کې جنګي مزدوران: "دا د روسي سنایپر پادشاهي ده"

  7. لیا بارابانوف او نادر ابراهیم

    بي بي سي عربي او بي بي سي روسي څانګه

    Wagner fighter in Libya

    د بي بي سي یوې نوې پلټنې د لېبیا په کورنۍ جګړې کې د روسي اجیرانو د یوې پټې ډلې د عملیاتو کچه څرګنده کړې، چې جنګي جنایتونو او د روسیی پوځ سره اړیکي هم پکې شامل دي.

    نور معلومات
    next
  8. د ار او سي ټیم غړې هغه مډال ښيي چې ګټلی یې دی

    روسي لوبغاړو د توکیو اولمپیک لوبو کې د امریکا د جمناستیک ښځینه لوبډله ماته کړه. کله چې روسۍ لوبغاړې د اولمپیک د سرو زور ګټلي مډال ترلاسه کولو لپاره دریځ ته راغلې وه، نو د روسیې ملي سرود پر ځای د چایکوفسکي د پیانو کنسرت غږېده. دوی خپل ملي بیرغ نشي پورته کولی او ان د روسیې تر نوم لاندې سیالیو ته هم نشي وتلی.

    نور معلومات
    next
  9. attorney office new york

    د امریکا عدلیې وزارت اعلان کړی چې د تېر کال په یوه سایبري برید کې د نږدې ۳۰ جګپوړو امریکايي څارنوالانو او د هغوی د دفترونو برېښنالیکونه هک شوي دي. دا سایبري برید د سولروینډز په نوم د سافټویر په کاروونکو شوی او د امریکا د حکومت خلاف د سایبري جاسوسۍ تر ټولو ناوړه برید بلل شوی و.

    نور معلومات
    next
  10. ROYAL DANISH NAVY

    د ډنمارک سمندرساتي ځواکونه د بالتیک سمندرګي اوبو کې د ایران د تر ټولو سترې بېړۍ مکران او سهند بېړۍ د لیدو خبره کوي. دا دوه بېړۍ- چې پخوا فکر کېده ونزویلا ته روانې دي- د روسیې سن پترزبورګ په لور خوځېدلې دي.

    نور معلومات
    next