ټولنه

  1. احمد سیر کاکړ

    بي بي سي کابل

    طالبان

    افغان حکومت نن د زمري اومه د ملي بیرغ ورځ اعلان کړې ده. په دې ورځ افغان بیرغ ټول هېواد کې رپاند وي. افغان ملي بیرغ تېرو سلو کلونو کې بدل شوی دی. هر حکومت او سیاسي ډله چې واکمنه شوې د خپل لیدلوري او سیاسي او فکري اخیستون له مخې یې د دغه هېواد بیرغ بدل یا یې پکې بدلون راوستلی دی. د افغانستان اوسنی بیرغ تور، سور او زرغون رنګ لري، چې اول ځل د شاه امان الله غازي حکومت کې د ۱۳۰۷ لمریز کال لویه جرګه کې تصویب شو.

    نور معلومات
    next
  2. Women protesting, women climber

    په ۲۰۰۱ کال کې افغانستان کې د طالبانو د واکمنۍ ختمېدو او د یوې نوې ادارې رامنځته کېدو سره په تېرو شلو کالو کې دې هېواد کې ډېر څه بدل شوي دي. په تېرو دوه لسیزو کې د ښځو د حقونو برخه کې هم افغانستان کې پرمختګونه، لاسته راوړنې، ننګونې او ستونزې ډېرې وې. په دې مطلب کې موږ د افغانستان کې د ښځو د حقونو برخه کې ځینې هغه مهمې پېښې راخیستې چې په تېرو شلو کالو کې مهمې بلل شوې دي.

    نور معلومات
    next
  3. استله هدایا

    د ۵۴ کلنې استیله هدایا کورنۍ وايي، د هغې د مړي پاتې شوني یې د فلوریډا ایالت میامي کې د یوې ودانۍ د غورځېدلي بلاک کنډوالو کې موندلي دي. د هغې ورور ایکي هدایا وايي، د نیویارک پولیسو د دوشنبې په ورځ د هغې مړی وپېژاند.

    نور معلومات
    next
  4. Danish cartoonist Kurt Westergaard

    د کُرټ وسټرګارډ په نامه هغه ډنمارکی کارتونېست، چې د اسلام د پیغمر محمد (ص) کارتونونو یې د نړۍ لروبر کې د میلیونونو کسانو غوسه او غبرګون پارولی و، د ۸۶ کالو په عمر مړ شوی. هغه له ۱۹۸۰ لسیزې راهیسې د سخت دریځې (جیلانډس پوسټن) ورځپاڼې لپاره کارتونونه جوړول.

    نور معلومات
    next
  5. افغانستان

    د افغانستان د عامې روغتیا وزارت وايي د کورونا وېروس څلورمې څپې ته چمتووالی نیسي. د لوی اختر را رسېدل، تر اختر وروسته د ښوونځیو د تدریجې پرانیستلو پریکړه او ګاوندي ایران او پاکستان کې د مثبتو پېښو ډېرېدل هغه عوامل دي چې د افغانستان د عامې روغتیا وزارت چارواکي یې د کورونا وبا څلورمې څپې ته اندېښمن کړې دي. دا په داسې حال کې ده چې امريکا، ډنمارک او چين له افغان سره د نورو واکسين ورکولو ژمنه کړې ده.

    نور معلومات
    next
  6. ایران

    د ایران اسلامي جمهوریت کې د واده موندلو نوی اپلیکېشن معرفي شوی دی. موخه دا ده چې دا اپلیکېشن دغه هېواد کې اوږدمهاله ودونه اسان کړي.

    نور معلومات
    next
  7. ذبیح الله کلیم

    د افغان حکومت یو شمېر وزیرانو او لوی څارنوال افغانستان کې د رسنیو د خپرونو د کیفیت ښه والي او فعالیت د قانوني کولو په تړاو د ځینو رسنیو له استازو سره په مشورتي غونډه کې پر رسنیو غږ وکړ چې د قانون په چوکاټ کې د هېواد ملي ګټې په پام کې ونیسي. لوی څارنوال ذبیح الله کلیم سې شنبه دې ناسته کې وویل، هغه رسنۍ چې د ملي ګټو ضد فعالیتونه کوي، په نافذه قونینو کې جرم ګڼل کېږي او په ښکاره د جدي چلن سپارښتنه کېږي.

    نور معلومات
    next
  8. افغانستان

    د افغانستان ولسي جرګې ډېری غړو په یو شمېر ولایتونو کې د عامو خلکو لخوا د وسلو پورته کولو په اړه اندېښنه ښودلې او غوښتنه یې کړې چې دا چاره باید د قانون په چوکاټ کې ترسره شي. د افغانستان د کورنیو چارو وزرات د طالبانو پر وړاندې د خلکو د پاڅون او وسله وال کېدو هرکلی کړی و او ویلي یې وو، حکومت چمتو دی چې دغو کسانو ته جنګي وسایل ورکړي او سمبال یې کړي.

    نور معلومات
    next
  9. کاناډا

    کاناډا کې د بومي یا اصلي اوسېدونکو یوه ډله وايي، د دې هېواد ساسکاچیوان سیمې یوه پخواني لیلیه لرونکي ښوونځي په ځای کې ۷۵۱ بې نومه قبرونه موندلي دي.

    نور معلومات
    next
  10. مزار

    افغان طالبانو په هېواد کې د وروستیو امنیتي بدلونونو په درشل کې په یوه اعلامیه کې ویلي، عام خلک دې د هغو کسانو په لمسون نه تېر ووځي چې 'د خپل اقتدار ساتلو لپاره جګړې ته لمن وهی او خلک وسلوال پاڅون ته هڅوي'. طالبان دا خبرداری داسې مهال ورکوي چې له ځینو ولایتونو د دې ډلې پر ضد د پاڅونونو رپوټونه ترلاسه شوي.

    نور معلومات
    next