ننګرهار

  1. ر

    په ننګرهار کې د کرنې ځايي چارواکي هیله من دي چې سږکال به هلته د زیتونو حاصلات له تېرو دوو لسیزو راهیسې تر ټولو لوړې کچې ته ورسېږي. سږکال دغه حاصل ۹۰۰ ټنه اټکل شوی چې پروسږکال ۵۰۰ ټنه و. د ننګرهار د کرنې ریاست چارواکي وايي سږکال به د ننګرهار له بېلا بېلو ولسوالیو نه ۸۸۴ ټنه جلغوزي هم ترلاسه شي.

    نور معلومات
    next
  2. سيد معروف سادات

    راپورونه وايي د افغانستان ختيځ ننګرهار ولايت مرکز جلال اباد ښار کې يو خبريال په وسله وال بريد کې وژل شوی دی. افغانستان کې د ازادو خبريالانو ټولنه وايي خبريال او ليکوال سيد معروف سادات شنبې ماښام هغه مهال ووژل شو چې موټر يې د ناڅرګندو وسله والو له خوا تر بريد لاندې راغی. تراوسه کومې ډلې د دغو بريدونو مسوليت نه دی منلی. خو په ننګرهار ولايت کې پر طالبانو د وروستيو بريدونو مسووليت د داعش خراسان څانګې منلی دی.

    نور معلومات
    next
  3. .

    په ننګرهار کې د کرنې ادارې چارواکي وايي چې په دغه ولایت کې سږکال د خورما حاصلات درې برابر ډېر شوي دي. دغلته د سعودي عربستان په مرسته د جوړ شوي بڼ حاصلات له ۵ نه سږکال ۱۵ ټنو ته لوړ شوي دي. د ننګرهار د کرنې ادارې ویاند سید همایون غریبمل له بي بي سي سره په خبرو کې ویل که پام ورته وشي نو راتلونکو کلونو کې دغه حاصلات ۱۰۰ ټنو ته لوړېدای شي.

    نور معلومات
    next
  4. jalalabad

    د ننګرهار مرکز جلال اباد ښار کې چارشنبه سهار د یو شمېر ولسي کسانو لخوا د افغانستان د ملي بیرغ په ملاتړ لاریون شوی، خو وروسته د ډزو له کبله ګډودي رامنځته شوې ده. د ځایي رسنیو رپوټونه وایي، یو شمېر ولسي کسانو د افغانستان ملي بیرغ د ښار مرکز کې پر یوه څلي ورپاوه او د ملي بیرغ په ملاتړ یې شعارونه ورکول. خو څو شېبې وروسته پر عمومي سړک دا لاریونوال له وسلوالو کسانو سره مخامخ شول او ډزې وشوې.

    نور معلومات
    next
  5. سید ولي ناصر

    بي بي سي

    AMI

    په نوي ډیلي کې د افغانستان سفیر بي بي سي ته ویلي، هندي لوري ور سره منلې چې نږدې راتلونکي کې به د جلال اباد ښار او د هندوستان جیپور ښار ترمنځ د "ملګرو ښارونو" تړون لاسلیک شي. د ملګرو ښارونو دا ډول هوکړه لیک چې د هېوادونو یا ښارونو د چارواکو ترمنځ لاسلکېږي، د انساني او کلتوري یووالي لامل ګڼل کېږي.

    نور معلومات
    next
  6. کابل

    د افغانستان لوېدځ کې د هرات د وړمې شپې له الله اکبر شعار وروسته بېګا پلازمېنه کابل او نورو ولایتونو کې یو لوی شمېر خلکو د افغان امنیتي ځواکونو په ملاتړ ورته شعارونه ورکړل. د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد د چارشنبې په ورځ یوه وینا پاڼه کې ویلي دا زموږ شعار دی، نه د هغه چا چې ده سیکولران بللي دي.

    نور معلومات
    next
  7. پوځ

    د پاکستاني پوځ د رسنیو دفتر (ای اېس پي ار) له لوري په یوه خپره شوې خبرپاڼه کې ادعا شوې، چې د خیبرپښتونخوا په چترال سیمه کې د افغان پوځ ۴۶ تنه سرتېري وسلوالو مخالفینو سره د جګړې پر مهال پر ډیورنډ کرښه ور اوښتي او پاکستاني پوځ پناه ورکړې ده. خو د افغانستان د امنیتي‌ او دفاعي ځواکونو عمومي ویاند اجمل عمر شینواري بي بي سي سره خبرو کې د پاکستاني پوځ دغه ادعا ناسمه او له حقیقته لېرې وبلله.

    نور معلومات
    next
  8. ننګرهار

    د افغانستان ختیځ ته د ننګرهار په مرکز جلال اباد ښار، سور رود او خوګیاڼیو ولسوالیو کې پر واکسیناتورانو پنځه جلا بریدونه شوي دي، چې پکې پنځه واکسیناتوران وژل شوي او څلور ټپیان دي. د ننګرهار د والي ویاند عطاالله خوګیاڼی هم دغه مرګ ژوبله تاییدوي. دې پېښه پسې د افغانستان روغتیا وزارت ننګرهار کې د پولیو ضد واکسین پروګرام وځنډاوه.

    نور معلومات
    next
  9. AH

    د افغانستان سوېل ته زابل کې چارواکي وايي، دغه ولایت کې د کابل-کندهار پر لویه لار د ګاډو د ټکر له امله ۱۴ کسان ووژل شول. دې پېښه کې د ټپیانو د شمېر په هکله ضد او نقیض خبرې دي. پېښه بېګا ناوخته د کندهار- کابل پر لویه لاره جلدک سیمه کي د باري ټېلر او سپرلۍ کاسټر د ټکر له امله شوې ده.

    نور معلومات
    next
  10. جلال اباد ښار

    د افغانستان ختیځ جلال اباد ښار نهمه ناحیه کې تېر ماخوستن د تراویح لمانځه پرمهال پر لمونځ کوونکو ډزې شوې، چې د حاجي عبدالوهاب د کورنۍ اته غړي چې پنځه یې زامن او درې یې ورېرورنه دي، وژل شوي. د ننګرهار والي وايي، "لومړني معلومات ښيي چې یاده بده پېښه د شخصي ځمکې پر سر د لانجې له امله رامنځ ته شوې ده".

    نور معلومات
    next