دوحه

  1. پاکستان

    د بریتانیا بهرنو چارو وزیر ډومېنک راب چې پاکستان ته په سفر تللی، یوې خبري غونډې ته وویل، برتانیا په افغانستان کې د طالبانو حکومت په رسمیت نه پېژني، خو په وینا یې له هغوی سره د خبرو لپاره به دروازې نه تړي.

    نور معلومات
    next
  2. ملا برادر

    په دوحه کې د طالبانو د سیاسي دفتر مشر ملا عبدالغني برادر وایي، که د دوحې تړون په سمه توګه عملي شي نو ورسره په افغانستان کې سوله او ثبات ټینګېدلی شي. ښاغلي برادر دا څرګندونې د امریکا او طالبانو ترمنځ د دوحې خپلمنځي تړون د یو کال پوره کېدو پر ورځ کړې دي. بل لور ته د افغانستان د ملي امنیت شورا وايي، "افغانانو چې د دوحې له هوکړه‌ليکه د سولې او امنيت اړوند کوم توقعات لرل نه یې دي تر لاسه کړي.

    نور معلومات
    next
  3. قطر

    په افغان دولت کې د سرچینو او طالب ویاند په وینا په دوحه کې پر سولې مذاکراتي پلاوو د درې اوونیزې وقفې تر اخیستو وړاندې د اجنډا د موضوعاتو لومړني لېستونه سره تبادله کړي. هممهاله د افغان ولسمشر د ملي امنیت سلاکار حمدالله محب وایي، د دولت او طالبانو ترمنځ د سولې خبرو پاتې پړاونه "باید د هېواد دننه تعقیب شي".

    نور معلومات
    next
  4. دوحه غونډه

    د قطر په دوحه ښار کې پر افغان سولې د روانو بین الافغاني خبرو لپاره د طالبانو مرکچي پلاوي خبر ورکړی چې د افغان حکومت له پلاوي سره یې ناسته کې د "اجنډا د څرنګوالي او جوړولو" په هکله خبرې کړي د دې ډول ناستو پر دوام هوکړې ته سره رسېدلي دي.

    نور معلومات
    next
  5. غني

    افغان ولسمشر محمد اشرف غني پر طالبانو غږ کړی چې له اوربنده باید وېره ونلري او سولې ته غاړه کېږدي. نوموړي ویلي چې طالبان باید له نورو افغانانو سره د روغې جوړې جرات ولري. ولسمشر غني دا څرګندونې سې شنبه دوحه کې د شخړې او بشري مطالعاتو مرکز ته په خپله وینا کې وکړې.‌

    نور معلومات
    next