وګړپوهنه

  1. د نر پارانتروپس روبستس Paranthropus robustus

    استرالیايي څېړونکي وايي په جنوبي افریقا کې د دوه میلیون کاله زړې جمجمې پیدا کېدل به د انسان تکامل بهیر پر څرنګوالي لا ډېره رڼا واچوي. د سر موندل شوې کوپړۍ د نر پارانتروپس روبستس Paranthropus robustus ده چې ویل کېږي د هومو یرېکتس Homo erectus چې د اوسنیو انسانانو نیکونه بلل کېږي، په اصطلاح "د اکا زوی" دی.

    نور معلومات
    next
  2. ځوانان

    د جولای ۱۱مه، چې د نفوسو له نړیوالې ورځې سره برابره ده، د افغانستان د احصایې او مالوماتو ملي ادارې اټکل کړی چې د دې هېواد نژدې ۱۷ میلیونه وګړي نارینه دي او له ۱۶ میلیونه لږ څه ډېرې یې ښځې جوړوي. دا اداره وايي، د وګړو شمېر په تېر کال کې له "۰٫۷" سلنې زیاتوالي سره، نژدې ۳۳ ميلیونه ته رسېدلی.

    نور معلومات
    next
  3. ن

    اونۍ مخکې به له تاسو سره پوښتنه وه چې سوېلي کوریا کې به د کورونا وېروس د وبا پر مهال څنګه پراخې پارلماني ټاکنې کېږي او ګټل کېږي؟ خو له دې وبا سره سره دا کار وشو او دې پارلماني ټاکنو کې د خلکو ګډون تر تېرو ۲۸ کلونو خورا ډېر وو.

    نور معلومات
    next
  4. Twin girls

    د هند د تامیل ناډو ایالت په سویلي برخه کې یو کوچنی کلی دی چې ډېری ماشومان پکې غبرګوني زېږیدلي. داسې معما چې تر اوسه یې هېڅوک په تشریح کولو نه دي توانېدلي. دې موضوع هلته یوه معما جوړه کړې او په یوه ښوونځي کې ۵۰ جوړې غبرګوني شته چې ښوونکو ته یې کار ستونزمن کړی.

    نور معلومات
    next
  5. چیلي

    د چیلي پلازمېنې سانتیاګو ته څېرمه د لاریون کوونکو له خوا د نساجي یوې فابریکې د سوځولو له امله پنځه تنه مړه شوي دي. دغه اور د هغو دولت ضد لاریون کوونکو له خوا لګول شوی دی چې غوښتل یې دغه کارخونه "ویجاړه کړي او غلا ترې وکړي". پوځ او پولیسو د لاریون کوونکو پرضد اوښکې بهوونکي ګاز کارولی او پر ځینو ښارونو یې د شپې له خوا ګرځ بندیز هم لګولی دی.

    نور معلومات
    next
  6. هالنډ

    پولیسو د هلنډ هغې کورنۍ مشر نیولی چې د پولیسو په خبره له خپلو ماشومانو سره یو ځای یې د کرنیز فارم په تهکاوۍ کې د 'قیامت انتظار' کاوه. پولیسو څو ورځې مخکې د دغې کورنۍ کسان له تهکاوه راوایستل.

    نور معلومات
    next
  7. سواد

    سږکال د ملګرو ملتونو د سواد زده کړې د نړیوالې ورځې 'سېپټمبر اتمه' لپاره شعار دا دی چې هرچاته باید په خپله ژبه د سواد زده کړې زمینه برابره شي.دغه نړېوال بنسټ د دغه ورځې لمانځنه د حکومتونو، ولسي ټولنو او نړیوالو مرسته کوونکو ته یو فرصت ګڼي چې په وینا یې کولی شي په نړۍ کې د سواد زده کړې کچه لوړه کړي.

    نور معلومات
    next
  8. Video content

    Video caption: جرګه

    جرګه