جي ۷

  1. سارا رنېزپورډ

    بي بي سي مسکو

    Joe Biden (L) and Vladimir Putin (composite image)

    د جون پر ۱۶مه جینوا کې د ولادیمیر پوتین او جو بایډن ترمنځ ناسته به یوه دوستانه لیدنه نه وي. روسیې په دې وروستیو کې د امریکا د متحد ایالتونو نوم د "ناملګرو هېوادونو" رسمي لیست ته غورځولی دی.

    نور معلومات
    next
  2. بایډن

    د انګلستان په سویل لویدېځ کې د جي ۷ صنعتي هېوادونو سرمشریزه له دې ژمنې سره پای ته ورسېده چې تر راتلونکي یو کال پورې به بې وزله هېوادونو ته د کورونا ضد یو میلیارد ډوزه واکسین ورکوي. د بریتانیا لومړي وزیر بورېس جانسن وویل موخه دا ده چې د ۲۰۲۲ میلادي کال تر پایه هرڅوک واکسین شي. جي ۷ هېوادونه سره سلا شول چې د کال ۱۰۰ ملیارده ډالر بې وزلو هېوادونو ته ورکړي چې کاربن کم کړي او له نړیوالې تودوخې سره مبارزه وکړي.

    نور معلومات
    next
  3. پوتین

    د امریکا د ولسمشر په توګه جو بایډن خپل لومړنی بهرنی رسمي سفر روسي سیال ولادیمیر پوتین ته په خبرداري پیل کړ. هغه ویلي که روسیه "زیانمنوونکې کړنې" وکړي نو له سخت غبرګون سره به مخامخ شي. ښاغلي بایډن د دغه سفر پیل کې دا هم روښانه کړه چې د مخکېني ولسمشر ډونلډ ټرمپ پر مهال د امریکا له دودیزو متحدانو سره د ترینګل شویو اړیکو د رغولو هوډ لري.

    نور معلومات
    next
  4. کورونا

    د نړۍ سلو پخوانیو لومړیو وزیرانو، ولسمشرانو او بهرنیو چارو وزیرانو له اوو سترو اقتصادي هېوادونو 'جي ۷' غوښتي چې د کورونا نړیوال واکسیناسیون لګښت ته د اوږې په ورکولو سره مرسته وکړي چې د دغه وېروس د نورو نویو بڼو مخه ونیول شي او بیا نړۍ ته په سرخوږي وانه وړي.

    نور معلومات
    next
  5. بلېنکن

    د امریکا بهرنیو چارو وزیر انتوني بلېنکن چین تورنوي چې بهرنی چلن یې ډېر یرغلیز یا تهاجمي او کورنی چلن یې ډېر ځپونکی دی. ښاغلی بلېنکن له سي بي ایس نیوز سره په تازه مرکه کې وايي امریکا د چین مهارول نه غواړي، خو دا اجازه هم نه ور کوي چې پر اصولو او قوانینو ولاړ نړیوال نظم تر پښو لاندې نه کړي.

    نور معلومات
    next
  6. ټرمپ او میرکل

    د جرمني صدراعظمه انګېلا مېرکل د جون میاشتې په پای کې د اوو صنعتي هېوادونو 'جي اوه' غونډې لپاره د امریکا د ولسمشر ټرمپ بلنه رد کړه. د اغلې مېرکل ویاند د ولسمشر ټرمپ له بلنې مننه وکړه، خو ویې ویل د جرمني صدراعظمه نشي کولی د کورونا وبا له امله دغه سفر وکړي.

    نور معلومات
    next
  7. مکرون

    د فرانسې ولسمشر ایمانویل مکرون وایي، د برازیل ولسمشر ژایر بولسونارو په یوه فېسبوکي پوسټ کې د ده مېرمنې برېګیټ مکرون ته سپکاوی کړی دی. د برازیل ولسمشر ژایر بولسونارو پر یوه داسې فېسبوک پوسټ کامنټ کړی و چې پکې د فرانسې پر لومړۍ مېرمنې ملنډې وهل شوې وې

    نور معلومات
    next
  8. g7

    د 'اوو' غړي یا جي اووه هېوادونه د فرانسې په بیاریتز ښار کې سره راټول شوي دي څو په راتلونکو دوو ورځو کې سره کیني او خبرې وکړي. دې هېوادونو له ځانګړو مسئلو څخه ان تر څو اړخېزو، دوه اړخېزواو لویو نړیوالو مسئلو پورې، د اوو غړیو هېوادونو په کنفرانس کې خبرې اترې کېږي.

    نور معلومات
    next