افغانستان

  1. کیمیا

    د افغانستان اولمپیک کمېټه وايي، د دغه هېواد تر ټولو چټکې ځغاستونکې لوبغاړې کیمیا یوسفي په خپل نوم یو نوی اولمپیک ریکارډ ثبت کر. د دې کمېټې په خبره، کیمیا یوسفي په اولمپیک سیالیو کې پرون( د جولای ۲۹) د -۱۰۰-متره منډې سیالي په ۱۳.۲۹ ثانیو ووهله.

    نور معلومات
    next
  2. MOD

    د افغانستان دفاع وزارت ویاند فواد امان وايي، د افغان پوځ اېم ډي-۵۳۰ چورلکې بېګا د هلمند مرکز لښکرګا سره نږدې بولان کې بېړنۍ ناسته کړې ده. د نوموړي په خبره، دې پېښه کې د چورلکې دوو پیلوټانو ته تاوان نه دی رسېدلی. د طالبانو ویاند قاري یوسف احمدي وايي، دا چورلکه د دوی وسلوالو د لښکرګا په میدان کې ویشتلې او بولان کې غورځېدلې ده.

    نور معلومات
    next
  3. نورستان

    افغان چارواکي وايي، د نورستان په کامدېش ولسوالۍ کې وړمه شپه د ګڼ باران ورېدو له کبله سېلابونه راوتلي چې له کبله یې لسګونه کسان وژل شوي او ګڼ نور لادرکه دي. د نورستان والي حافظ عبدالقیوم د جمعې په ورځ بي بي سي ته وویل، د کامدېش په میردیش سیمه کې د دې سېلاب د مړو او ورکو شمېر تر ۱۸۰ رسېږي چې له ډلې یې د ۶۰ مړي موندل شوي دي. نوموړی وايي سېلاب سلګونه جریبه کرنیزه ځمکه هم زیانمنه کړې ده.

    نور معلومات
    next
  4. طالبان

    له افغانستان د ټولو امریکايي ځواکونو د وتلو بهیر کې له دې ځواکونو سره د افغان ژباړنو او همکارانو لومړنۍ ډله د خپلو کورنیو له غړو سره نن جمعه متحده ایالتونو ته ورسېده. دې ډله کې دوه نیم زره کسان دي او د کډوالۍ ځانګړې ویزې ترلاسولو او طبي معاینو تر بشپړولو به د ویرجینیا په فورټ لي پوځي اډه کې استوګن وي. سپینې ماڼۍ ویلي، دا هغه کسان دي چې د دغه هېواد بهرنیو چارو وزارت او کورني امنیت ادارو له څېړنې وروسته مخامخ امریکا ته د سفر حق ورکړل شوي.

    نور معلومات
    next
  5. سفارت

    د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت وایي، طبي رپوټونو او نورو ترلاسه شویو مدارکو ثابته کړې ده چې اسلام اباد کې د افغان سفیر لور له تښتول کېدو وروسته 'جسمي او روحي' شکنجې او تاوتریخوالي سره مخ شوې. یاد وزارت پر پنجشنبه په یوه اعلامیه کې ویلي، هېڅ دلیل دا ثابت شوی جنایت نشي‌ توجیه کولی. یاد وزارت ټینګار کړی چې د پاکستان حکومت اسلام اباد کې د افغان دیپلوماتانو او د هغوی د کورنیو د امنیت ساتنې مسؤل دی.

    نور معلومات
    next
  6. غني

    افغان ولسمشر محمد اشرف غني د پنجشنبې په ورځ( د جولای ۲۹) د افغان ملي بیرغ لمانځغونډه کې وویل، داسې طرحو ته نه تسلیمېږي چې بهر کې برابرې وي او افغانستان د جګړې په ډګر بدلوي. ولسمشر غني د دې طرحې د جزیاتو په هکله څه ونه ویل، خو طالبانو څه موده مخکې ویلي وو چې د افغان سولې په اړه یې یوه طرحه څو میاشتې مخکې له افغان چارواکو سره شریکه کړې.

    نور معلومات
    next
  7. احمد سیر کاکړ

    بي بي سي کابل

    طالبان

    افغان حکومت نن د زمري اومه د ملي بیرغ ورځ اعلان کړې ده. په دې ورځ افغان بیرغ ټول هېواد کې رپاند وي. افغان ملي بیرغ تېرو سلو کلونو کې بدل شوی دی. هر حکومت او سیاسي ډله چې واکمنه شوې د خپل لیدلوري او سیاسي او فکري اخیستون له مخې یې د دغه هېواد بیرغ بدل یا یې پکې بدلون راوستلی دی. د افغانستان اوسنی بیرغ تور، سور او زرغون رنګ لري، چې اول ځل د شاه امان الله غازي حکومت کې د ۱۳۰۷ لمریز کال لویه جرګه کې تصویب شو.

    نور معلومات
    next
  8. د امریکا د بهرنیو چارو وزیر

    د امریکا د بهرنیو چارو وزیر انتوني بلېنکن ویلي، د افغانستان ګاونډیان او بل هېڅ هېواد نه غواړي چې طالبان دې د زور له لارې پر افغانستان واکمن شي او 'اسلامي امارت' دې رامنځته کړي. نوموړي چارشنبه نوي ډیلي کې له (سي اېن اېن-نیوز ۱۸) تلویزیون سره په یوه مرکه کې وویل،‌ ټولې خواوې غواړي چې افغانان یو سیاسي جوړجاړي ته ورسېږي او یو ټولشموله او د خلکو استازی حکومت رامنځته شي. ‌

    نور معلومات
    next
  9. چین

    د طالبانو د قطر سیاسي دفتر یو نهه کسیز پلاوی نن 'چارشنبه" په یوه دوه ورځني سفر چین ته تللی او د دې هېواد د بهرنیو چارو له وزیر سره یې کتلی دي. چین بهرنیو چارو وزارت یوه اعلامیه کې ويلي ښاغلي وانګ په دې لیدنه کې طالبانو ته وویل چې دوی د دې ډلې لخوا افغانستان کې د "روانې جګړې پای ته رسېدو" او "بیارغونه" کې د "مهم رول" لوبولو هیله لري.

    نور معلومات
    next
  10. ARG

    افغان ولسمشر محمد اشرف غني ویلي، طالبان هغه پخواني طالبان نه دي چې له مدرسې فارغ او یوازې راشي، بلکې له سیمه ییزو "ترهګرو" ډلو سره اړیکه لري او دوی سیمه کې "یوه تر ټولو شتمنه وسلواله ډله ده." نوموړي د چارشنبې په ورځ ( د جولای ۲۸) کابل کې د څارنې او همغږۍ ګډ بورډ غونډه کې وویل: "افغان جګړه کورنۍ نه ده، د شبکو جګړه ده او د ترهګرو شبکو جګړه ده او که دا د افغانانو جګړه بولو، نو د جګړې لوی انځور نه وینو."

    نور معلومات
    next