جرمني يا آلمان

  1. ROYAL DANISH NAVY

    د ډنمارک سمندرساتي ځواکونه د بالتیک سمندرګي اوبو کې د ایران د تر ټولو سترې بېړۍ مکران او سهند بېړۍ د لیدو خبره کوي. دا دوه بېړۍ- چې پخوا فکر کېده ونزویلا ته روانې دي- د روسیې سن پترزبورګ په لور خوځېدلې دي.

    نور معلومات
    next
  2. Person walks past section of Nord Stream 2 pipe. File photo

    امریکا وايي، له جرمني سره داسې تړون ته رسېدلې چې روسیه نورد سټریم ۲ ګازي نللیکه د اروپا پرضد د سیاسي وسلې په توګه ونه کاروي. دا۱۲۳۰ کيلومتره اوږده نللیکه چې اوس نږدې بشپړه شوې جرمني ته د روسیې د ګاز صادرات دوه برابره کوي. امریکايۍ چارواکې ویکتوریا نولاند دا "بده نللیکه" بولي او وايي، د واشنګټن او برلین د تړون له مخې، که روسیه هڅه وکړي، له اوکراین باج وغواړي، نو بندیزونه به پرې ولګېږي.

    نور معلومات
    next
  3. Police walk past debris in the spa town of Bad Neuenahr

    په اروپا کې سېلابونو پراخه ویجاړي او مرګ ژوبله رامنځ ته کړې چې تر اوسه د ۱۸۸ کسانو مړینه تایید شوې، تر زرو ډېر کسان تري تم دي او پوهان د سېلابونو راوتل له اقلیمي بدلون سره تړلې چاره بولي. پوهان وايي، د ځمکې د کرې تودېدل د ډېرو بارانونو ورېدو احتمال ډېروي. د صنعتي پېر له پیل راهیسې په نړیواله کچه د ځمکې د تودوخې درجه ۱٫۲ سلنه درجه لوړه شوې ده.

    نور معلومات
    next
  4. بایډن او مېرکل

    د امریکا ولسمشر جو بایډن د جرمني له لومړۍ وزیرې انګلا مېرکل سره واشنګټن کې د لیدنې پر مهال وویل، دواړه هېوادونه د روسیې د تېري مقابل کې ګډ درېږي. ښاغلی بایډن زیاتوي، جرمني ته یې د روسیې د ګازي نللیکې په هکله هم مېرکل ته خپله اندېښنه وویله، خو دواړه په دې نظر دي چې مسکو انرژي د وسلې په توګه کارولی نه شی.

    نور معلومات
    next
  5. جرمني له افغانستان د ځواکونو وتل پیل کړي دي.

    له افغانستان د ناټو ځواکونو وتلو بهیر کې جرمني له دغه هېواد تر ۲۲ زره ۵۰۰ سوه لېترو ډېر بیر بېرته وړي. د بهرنیو ځواکونو د وتلو درشل او افغانستان کې د تاوتریخوالي ډېرېدلو سره بهرنیو قومندانانو خپل سرتېري له بیر څښلو منع کړي دي. د جرمني دفاع وزارت ویاندې د دوشنبې په ورځ وویل، دوی د دې څښونیو د وړلو لپاره له یوه ولسي قراردادي سره تړون کړی دی.

    نور معلومات
    next
  6. مېرکل

    ډنمارک کې د څارګرۍ یو سازمان تورن شوی چې له متحد ایالتونو سره یې د جرمني د لومړۍ وزیرې انګیلا مېرکل په ګډون د اروپايي مشرانو خلاف جاسوسۍ کې همکاري کړې ده. د ډنمارکي رسنیو لخوا د رپوټونو له مخې د دغه هېواد د دفاعي خدماتو سازمان (ایف يي) له ۲۰۱۲ تر ۲۰۱۴ کال- هغه مهال چې بارک اوباما ولسمشر و- د امریکا د ملي امنیت ادارې (این اېس اې) سره مرسته کړې چې د اروپايي مشرانو تلیفوني او انټرنیټي تماسونه ثبت او واوري.

    نور معلومات
    next
  7. Herero rebellion, captives in chains seen in 1904/5 archive image

    جرمني په رسمي توګه منلې چې د اشغال په دوره کې یې نمیبیا کې قتل عام یا ډله ییزه وژنه کړې او اوس یې مالي مرسته ورسره اعلان کړې. د نمیبیا حکومت یوه ویاند اې ایف پي خبري اژانس ته په دې هکله وویل چې د جرمني تایید ''پر سم لوري لومړی ګام'' دی.

    نور معلومات
    next
  8. اسد

    د امریکا متحده ایالتونو او اروپايي هېوادونو د سوري حکومت تر واک لاندې سیمو کې پر ولسمشرۍ ټاکنو نیوکې کړې دي. امریکا، بریتانیا، المان، فرانسې او ایټالیا په یوه ګډ بیان کې ویلي چې دا ټاکنې هېڅ "ازادې او رڼې" نه دي.

    نور معلومات
    next
  9. مجیب رحمان اتل

    د جرمني لانکن پوهنتون څېړونکی

    .

    د دې انځورونو خبره څو پخوا کلونو او جرمني کې د میتل فرانکن افغانانو کلتوري ټولنې جوړېدو ته رسېږي. ۷۳ کلنه جرمنه دې ټولنې ته ورځي او له یوه لیک سره د څو سوه فلمونو کڅوړه ورسپاري. دا فلمونه پر انالوګ کمرې اخیستل شوي او له پنځو لسیزو پخوانی افغانستان او ولس ښيي.

    نور معلومات
    next
  10. Annalena Baerbock

    د جرمني زرغون ګوند پر دوشنبه اعلان وکړ چې ۴۰ کلنه انالینا بایربوک به د دوی د خوښې نومانده وي چې په سپټمبر کې له اوسنۍ لومړۍ وزیرې انګلا مېرکل واګې ترلاسه کړي. آغلې بایربوک وار له مخه د نیوزیلنډ او فنلنډ له ځوانو ښځینه صدراعظمانو سره پرتله شوې. خو نوموړې څوک ده او څه ځانګړتیاوې لري؟

    نور معلومات
    next