د جرمونو نړېواله محکمه

  1. پورټر

    د امریکا د بهرنیو چارو وزارت د نړیوالې جنايي محکمې د هغې پرېکړې هر کلی چې له مخې یې غواړي افغانستان کې د طالبانو او داعش ډلې لخوا د جنګي او بشر ضد جنایتونو څېړنه وکړي. د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ویاند مرستیالې جلینا پورټر په دې اړه د څېړنو د هر کلي ترڅنګ ویلي امریکا افغانستان کې د بشري حقونو د روان وضعیت په اړه ژوره اندېښه لري. یاده دې وي چې نړیوالې جنایي محکمې د اوس لپاره افغانستان کې د هغو جرمونو له پلټلو ډډه کړې چې د امریکایي او افغان پوځ لخوا ترسره شوي دي.

    نور معلومات
    next
  2. پاکستان کې مذهب ته د سپکاوي د تورونو او پېښو له کبله لوی او له غوسې ډک لاریونونه هم شوي.

    پاکستان کې یوه پولیس یو سړی چې مخکې دین ته په سپکاوي تورن شوی او محکمې بې ګنا اعلان کړی و، په تور په ساتول وژلی دی.‌ پر دغه سړي تور و چې پر فېسبوک یې دین ته له سپکاوي ډکې څرګندونې کړې دي.

    نور معلومات
    next
  3. John McAfee

    د الکټرونیکي وېروس پر وړاندې د یوه مشهور پروګرام بنسټګر او سوداګر جان مکافې د اسپانیا بارسلونا په یوه زندان کې مړ موندل شوی.

    نور معلومات
    next
  4. بهرنیو چارو وزارت

    د افغانستان د بهرنیو چارو وزیر حنیف اتمر په مشرۍ هغه لوړ پوړی پلاوی چې په دې وروستیو کې یې له نړیوالې جنایې محکمې سره افغانستان کې د بشر ضد او جنګي جرمونو پر موضوع خبرې کړې وې وایې، جنایت کوونکی که له هرې طبقې وي باید عدالت ته وسپارل شي. نړیواله جنایي محکمه غواړي له ۲۰۰۳ کال راهیسې افغانستان کې د بشر ضد او جنګي جرمونو پلټنه وکړي.

    نور معلومات
    next
  5. د جرمونو نړيواله محکمه

    افغان حکومت وايي، د جرمونو نړیوالې محکمې ته یې په جنګي جرمونو پورې اړوند د نژدې ۲۰۰ قضیو دوسیې سپارلې، چې په هغو کې په افغانستان کې د بهرنیو ځواکونو، طالبانو او داعش ډلې د نړیوالو جرمونو اړوند دوسیې هم شاملې دي. ښاغلی اتمر وايي، د جرمونو نړیواله محکمه د دې لېوالتیا لري چې له افغان حکومت سره په ګډه د مجرمانو په محاکمه کولو کې مرسته وکړي.

    نور معلومات
    next
  6. پاتریس نګایسونا

    د مرکزي افریقا جمهوریت د فوټبال فدراسیون پخوانی مشر پاتریس نګایسونا د جرمونو نړیوالې محکمې ته انکار کړی چې ګنې جنګي جرمونو او د مسلمانانو وژلو مشرۍ کې یې لاس درلود.

    نور معلومات
    next
  7. كريم خان

    د جرمونو د نړیوالې محکمې يا اى سي سي د مشرې څارنوالې فاتو بنسودا، چې د ډونلډ ټرمپ ادارې یې پر وړاندې محدودیتونه لګولي وو، پرځای مشهور بریتانوی وکیل او حقوقپوه کریم احمد خان نوی مشر څارنوال ټاکل شوی دی.

    نور معلومات
    next
  8. فلسطین

    د نړیوالې جنايي محکمې قاضیانو پرېکړه کړې چې د فلسطیني سیمو قضیې دوی ته وړاندې کېدلی شي. په دې سره په دې ځایونو کې د اسراییلو، حماس او نورو وسله والو د ادعا شویو جنګي جرمونو پلټنو ته لاره جوړېږي.

    نور معلومات
    next
  9. اسټرالیا

    د اسټرالیا مېلبورن ښار کې د خپلې ورکې پيشو په لټون بوخت کس د وسلې په زور د ژویو د سرپنا او ساتنې یوه مرکز ته ننوتی او اوس له همدې کبله محاکمه کېږي. ۴۴ کلن ټوني وېټمن تورن شوی چې د دوشنبې پر ورځ یې پوځي جامو کې د ژویو په سرپنا برید کړی او د دغه مرکز یوه ښځینه کارمنه یې د ټوپک شپېلۍ په ور اړولو وېرولې ده.

    نور معلومات
    next
  10. لیټل

    سېمول لیټل چې د امریکا د فدرالي څېړنو ادارې 'ایف بي ای' د دغه هېواد تاریخ کې "تر ټولو بې رحمه" او خونړی ځنځیري وژونکی باله - د ۸۰ کالو په عمر مړ شوی دی. هغه د دریو ښځو د وژلو په جرم پر عمري بند محکوم و، خو د بند موده کې یې ومنله چې له ۱۹۷۰ تر ۲۰۰۵ کال پورې یې ۹۳ ښځې وژلې دي.

    نور معلومات
    next