منځنی ختیځ

  1. Palestinian women at site of Israeli air strike in Gaza (14/11/19)

    د اسراییلو پوځ وايي په غزې کې د اوربند له ټینګېدو څو ساعته وروسته له غزې نه د اسراییلو پر سویلي سیمو د توغندیو بریدونه شول. دا په داسې حال کې ده چې په تېرو دوو میاشتو کې له سختې دوه ورځنۍ جګړې وروسته په غزې کې د اسراییلو او د اسلامي جهاد ډلې د اورپکو ترمنځ اوربند وشو.

    نور معلومات
    next
  2. ایلګین کارلیداګ

    بي بي سي مانیټورینګ

    Scene from video showing woman serving tea to husband as he looks at his phone

    د ترکیې مذهبي چارو اعلی ادارې له لوري د مبایل ټیلیفون له حده ډېر استعمال په تړاو د خبرداري پر خپرې شوې ویډیو سختې نیوکې شوې. د مذهبي چارو یا دیانت له لوري پر ټویټر دغه خپور شوی ویډیويي کلیپ د جنسیتي تبعیض بېلګه او د مساوات یا برابري خلاف چاره بلل شوې.

    نور معلومات
    next
  3. ټرمپ

    د امریکا ولسمشر ډونلډ ټرمپ نن چارشنبه اعلان وکړ چې پر ترکیې هغه ټول بندیزونه یې ختم کړي چې د اکتوبر پر ۱۴مه نېټه یې پرې لګولي وو. امریکا وروسته له هغې پر ترکیې بندیزونه ولګول چې ترکي پوځیانو د سوریې په شمال کې د کردي جنګیالیو پر ضد عملیات پیل کړل

    نور معلومات
    next
  4. ترکیه

    د ترکیې ولسمشر رجب طیب اردغان ویلي، هېواد به یې په سوریه کې خپلو پوځي عملیاتو ته تر هغې دوام ورکوي چې هلته یې د یوې خوندي سیمې رامنځته کولو ماموریت بشپړ کړی نه وي. بله خوا ټاکل شوې ده چې د امریکا مرستیال ولسمشر او د بهرنیو چارو وزیر د خبرو لپاره ترکیې ته ورسېږي

    نور معلومات
    next
  5. سوریه

    داسې حال کې چې د سوریې شمال کې د ترک پوځ عملیات روان دي، روسیې ویلي، دوی به د سوریې او ترکیې پوځونه خپلمنځي نښتو ته نه پرېږدي. له دې مخکې د برتانیا حکومت وویل، په شمالي سوریه کې د ترکي پوځ عملیاتو له کبله پر انقرې د وسلو پلور جوازونه لغو کوي.

    نور معلومات
    next
  6. سوریه

    د ترکیې پوځ د چارشنبې پر ورځ د سوریې په شمال کې پر یو شمېر سیمو تر هوایي بمبار وروسته هلته خپل پوځي عملیات پیل کړي دي. ترکیه وایي چې غواړي د سوریې په شمال کې داعش وسله وال او کردي جنګیالي وځپي. د امریکا ولسمشر ډونلډ ټرمپ دا عملیات غندلي او نورو نړیوالو مشرانو هم اندېښنه ښودلې ده.

    نور معلومات
    next
  7. شیخه لطیفه

    د متحده عربي اماراتو عرب شهزادګۍ شیخه لطیفه، چې ټیک ۱۸ میاشتې مخکې له دوبۍ نه د تېښتې پرمهال ترۍ تم شوې وه، وايي کور ته تر ستنېدا په مرمیو ویشتل غوره ګڼي.

    نور معلومات
    next
  8. یمن

    د سره صلیب نړیواله اداره وایي، په یمن کې حوثي یاغیانو په یو اړخیز ګام کې سلګونه زندانیانو خوشي کړي دي. دغه ګام د هغه بهیر برخه ده چې ملګرو ملتونو په یمن کې د سولې لپاره پیل کړی. ملګرو ملتونو د دې ګام هرکلی کړی او پر دواړو غاړو یې غږ کړی چې خبرو ته سره کېني

    نور معلومات
    next
  9. سعودي

    د سعودي عربستان د پاچا سلمان یو ساتونکی له خپل یو ملګري سره د شخصي لانجې له کبله د همدې ملګري په ډزو وژل شوی دی. جنرال عبدالعزیز الفغم له ټپې کېدو وروسته تېره شپه په روغتون کې ساه ورکړه. نوموړی له دې مخکې د پخواني پاچا عبدالله ساتونکی هم پاتې شوی و

    نور معلومات
    next
  10. یحی سریا وايي، له کله راهیسې چې د دوی جګړه پیل شوې وه دا یو ډول ستر عملیات و

    په یمن کې د حوثي یاغیانو 'انصار الله' ډلې بي بي سي ته ویلي، چې له سعودي سره پر ګډه پوله نجران سیمې ته نژدې یې له یوه لوی برید وروسته د سعودي عربستان ګڼ شمېر ځواکونه نیولي او درې لواوې یې نیولې دي. سعودي تر اوسه د حوثیانو پر دغو ادعاوو رسمي غبرګون نه دی ښودلی.

    نور معلومات
    next