خواله رسنۍ

  1. غیرت

    دوه ورځې وړاندې محمد اشرف غیرت د طالبانو د لوړو زدکړو وزارت لخوا د کابل پوهنتون نوی سرپرست رئیس وټاکل شو. خو دا ټاکنه له اعلانېدو سره سمه پر خواله رسنیو د ګڼو کسانو له نیوکو او غبرګونونو سره مخ شوه. یو شمېر کسانو پر خواله رسنیو د ځینو ټویټونو او فېسبوکي پوسټونو عکسونه (سکرین شاټونه) خپاره کړي او ادعا کوي چې دا د کابل پوهنتون د نوي سرپرست رئیس نظریات دي. خو محمد اشرف غیرت بي بي سي ته ویلي، دی پر خواله رسنیو هېڅ پاڼه نه لري او ټول پوسټونه جعلي دي.

    نور معلومات
    next
  2. iPhone13 colours

    د اپل تنکالوژۍ شرکت د ایفون ځیرکو تیلیفونونو وروستی ماډل 'ایفون ۱۳' بازار ته وړاندې کړ.‌ په دې ماډل کې ډېری نوې ځانګړتیاوې یا فیچرونه د دې تیلیفون کامرې پورې اړوند دي.‌

    نور معلومات
    next
  3. طالبان

    فېسبوک وايي، طالبان د یوې ترهګرې ډلې په توګه پېژني او د دې ډلې له لوري یا د دوی په ملاتړ د هر ډول محتوا خپرول د دې خواله رسنۍ په پاڼو کې ممنوع دی.

    نور معلومات
    next
  4. کرېس الکسندر

    افغانستان کې له ورځ بلې ته د امنیتي وضعیت له خرابېد سره هممهاله پر خواله رسنیو هم په دې تړاو تودې تبصرې روانې دي. پر پاکستان د بندیزونو لګېدو دا غوښتونکی هشټګ د کوم افغان یا هندي وګړي لخوا نه، بلکې د یوه پخواني کاناډايي دیپلومات او د دغه هېواد د کابینې د مخکني وزیر 'کرېس الکسندر' له خوا پیل شوی.

    نور معلومات
    next
  5. Video content

    Video caption: 'پر پاکستان بنديز ولګوئ' هشټګ

    (SanctionPakistan) یا پر پاکستان بنديز ولګوئ هغه هشټګ دی، چې له پرون راهیسې په پراخه کچه د ټولنیزو رسنيو او په ځانګړي ډول د ټوېټر کاروونکو له خوا کارول کېږي.

  6. خواله رسنیو

    په افغانستان کې او د نړۍ په هغو هېوادونو کې، چې افغانان پکې ژوند کوي، پر خواله رسنیو یې 'SanctionPakistan' یا پر 'پاکستان بندیز ولګوئ' هشټګ په کاروولو سره پراخ کمپاین پیل شوی دی. د خواله رسنیو ځینو کاروونکو له دغه هشټګ سره په افغانستان کې د رواني اوسنۍ جګړې د اوسنۍ زوروري څپې ځینې عکسونه هم خپاره کړي دي. په دغه کمپاین کې د افغان حکومت لوړ پوړي چارواکي هم برخه لري.

    نور معلومات
    next
  7. ZOOM

    زوم شرکت منلې چې امریکا کې ترې د خصوصي حریم د نقض په اړه د شوي ډله ییز شکایت پای ته رسولو لپاره ۸۶ میلیون ډالر ورکړي. زوم د ویډیويي کنفرانس د یوه کاریال تولیدونکی شرکت دی.

    نور معلومات
    next
  8. khasha

    په کندهار کې د نظر محمد 'خاشه' په نامه د یوه ځایی ټوکمار وژنې پر خواله رسنیو توند غبرګونونه را پارولي. ګڼو کسانو د نوموړي و‌ژنه یو 'ناروا ظلم' بللی او له همدې کبله یې پر طالبانو نیوکې کړې. طالبان وایي، خاشه ټوکمار نه و او د افغان پولیسو لیکو کې یې دنده ترسره کوله. خو په دې اړه پلتنې کوي چې نوموړی ولې تر نیول کېدو وروسته ووژل شو.

    نور معلومات
    next
  9. President of Brazil Jair Bolsonaro shows a box of chloroquine medicine on 16 September 2020

    یوټیوب وايي، د برازیل د ولسمشر ژاییر بولسينارو ویډیوګانې یې ځکه له دې شبکې لرې کړې چې د کورونا وبا په هکله یې ناسم مالومات خپرول. دا شرکت وايي، د برازیل ولسمشر د چینل اړوند ویډیوګانو د لرې کولو پرېکړه له ایډیالوجۍ یا سیاست سره اړیکه نه لري او له کره ارزونې وروسته یې د دې فلمونو د لرې کولو پرېکړه کړې ده.

    نور معلومات
    next
  10. اردوغان

    پاکستان کې ځینې کسان د ترکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان د اسلامي نړۍ د (مرد مجاهد) په نامه یادوي، خو نن سبا د نوموړي همدا پاکستاني مینه وال ترې ګیله من ښکاري.

    نور معلومات
    next