قطر

  1. دوحه

    د قطر پلازمېنه دوحه کې د افغان دولت استازو، افغان سياستوالو او طالبانو تر منځ ناسته له دوو ورځو خبرو وروسته د يوې ګډې اعلاميې په خپرولو سره پای ته ورسېده. دغه اعلامیه چې په قطر کې د طالبانو د سياسي دفتر وياند ډاکتر محمد نعيم له خوا پر ټوېټر پاڼه خپره شوې راغلي دي، چې دواړو غاړو د سولې خبرو پر ګړندي کولو ټينګار کړی او په ټول افغانستان کې د ملکي زيربناو خوندي ساتلو، د ملکي تلفاتو مخنيوي او د بشري مرستو په اړه له يوه بل سره د همکاري ژمنه کړې ده.

    نور معلومات
    next
  2. Video content

    Video caption: قطر کې افغان مذاکرات: لومړنۍ مخامخ ناسته پیل شوه

    د قطر پلازمېنه دوحه کې د افغانستان د دولت د مذاکراتي او د طالبانو د مذاکراتي ټیمونو ترمنځ ترمنځ لومړنۍ ناسته پیل شوه.

  3. وزارت

    د افغانستان د ملي دفاع وزارت وایي، له هېواده بهر د افغان پوځیانو د روزنې په اړه د ناټو له پلان خبر دي او دې برخه کې د دواړو خواو ترمنځ همغږي موجوده ده. یاد وزارت وروسته له هغه دا غبرګون ښیي چې رویټرز خبري اژانس د یو شمېر جګپوړو لویدیځو چارواکو له قوله وویل، ناټو له قطر غوښتي چې په دغه خلیجي هېواد کې د افغان ځانګړو ځواکونو د روزنې لپاره پوځي‌ اډه ورکړي. قطري چارواکو او د ناټو رسنیز دفتر تر اوسه د دې پلان په اړه څه نه دي ویلي.

    نور معلومات
    next
  4. قطر غونډه

    د افغانستان اسلامي جمهوریت د سولې خبرو مرکچي پلاوی له طالبانو سره د مذاکرو لپاره راتلونکې اونۍ دوحې ته ځي. د دواړو لورو مرکچي پلاوو د روانې میاشتې پر ۱۳ له خپلمنځي غونډې وروسته وویل 'د روان وضعیت او سولې خبرو د چټکتیا' په هکله سره غږېدلي دي.

    نور معلومات
    next
  5. غزه

    مصري منځګړو په غزه کې له فلسطیني مشرانو او اسراییلي دولت سره د اسراییلو او حماس د ۱۱ ورځنۍ جګړې د اوربند د جزییاتو په اړه خبرې کړې دي. پر مصر او قطر سربېره، ملګرو ملتونو هم د اسراییلو او حماس ترمنځ د خونړیو بریدونو پای ته رسولو لپاره د وروستیو ورځو خبرو کې رول لوبولی دی.

    نور معلومات
    next
  6. قطر غونډه

    په قطر کې د امریکا، روسیې، چین او پاکستان استازو د افغان دولت او طالبانو له استازو سره جلا - جلا غونډې کړې.

    نور معلومات
    next
  7. پلاوی

    د افغان دولت او طالبانو مرکچي پلاو منلې ده چې دوحه کې د دواړو خواو ترمنځ خبرې په ټپه ولاړې دي او له تېرو څو اونیو د دوی ترمنځ هېڅ ناسته نه ده شوې. په دوحه کې د طالبانود سیاسي دفتر ویاند د محمد نعیم په دې اړه بي بي سي ته ویلي، د دوحې له تړونه د امریکا سرغړونې د بین الافغاني خبرو چارې ګډې وډې کړې دي او سمېدل به یې وخت اخلي.

    نور معلومات
    next
  8. دیبورا لاینز

    د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو استازولۍ مشرې دیبورا لاینز چې د افغانستان سولې خبرو له مذاکره کوونکو ټیمونو سره د لیدنې لپاره قطر ته تللې، د افغان دولت له مذاکراتي ټیم سره په دوحه کې لیدلي دي. بل لور ته یوناما وايي، د اغلې لاینز په لیدنو کې به پر دې هم خبرې او بحث وشي، چې ملګري ملتونه څنګه د سولې د روانو هڅو لا ښه ملاتړ کولی شي.

    نور معلومات
    next
  9. ابراهیم ساپی

    بي بي سي

    قطر

    د امریکا او طالبانو ترمنځ د شاوخوا دوه لسیزو جګړو وروسته تېر کال په همدې ورځ د دواړو لورو ترمنځ د سولې هوکړه لاسلیک شوه. په دغه هوکړه کې دواو غاړو له یو بل سره ژمنې وکړې چې له ډلې یې په څوارلسو میاشتو کې به امریکايي ځواکونه افغانستان پرېږدي او طالبان به افغان خاوره د امریکا او د هغوی د متحدینو پر وړاندې نه کاروي او د بین الافغاني خبرو د پیل یادونه پکې شوې وه.

    نور معلومات
    next
  10. غني بلېنکن

    د افغانستان له ولسمشرۍ ماڼۍ په یوه خپره شوې اعلامیه کې راغلي ښاغلي بلېنکن له ولسمشر غني سره د سولې پر بهیر د خبرو تر څنګ ''په افغانستان کې د تاوتريخوالي زياتېدو او هدفي ترورونو په اړه خپله ژوره خواشيني وښوده او هغه يې وغندل.''

    نور معلومات
    next