کلتور

  1. ایران

    د ایران اسلامي جمهوریت کې د واده موندلو نوی اپلیکېشن معرفي شوی دی. موخه دا ده چې دا اپلیکېشن دغه هېواد کې اوږدمهاله ودونه اسان کړي.

    نور معلومات
    next
  2. کاناډا

    کاناډا کې د بومي یا اصلي اوسېدونکو یوه ډله وايي، د دې هېواد ساسکاچیوان سیمې یوه پخواني لیلیه لرونکي ښوونځي په ځای کې ۷۵۱ بې نومه قبرونه موندلي دي.

    نور معلومات
    next
  3. رسول باوري

    د افغانستان د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت پخوانی مرستیال پوهاند محمد رسول باوري مړ شوی دی. د ولسمشرۍ ماڼۍ په یوه خبرپاڼه کې ویل شوي، چې ښاغلی باوري د ورپېښې ناروغۍ له کبله مړ شوی، خو د ناروغۍ ډول یې نه دی مشخص کړی.

    نور معلومات
    next
  4. July cover of British Vogue, featuring Malala Yousafzai

    د بریتانیا فېشن مجله ووګ د راتلونکې میاشتې لپاره پر خپل لومړي مخ د نوبل جایزې ګټونکې ملاله یوسفزۍ تصویر چاپوي. دغه تصویر کې ملاله د سره رنګ یو ټیکری پر سر ښکاري. نوموړې وايي، دا یې د یوې سني مذهبه پښتنې په حیث پېژندګلوي ښيي. ملالې په دې هکله یوه ټویټر پیغام کې لیکلي: ''زه غواړم هر یوه ته ووایم چې په خپل کلتور کې دننه کولای شئ خپل غږ ولرئ او کولای شئ په خپل کلتور کې دننه مساوات ولرئ''.

    نور معلومات
    next
  5. Video content

    Video caption: د مشک اوبه مو کله څښلي؟

    مشکي هغه کس ته ویل کېږي چې په لارو کوڅو کې خاورو او دوړو د مخنیوي او پاکۍ لپاره اوبه شیندي. د ګڼو نورو لرغونو کسبونو په څېر مشکیان هم اوس ایله د ګوتو په شمېر پاتې دي.

  6. Video content

    Video caption: د پښتنو دودیز واده او "ډولۍ"

    پخوا وختونو کې به پښتنو د واده ناوې په "ډولۍ" کې راوستله، خو د وخت په تېرېدو او د موټرو او نورو اسانتیاوو په راتلو دا دود له منځه ولاړ.

  7. مصر

    تمه ده د مصر پلازمېنه قاهره کې ګڼ شمېر کسان د دې لپاره واټونو ته راووځي چې د دغه ښار له منځه د مصر د لرغونو واکمنانو د مومیایانو لېږد له نږدې وګوري. په دې پرتمینه څو میلیون ډالري ننداره کې به د مصر د اتلسو لرغونونو (فرعوني) واکمنانو او څلورو ملکو ۲۲ مومیايان د مصر له نوي شفتالو رنګه کلاسیک موزیم څخه ۵ کیلو متره هاخوا خپله نوي ارام ځای ته ولېږدول شي. واکمنان د قاهرې له واټونو تېرېږي

    نور معلومات
    next
  8. اکیتو اختر

    "اکیتو"، یا د بابل اشوریانو د کال پیل، د انسان په تاریخ کې تر ټولو لرغونی اختر دی چې تر ننه هر کال د اپرېل میاشتې لومړیو کې لمانځل کېږي.

    نور معلومات
    next
  9. منار جام غور

    په کابل کې د فرانسې سفارت پر خپله وېبپاڼه او ټویټر لیکلي، داسې نښې شته چې جام څلی کټ مټ ایټالیا کې د پیزا کاږه شوي څلي په څېر په کږېدو دی. دغه سفارت ویلي، په یوه دره کې د ۹۰۰ کلونو لرغونی جام څلی د نړۍ له ښکلو تاریخي بنسټونو دی.

    نور معلومات
    next
  10. باختر

    د افغانستان ولسمشرۍ ماڼۍ د هېواد د یوې لرغونې تاریخي شتمنۍ، یعنی د باختر خزانې د خوندیتوب په اړه له ځینو اندېښنو وروسته یاده خزانه نن چارشنبه (د فبروروۍ لسمه) په چار چنار ماڼۍ کې نندارې ته وړاندې کړې. دوه اوونۍ وړاندې د افغانستان د د ولسي جرګې مشر مير رحمان رحماني ويلي وو، د باختر د سرو زرو خزانه دې ژر تر ژره د خوندیتوب په موخه یوه معتبر هېواد ته د امانت په ډول ولېږدول شي.‌‌

    نور معلومات
    next