د خوړو خونديتوب

  1. ګوټیریڅ

    د ملګرو ملتونو سرمنشي انتونيو ګوتېرش افغانستان کې د ناړه بشري وضعیت په اړه خبرداری ورکړی او غوښتنه یې کړې چې نړۍ دې له افغانستان سره د مرستې لپاره لاس په کار شي. نوموړي په ټویټري پیغام کې د ژمې رانژدې کېدو ته په اشارې ویلي چې د خلکو د ژوند ژغورلو لپاره بېړنۍ مرستې ورسول شي. دا په تېرو څو ورځو کې په پرله پسې توګه څو وم ځل دی چې نړيوال بنسټونه او د بشري مرستو رسوونکي افغانستان کې د بشري ناوړه وضعیت په اړه خبرداری ورکوي.

    نور معلومات
    next
  2. افغانستان

    د ملګرو ملتونو خوړو سازمان 'ډبلیو ایف پي' مسوولینو خبرداری ورکړی، که سملاسي اقدامات و نه شي، سږ ژمی به میلیونونه افغانان له لوږې سره مخامخ شي. مسوولین وايي، داسې احتمالي خطر شته چې ښايي د افغانستان نیمايي نفوس، نژدې ۲۲ اعشاریه اته میلیونه کسان د کافي خوړو له نه خوندیتوب او له پنځه کلنۍ د کم عمر نژدې درې اعشاریه دوه میلیونه ماشومان له کم خوراکۍ سره مخامخ شي.

    نور معلومات
    next
  3. Taliban firing into the air

    د افغانستان په لوېديځ هرات ولايت کې روغتيايي کارکوونکي وايي چې د سې شنبې پر ورځ هغه مهال "درې کسان وژل شوي او اووه نور ټپيان شوي چې طالبانو د ښځو پر لاريون ډزې وکړې". کابل کې سلګونو کسانو سه شنبې سهار په افغانستان کې د پاکستان پوځي او سیاسي لاسوهنې پر ضد لاریون وکړ او د 'مرګ پر پاکستان' شعارونه یې ورکړل. لاریونوالو خپلو شعارونو کې پر پاکستان غږ کاوه چې له افغانستان دې ووځي. د لاریونوالو خورولو لپاره هوایي ډزې هم شوې دي.

    نور معلومات
    next
  4. ملګري ملتونه، افغانستان، خواړه

    د ملګرو ملتونو له خوا له اسلام آباد نه مزار شریف او کندهار ته دبشردوستانه مرستو رسولو لپاره الوتنې بیا پیل شوې دي. د دې الوتنو مدیریت د ملګرو ملتونو خوړو نړیوال پروګرام کوي. د ملګرو ملتونو د سرمنشي انتونیو ګوتېرېش ویاند یسټفن دوجاریک وايي تراوسه درې الوتنې مزارشریف ته شوې دي.

    نور معلومات
    next
  5. خوړو خوندیتوب

    د خوړو د خوندیتوب نړیوالې ورځې سره یو ځای د افغانستان د احصایې ملي اداره وايي چې د دغه هېواد شاوخوا ۶۰ سلنه یعنی ۱۹ میلیونه وګړي د خوړو خوندیتوب له نشتوالي سره مخ دي. د دغې ادراې په خبره، دا شمېر وګړي د منځنۍ او ډېرې کچې کالوري او پروټینو له کمښت او خوارځواکۍ سره مخ دي. بې وزلي، بېکاري، جګړې او نا امنۍ چې کورني بې ځایه شوي ورسره ډېرېږي او وچکالي په افغانستان کې د خوړو د خوندیتوب نشتوالي بنسټيز لاملونه یادېږي.

    نور معلومات
    next
  6. خوراک

    ملګري ملتونه وايي، له تېرې یوې لسیزې راهیسې په یوه میاشت موده کې د خوړو بیې د بل هر وخت پرتله په زیاته چټکۍ سره تر ټولو لوړ کچ ته ختلې دي.

    نور معلومات
    next
  7. له فضا نه د د ګنګا سیند اخیستل شوی انځور چې په خلیج بنګال سیمو کې د سمندر د رنګ بدلېدل پکې ښکاري

    پوهانو له فضا نه د کولرا ناروغۍ د خپرېدو د وړاندوینې یوه طریقه موندلې کړې، چې وايي دا کار د ځانګړو مصنوعي سپوږمکیو په مټ د اقلیمي بدون د څارنې او مصنوعي ذکاوت د ټیکنالوجۍ له لارې کېدای شي.

    نور معلومات
    next
  8. کابل

    د افغانستان ځینې برخو کې د بارګاډو د موټروانانو او صرافانو د کاربندیز او اسلام کلا کې د تېرې اونۍ د اور لګېدو له امله دغه هېواد کې د مختلفو خوراکتوکو او سونتوکو بیه هم پورته شوې ده. د کورنیو چارو وزیر د ټرانسپورټ ټولنې له غړو سره لیدنه کې ژمنه کړې چې ستونزې ته به یې رسیدګي وکړي.

    نور معلومات
    next
  9. Video content

    Video caption: د خوړو غورځولو مخنيوی څنګه شونی دی
  10. Video content

    Video caption: افغانستان کې د خوړو کړکېچ

    افغان او نړيوال چارواکي خبرداری ورکوي شاوخوا ۴۵ سلنه وګړي يې د خوړو له خونديتوبه بې برخې دي.