خواړه

  1. کابل

    ملګرو ملتونو ویلي، هغه شپږ سوه میلیونه ډالره مالي مرسته یې ترلاسه کړې له نړیوالې ټولنې یې په افغانستان کې د ژمي موسم کې د بشري مرستو لپاره غوښتې وه. د ملګرو ملتونو د بشري مرستو اداره (اوچا) وایي، د دې مالي مرستې لویه برخه د امریکا متحده ایالاتو، اروپایي ټولنې او جاپان ورکړې. ملګرو ملتونو خبرداری ورکړی چې افغانستان له بشري ناورین سره مخ دی او احتمال شته چې د دې هېواد نیمایي وګړي راتلونکو څو میاشتو کې له سختې لوږې سره مخ شي.

    نور معلومات
    next
  2. افغانستان

    له بي بي سي سره په مرکه کې د ملګرو ملتونو د خوړو د نړيوال پروګرام مشر په افغانستان کې د بشري ناورين د زياتېدو په اړه خبرداری وکړی او دا يې اوس د ځمکې پر مخ تر ټولو ناوړه بشري ناروين بللی دی. ډېوېډ بېسلي د بي بي سي له جان سېمپسن سره په مرکه کې چې افغانستان ته تللی و وويل، "د افغانستان ۹۵ سلنه خلک کافي خواړه نه لري او ۲۳ ميليونه خلک له لوږې سره مخ دی." کارپوهان وړاندوينه کوي چې که چېرې سږ کال هوا د وړاندوينې له مخې خرابه وي، د ماشومانو په ګډون د ميليونو خلکو د لوږې وېره موجوده ده.

    نور معلومات
    next
  3. غنم

    د ملګرو ملتونو خوړو او کرنې ادارې (ایف اې او) مسوولین وايي، په نړۍ کې د خوړوې بیې تېره یوه لسیزه کې تر ټولو لوړ کچ ته رسېدلې دي.

    نور معلومات
    next
  4. سمیع الله موسی‌زی

    بي بي سي، لندن

    افغانستان، ډبلیو ایف پي

    د ملګرو ملتونو د خوړو پروګرام ډبلیو ایف پي وايي ۲۰۰ میلیونه ډالرو ته اړتیا لري چې افغانستان کې هغو خلکو ته خواړه ورسوي چې دوی په پلان کې نیولي دي. د ډبلیو ایف پي ویاند وحید اماني بي بي سي ته وویل هغه آوازې سمې نه دي چې ګواکې د ټېلېفون له لارې دا اداره خلکو ته مرسته ورکوي. دی وايي لکه د پخوا په څېر د دوی مرستې هغو اړمنو خلکو ته ورکول کېږي چې د سروې له پړاوه تېر شوي وي.

    نور معلومات
    next
  5. افغانستان

    د ملګرو ملتونو خوړو سازمان 'ډبلیو ایف پي' مسوولینو خبرداری ورکړی، که سملاسي اقدامات و نه شي، سږ ژمی به میلیونونه افغانان له لوږې سره مخامخ شي. مسوولین وايي، داسې احتمالي خطر شته چې ښايي د افغانستان نیمايي نفوس، نژدې ۲۲ اعشاریه اته میلیونه کسان د کافي خوړو له نه خوندیتوب او له پنځه کلنۍ د کم عمر نژدې درې اعشاریه دوه میلیونه ماشومان له کم خوراکۍ سره مخامخ شي.

    نور معلومات
    next
  6. په غیږ کې نیول

    هغو امریکایي ساینسپوهانو ته د طب او فیزیولوژۍ برخو کې د نوبل جایزه ورکول کېږي چې د دوو انسانانو غاړې وتلو (غېږ ورکولو) او همدا راز د انسان پر پوستکې د لمر وړانګو اغېز په اړه یې پلټنې کړې دي.

    نور معلومات
    next
  7. ملګري ملتونه، افغانستان، خواړه

    د ملګرو ملتونو له خوا له اسلام آباد نه مزار شریف او کندهار ته دبشردوستانه مرستو رسولو لپاره الوتنې بیا پیل شوې دي. د دې الوتنو مدیریت د ملګرو ملتونو خوړو نړیوال پروګرام کوي. د ملګرو ملتونو د سرمنشي انتونیو ګوتېرېش ویاند یسټفن دوجاریک وايي تراوسه درې الوتنې مزارشریف ته شوې دي.

    نور معلومات
    next
  8. افغانستان

    ملګرو ملتونو د افغانستان اووه میلیونو بزګرانو لپاره له نړیوالې ټولنې د سملاسي مرستو غوښتنه کړې. د ملګرو ملتونو خوړو خوندیتوب ادارې 'ایف اې او مسوولین وايي، افغانستان کې د روانې وچکالۍ له کبله نژدې ۱۵ میلیونه خلک اغېزمن دي، چې د خوړو له سخت کموالي سره مخامخ دي او سملاسي مرستو ته اړتیا لري.

    نور معلومات
    next
  9. Video content

    Video caption: موبایل کاریال کرنیزې ځمکې ساتلی شي؟

    ویتنام په نړۍ کې د وریجو له لویو تولیدوونکو او صادرونکو هېوادونو دی، خو د ځینو بزګرانو ژوند د سمندر اوبو د نفوذ له امله له ګواښ سره مخ دی.

  10. خوړو خوندیتوب

    د خوړو د خوندیتوب نړیوالې ورځې سره یو ځای د افغانستان د احصایې ملي اداره وايي چې د دغه هېواد شاوخوا ۶۰ سلنه یعنی ۱۹ میلیونه وګړي د خوړو خوندیتوب له نشتوالي سره مخ دي. د دغې ادراې په خبره، دا شمېر وګړي د منځنۍ او ډېرې کچې کالوري او پروټینو له کمښت او خوارځواکۍ سره مخ دي. بې وزلي، بېکاري، جګړې او نا امنۍ چې کورني بې ځایه شوي ورسره ډېرېږي او وچکالي په افغانستان کې د خوړو د خوندیتوب نشتوالي بنسټيز لاملونه یادېږي.

    نور معلومات
    next