پاکستان

  1. پوځ

    د پاکستاني پوځ د رسنیو دفتر (ای اېس پي ار) له لوري په یوه خپره شوې خبرپاڼه کې ادعا شوې، چې د خیبرپښتونخوا په چترال سیمه کې د افغان پوځ ۴۶ تنه سرتېري وسلوالو مخالفینو سره د جګړې پر مهال پر ډیورنډ کرښه ور اوښتي او پاکستاني پوځ پناه ورکړې ده. خو د افغانستان د امنیتي‌ او دفاعي ځواکونو عمومي ویاند اجمل عمر شینواري بي بي سي سره خبرو کې د پاکستاني پوځ دغه ادعا ناسمه او له حقیقته لېرې وبلله.

    نور معلومات
    next
  2. چین او پاکستان

    د چین او پاکستان بهرنیو چارو وزیران د افغانستان د سولې پر پروسې او بین الافغاني مذاکراتو خبرې کړې او د دې پروسې د ملاتړ ژمنه یې کړې ده. وانګ يي او شاه محمود قریشي چېنګدو ښار کې د خپلمنځي ستراتیژیکو خبرو اترو پر مهال ویلي د سیاسي جوړجاړي له لارې به افغانستان کې د دایمي سولې د ټینګښت هڅو ته دوام ورکوي.

    نور معلومات
    next
  3. محمد ندیم اشرف

    بي بي سي

    afghan

    په افغان حکومت کې یوې سرچینې د نوم نه ښودلو په شرط له بي بي سي سره هغه مالومات شریک کړي چې د سلسله علي خېل له تښتونې وروسته د افغان حکومت روایت او د دغې پېښې په تړاو پرمختګونه بیانوي.

    نور معلومات
    next
  4. غني

    افغان ولسمشر محمد اشرف غني تور لګولی چې وسلوال طالبان غواړي له پاکستانه د 'جیش محمد او لشکر طیبه' وسلوالو ډلو لس زره وسلوال افغانستان ته راولي. نوموړی وایي، طالبانو د القاعدې لپاره افغانستان وران کړ. طالبانو د افغان ولسمشر دا تورونه رد کړي او وایي، خپل ولس کې دننه کافي ملاتړ لري.

    نور معلومات
    next
  5. امیر علی

    د پاکستان سند ایالت یوه ښوونکي امیر علي نوم له دې کبله د ریکارډونو په نړیوال کتاب 'ګینیز بک اف ورلډ ریکارډز' کې شامل شوی، چې د کورنۍ نهه کسان یې په یوه نېټه یانې د اګست میاشتې پر لومړۍ زېږېدلي دي.

    نور معلومات
    next
  6. اردوغان

    پاکستان کې ځینې کسان د ترکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان د اسلامي نړۍ د (مرد مجاهد) په نامه یادوي، خو نن سبا د نوموړي همدا پاکستاني مینه وال ترې ګیله من ښکاري.

    نور معلومات
    next
  7. اتمر

    د افغانستان د بهرنیو چارو وزیر محمد حنیف اتمر له خپل پاکستاني سیال شاه محمود قریشي سره اسلام اباد کې د افغانستان د سفیر د لور د تښتول کېدو د قضیې په تړاو خبرې کړې دي. یوه اعلامیه کې راغلي چې ښاغلي اتمر له ښاغلي قریشي سره خبرو کې د دې قضیې په اړه د پاکستان د کورنیو چارو وزیر د څرګندونو په تړاو ژوره اندېشنه ښودلې.

    نور معلومات
    next
  8. غني

    افغان ولسمشر محمد اشرف غني حکم کړی چې په پاکستان کې د افغانستان سفیر او دیپلوماتان دې بېرته کابل ته ور وغوښتل شي. ولسمشر غني دا پرېکړه وروسته له هغه کړې چې د تېرې جمعې پر ورځ اسلام اباد کې د افغان سفیر نجیب الله علیخېل لور سلسله علیخېل وتښتول شوه او له څو ساعتونو شکنجې وروسته بېرته خوشې شوه. په ورته وخت کې د پاکستان د بهرنيو چارو وزارت د افغان حکومت له خوا له پاکستانه د افغان سفير او ديپلوماتانو د بېرته ورغوښتلو پر پرېکړه خپګان ښکاره کړی او له افغان حکومته يې هيله کړې چې په خپله پرېکړه غور وکړي.

    نور معلومات
    next
  9. اسلام اباد پولیس

    د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت وايي په پاکستان کې د افغان سفیر نجیب الله علي خېل لور سلسله علي خېل پرون ناپېژاندو وسله والو تښتولې او شکنجه کړې ده.

    نور معلومات
    next
  10. صالح

    د پاکستان حکومت د افغان ولسمشر د لومړي مرستیال امرالله صالح دا خبره رد کړه چې د پاکستان هوايي ځواک افغان ځواکونو ته خبرداری ورکړی چې له طالبانو د سپین بولدک نیولو لپاره هر ډول ګام به یې د دوی له مقاومت سره مخ شي. خو امرالله صالح د پاکستان دې غبرګون ته ځواب کې وايي، پاکستان تېر شل کلونه خپله خاوره کې د کوټې شورا او طالبانو د مشرانو شتون هم ردوي.

    نور معلومات
    next