کورونا وېروس

  1. لومړۍ وزیرې سانا مارین د قرنطین لارښود نه کتلو له کبله بښنه غوښتې

    د فنلډ لومړۍ وزیرې سانا مارین له هغه وروسته بښنه غوښتې چې د کوویډ - ۱۹ له یوه ناروغ سره له تماس وروسته کلب ته تللې وه.

    نور معلومات
    next
  2. د روغتیا نړیوال سازمان 'ډبلیو ایچ او' ساینسپوه سومیا سوامیناتن وايي، د پروسږ کال پرتله وضعیت بدل شوی

    د روغتیا نړیوال سازمان مسوولین وايي، نړیوال باید د کورونا وېروس له نوې بڼې د ډارېدو پر ځای باید چمتوالی ورته وکړي. د تازه رپوټونو له مخې د کورونا وېروس پر نوې بڼه اخته ناروغان اوس د نړۍ په نژدې ۴۰ هېوادونو کې موندل شوي دي.

    نور معلومات
    next
  3. واکسین

    د هند په سویلي کرناټک ایالت کې د دوو کسانو کورونا وېروس نوې بڼې اومېکرون معاینات مثبت ثابت شوي دي. هندي چارواکي وايي، دې کې یو ۶۶ کلن سړی له سویلي افریقا هند ته تللی او بېرته له دې هېواده وتلی دی. د روغتیا نړیوال سازمان له دې مخکې خبرداری ورکړی، چې د کورونا وېروس دا بڼه په خورا چټکۍ سره خپرېدای شي.

    نور معلومات
    next
  4. جرمني کې د کورونا واکسین

    په جرمني کې پریکړه شوې چې د کورونا وېروس د مخنیوي لپاره به هغه کسان عامه ځایونو کې نه پرېښودل کیږي چې واکسین یې نه وي کړی. د جرمني لومړۍ وزیرې انګېلا مېرکل دا پرېکړه د (( ملي پیوستون)) لړ کې یو ګام بللی دی.

    نور معلومات
    next
  5. کورونا

    د روغتیا نړیوال سازمان وايي، هغه کسان چې روغتيا یې ښه نه ده او د کورونا وېروس ضد واکسین یې نه دي بشپړ شوي، باید له سفر کولو ډډه وکړي.

    نور معلومات
    next
  6. Joe Biden

    په شمالي امریکا کې د کورونا وېروس نوې بڼې اومېکرون د اخته نویو ناروغانو له موندل کېدو وروسته د امریکا متحدو ایالتونو ولسمشر جو بایډن وايي، دا بڼه ''د اندېښنې وړ ده، خو د وېرې وړ نه ده.''

    نور معلومات
    next
  7. کورونا

    پاکستان حکومت د کورونا نوې بڼې مخنیوي لپاره د احتیاطي اقداماتو تر څنګ اندېښنه څرګنده کړې چې د نورې نړۍ په څېر د اومېکرون نومې بڼې مخنیوی پاکستان کې هم ګرانه چاره ده. د پاکستان پلان وزیر اسد عمر د روغتیا برخه کې د لومړي وزیر عمران خان له سلاکار فیصل سلطان سره ګډې خبري غونډې ته وویل، حکومت بېړنیز احتیاطي تدبیرونه کوي، خو د دې اقداماتو له کبله د کوویډ. نوې بڼې مخنیوی یوازې ''ستونځمنه نه ده، بلکې ناشونې چاره ده.

    نور معلومات
    next
  8. برطانیہ

    په اسرائيلو کې د کورونا وېروس د نوې بڼې اومېکرون د لومړنۍ مثبتې پېښې له ثبتېدو وروسته دې هېواد ته د ۱۴ ورځو لپاره د بهرنيانو پر ورتګ بنديز لګول شوی دی. د ځايي رسنيو د راپورونو له مخې د فدرالي کابينې له تصويب وروسته دغه بنديز د يکشنبې پر شپه پیلېږي.

    نور معلومات
    next
  9. فرودگاه

    د کورونا وېروس نوې بڼه اومېکرون چې پخوا په (B.1.1.529) نامه پېژندل کېده او لومړی ځل په جنوبي افريقا کې پېژندل شوې وه اوس يې پېښې د بريتانيا او بلجيم تر څنګ د اروپا په نورو هېوادونو کې هم موندل شوې دي. تر دې وړاندې په بوټسوانا، هانګ کانګ او اسرائيلو کې هم د کورونا وېروس پر دې بڼې اخته ناروغان ثبت شوې وو.

    نور معلومات
    next
  10. Passengers from South Africa flight being driven away to hotel quarantine at Schiphol airport

    د هغو ۶۱ کسانو کورونا معاینات مثبت ثابت شوي، چې دوو الوتنو کې له سویلي افریقا د هالنډ امسټردام ښار هوايي ډګر ته ورسېدل. دغه کسان اوس شیفهول هوايي ډګر ته نژدې یوه هوټل کې قرنطین شوي دي.

    نور معلومات
    next