برېښنايي وسايل

  1. DABS

    د افغانستان برېښنا شرکت وايي، د بغلان ولایت خنجان ولسوالۍ کې د افغان حکومت او طالبانو ترمنځ د جګړې له امله کابل ته د ورارداتي برېښنا تارونو د رغولو چاره ځنډېدلې ده. د برېښنا شرکت وايي، تخنیکي ډله یې د امنیتي وضعیت برابرېدو ته په تمه ده او زیاتوي، په دا مهال سالنګ کې د وارداتي برېښنا د دویمې پایې د لګولو کار چټک روان دی.

    نور معلومات
    next
  2. Video content

    Video caption: لمريزه دړې: کروندګرو ته د برېښنا نوې بڼه
  3. سوختوک بند

    د افغانستان د دایکندي مرستیال والي محمد علي روزګاني خواله رسنیو کې دا رپوټونه ردوي چې دغه ولایت کې سوختوک برېښنا بند د درز له امله له نړېدو سره مخ دی. سوختوک برېښنا بند د روانې اپرېل میاشتې پر اتمه ګټې ته وسپارل شو، خو لا یې رسمي پرانیسته نه ده شوې. خو له څو ورځو راهیسې خواله رسنیو کې دا خبره لاس په لاس کېږي چې سوختوک بند کې له رسمي پرانیستې مخکې درز پیدا شوی او د نړېدو له ګواښ سره مخ دی.

    نور معلومات
    next
  4. سهراب ضیا

    بی بی سی، دوشنبه

    نارک

    تاجکستان کې د اوبو کمېدو سره افغانستان ته د دغه هېواد صادراتي برېښنا هم کمه شوې ده. د تاجک برېښنا شرکت ویاند ناظر یادګاري وايي، تاجکستان پر ۲۰۱۹ کال یو میلیارد او ۴۵۸ میلیون کیلوواټ ګړۍ برېښنا افغانستان ته صادره کړې، خو پر ۲۰۲۰ کال یې ۹۲۵ میلیون کیلوواټ برېښنا دغه هېواد ته ور کړې.

    نور معلومات
    next
  5. د اورګاډي پټلۍ

    د افغانستان او ترکمنستان ترمنځ د اورګاډي پټلۍ (۳۰ کیلومتره)، نوري فایبر (۲۵۰۰ مېګا بایټه انټرنېټ) او برېښنا (۵۰۰ کیلو واټه برېښنا له اقینې تر شبرغان) درې پروژې پرانیستل شوې، چې ولسمشر محمد اشرف غني یې د سیمې له هېوادونو سره د افغانستان د نښلولو لپاره مهم بولي.

    نور معلومات
    next
  6. کابل

    د افغانستان برېښنا شرکت وايي، دغه هېواد ته د ازبکستان وارداتي برېښنا د تخنیکي ستونزو له امله پرې شوې. د دې تخنیکي ستونزې له امله د برېښنا په پرې کېدو سره کابل او اوه نور ښارونه تیاره شول. د ازبکستان وارداتي برېښنا د افغان ښارونو د روښانولو یوه اصلي سرچینه ده. افغانستان عادي حالت کې له ازبکستان ۴۵۰ میګا واټ برېښنا واردوي، خو وروستیو میاشتو کې تاشکند د خپلې کورنۍ اړتیا له مخې دا برېښنا ۱۵۰ میګاواټ کمه کړې ده.

    نور معلومات
    next
  7. برېښنا مزي

    د افغانستان برېښنا شرکت وايي له ازبکستان سره د برېښنا د یوه نوي تړون له مخې به له دغه هېواده په راتلونکو لسو کلونو کې په ثابته بیه برېښنا اخلي. دغه شرکت وايي، د راتلونکو لسو کلونو لپاره یې له ازبکستان یو کیلوواټ برېښنا په ۵ سنټه رانیولې ده چې څلور افغانۍ کېږي.

    نور معلومات
    next
  8. مخکې تر دې به کاغذي پېژندپاڼې د تایید لپاره د ارشیف له کتابونو سره د مطابقت لپاره کتل کېدې چې دې پروسې زیات وخت نیوه

    د افغانستان د احصايې او معلوماتو ملي ادارې اعلان کړی چې د تذکرو د تأیید لپاره یو مرکز پرانېستل شو څو د تذکرو (پېژندپاڼو) د تأیید پروسه چټکه شي.افغان دولت تذکره لرونکي اړ باسي، څو د پاسپورټ اخېستلو پرمهال خپلې تذکرې تأیید کړي.

    نور معلومات
    next