پوځي

  1. A Chinese jet bomber seen following the incursion of 52 planes into Taiwan's air defence identification zone - handout by Taiwan's defence ministry

    د تایوان دفاع وزیر ویلي، له چین سره یې د هېواد پوځي ترینګلتیا په تېرو څلورو لسیزو کې تر ټولو لوړې کچې ته رسېدلې ده. چیو کوچېنګ همدا راز خبرداری ورکړی چې د ۲۰۲۵ کاله به چین دا وړتیا ترلاسه کړي وي چې پر تایوان بشپړه ولکه وکړي. نوموړی دا څرګندونې وروسته له هغه کوي چې چین په تېرو څلورو ورځو کې رېکارډ شمېر جنګي جېټ الوتکې د تایوان هوایي حریم ته استولې دي.

    نور معلومات
    next
  2. Taliban fighters pose with weapons at a fairground on 28 September, 2021

    امریکايي جنرالانو سنا مجلس ته د مالوماتو ورکولو په دویمه ورځ وویل، د دوحې تړون پر افغانستان د طالبانو د بیا واکمنېدو لامل شو.. د امریکا او طالبانو ترمنځ د دوحې تړون چې د ۲۰۲۰ کال په فبرورۍ کې لاسلیک شو له افغانستانه یې د امریکايي ځواکونو وتلو ته نیټه وټاکله. خو پخواني افغان حکومت او ګڼو امریکایي سیاستوالو دا تړړون غندلی.

    نور معلومات
    next
  3. جنګ

    د پاکستان پوځ کې یوې جګپوړې سرچینې بي بي سي ته ویلي،‌ پاکستان افغان طالبانو ته د افغان بوځ د روزنې او بیا منظمولو برخه کې د مرستې وړاندیز کړی دی.‌ سرچینه وایي،‌ په دې اړه د پاکستاني چارواکو او افغان طالبانو ترمنځ خبرې هم شوې دي.‌ افغان طالبانو لا په دې اړه څه نه دي ویلي، خو اوسني لوی درستیز قاري فسیح الدین بدخشاني څه موده وړاندې د افغان پوځ د بیا منظمولو خبره کړې وه.

    نور معلومات
    next
  4. A UK Astute Class nuclear-powered submarine

    امریکا، بریتانیا او اسټرالیا په هندي ارام سمندر کې د چین د اغېز کمولو لپاره خپلو منځو کې تاریخي امنیتي تړون اعلان کړی.‌ د دې تړون له مخې به اسټرالیا په لومړي ځل اجازه ولري چې په هستوي وسلو سمبال اوبتلونه تولید کړي، د دې چارې لپاره به امریکا تکنالوژي ورکوي.‌ دې تړون ته د (اوکوس) نوم ورکړل شوی او له مخې به یې د مصنوعي څیرکتیا، انټرنیټي امنتیت او انرژۍ برخه کې هم همکاري‌ کېږي. خو په واشنګټن کې د چین سفارت دا اعلان غندلی او درې واړه هېوادونه یې تورن کړي چې لا هم د سړې جګړې ذهنیت لري او ایدیولوژیک تبعیض کوي.‌‌

    نور معلومات
    next
  5. .

    پر افغانستان رسنیو خپرو شویو ځینو ویډیوګانو کې ښکاري چې طالب وسلوالو ظاهراً پنجشېر ولایت کې صحرایي محاکمه ترسره کړې. په یوه ویډیو کې چې پر خواله رسنیو ډېره لاس په لاس شوې ښکاري چې طالب وسلوالو یو کس، چې نیمه پوځي کالي یې پر تن دي خو وسله نه لري، د سړک پر غاړه په ډزو وژني. خو د عبدالحق وثیق په نامه د طالبانو یو ویاند بي بي سي سره خبرو کې دا تورونه په کلکه رد کړي دي.

    نور معلومات
    next
  6. احمد مسعود

    د طالبانو مخالفې 'ملي مقاومت جبهې' مشر احمد مسعود پر افغانانو غږ کړی چې د ټول هېواد په کچه د طالبانو پر ضد 'ملي پاڅون' وکړي. نوموړي دوشنبه ماسپښین په یوه غږیز پیغام کې ویلي، د طالبانو پر ضد مقاومت به دوام لري او، د ده په وینا، هېڅ ځواک د ولس د ارادې پر وړاندې نشي‌ درېدلی. د نوموړي له دې څرګندونو یوازې څو ساعته وړاندې طالبانو ادعا وکړه چې پنجشېر ولایت یې هم له مخالفینو نیولی دی. خو د ملي مقاومت جبهې دا ادعا رد کړې ده او وایي، د یاد ولایت ستراتیژیکې برخې لا هم دوی سره دي. ‌

    نور معلومات
    next
  7. پنجشېر

    وسلوالو طالبانو دوشنبه سهار ادعا کړې چې پنجشېر ولایت یې له مخالفینو نیولی او په دې توګه پر ټول هېواد په بشپړه توګه واکمن شوي دي. د دې ډلې ویاند ذبیح الله مجاهد په یوه لنډه اعلامیه کې ویلي، پنجشېر کې د مخالفینو ځینې مشران ځپل شوي او نور یې تښتېدلي دي. خو پنجشېر کې د ملي مقاومت جبهو ته نږدې سرچینو د طالبانو دا ادعا رد کړې ده او ټینګار کوي چې د یاد ولایت ستراتیژیکې برخې لا هم له دوی سره دي.

    نور معلومات
    next
  8. افغانستان

    په پنجشېر کې د طالبانو پر وړاندې د سیمه ییزو وسلوالو مخالفینو یا د (ملي مقاومت جبهې) ویاند فهیم دشتي وايي، په غره کې د یوې چاودنې له کبله په دشت ریوت سیمه کې طالبان محاصره شوي دي. نوموړی زیاتوي د طالبانو ټول تجهیزات او وسایط ځای پر ځای جامد پاتې دي. نوموړی زیاتوي په خاواک کوتل سیمه کې هم سخته جګړه روانه ده. خو بل لور ته طالبانو تر اوسه په دې هکله څه نه دي ویلي.

    نور معلومات
    next
  9. جنذال فیض

    د پاکستان پوځي استخباراتو 'ای اېس ای' مشر جنرال فیض حمید شنبه سهار افغان پلازمېنې کابل ته رسېدلی دی. د پاکستاني رسنیو په وینا، نوموړی به د دې سفر پر مهال له طالب چارواکو سره ګوري او د راتلونکو تجارتي او امنیتي اړیکو او موضوعاتو په اړه به ورسره خبرې کوي. پاکستانۍ رسنۍ دا هم وایي چې نوموړی د طالبانو په بلنه کابل ته تللی، خو د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد بي بي سي ته وویل، دا سفر د پاکستاني لوري په غوښتنه شوی.

    نور معلومات
    next
  10. طالبان، داعش، افغانستان

    د امریکا د متحده ایالتونو د پوځ لوی درستیز وايي، طالبان یوه بېرحمه ډله ده او لا معلومه نه ده چې بدل به شي که نه، خو په عین حال کې دا هم وایي چې د اسلامي دولت نومې ډلې په ځپلو کې، ښايي له طالبانو سره همغږي وکړي.

    نور معلومات
    next