جنوبي (سويلي) افريقا

  1. EPA

    د سوېلي افریقا پخواني ولسمشر جیکوب زوما چې له محکمې د سرغړونې له امله پر ۱۵ میاشتې بند محکوم شوی بېګا شپه یې ځان پولیسو ته تسلیم کړ او زندان ته لاړ. ټاکلې وه د یکشنبې په ورځ بند ته لاړ شي، خو ملاتړو یې له کور انساني دېوال جوړ کړ، ځکه پولیسو د چارشنبې تر نیمې شپې وخت ور کړی او ګواښلی یې و، که زندان ته لاړ نه شي، په زور به ونیول شي.

    نور معلومات
    next
  2. خلک

    د سوېلي افریقا حکومت وايي، میاشت مخکې موندل شوې ډبرې الماس نه، بلکې کوارتز دي او ارزښت یې هم تر الماس په ځلونو کم دی. یو شپون اولنی کس و چې دا ډبرې یې د کوازولو-ناتال ولایت غرونو په کواه لاتي کلي کې وموندلې او د دې خبر خپرېدو پسې زرګونه خلک دغه کلي ته په منډه ورغلل چې نور الماس ومومي.

    نور معلومات
    next
  3. Three women dressed in traditional dresses of the Harari culture of eastern Ethiopia

    د تونس له مظاهرو په ګانا کې د میلیونونه ونو تر کرلو او د نړۍ په لوبو کې د افریقايي اتلانو تر ګډون، د تېرې اونۍ د افریقا دا ټول غوره شوي انځورونه راخیستل شوي دي.

    نور معلومات
    next
  4. د ګوسیامي تهامارا ستولي

    په سویلي افریقا کې یوې مېرمن ۱۰ ماشومان زېږولي چې کېدای شي نړیوال ریکارډ وبلل شي.

    نور معلومات
    next
  5. بورکینا

    د بورکینافاسو شمال ته پر یو کلي د وسلوالو برید کې تر ۱۳۲ ډېر کسان وژل شوي. چارواکي دا پېښه وروستیو کلونو کې تر ټولو بده بولي. کومې وسلوالې ډلې لا د دې برید مسوولیت نه دی منلی، خو اسلامي توندلاري دغه هېواد په تېره سرحدي سیمو کې یې تر ډېره بریدونه کوي. د بورکینافاسو ولسمشر روک کابورا د درې ورځو ملي ماتم اعلانولو سره خپل ټوېټر کې زیاتوي: "موږ باید د شري وسلوالو پرضد یو موټی ودرېږو."

    نور معلومات
    next
  6. Video content

    Video caption: هیجاني بایسکل ځغلونه

    اسپانوي بایسکل ځغلوونکي بینوینیډو اګواډو په غرنۍ بایسکل ځغلونه کې په هوا کې د ۳۰ متره ټوپ وهلو ریکارډ مات کړی. په سوېلي افریقا کې ‌نورو بایسکل ځغلوونکو هم دې سیالۍ کې ګډون کړی.

  7. زولو

    د سویلي افریقا په جاهنسبورګ کې د زولو قوم غړي د دې لپاره په خپلو دودیزو جامو کې واټونو ته راوتلي چې د ملکې مانتفومبي مادلامیني زولو پر مړینه خواشیني څرګنده کړي. ۶۵ کلنه مادلامیني تېره میاشت تر هغې وروسته د زولو لنډمهاله نائب السلطنه وټاکل شوه چې د سویلي افریقا د دغه سلطنت پاچا ګوډویل زوېلیتیني د کوویډ-۱۹ ناروغۍ له کبله ومړ.

    نور معلومات
    next
  8. غبرګوني

    تازه څېړنې ښيي چې نړۍ کې د غبرګونو زېږون تر پخوا ډېر شوی او شمېر یې هم اوج ته رسېدلی دی. اوس هر کال نړۍ کې ۱ اعشاریه ۶ میلیون غبرګوني پیدا کېږي او په هرو ۴۲ کې یو زېږون غبرګونی وي.

    نور معلومات
    next
  9. ګینه

    استوايي ګینه کې څو پرله پسې چاودونو لږ تر لږه ۲۰ کسان وژلي دي. دا پېښه د دغه هېواد تر ټولو ستر ښار باتا کې د یوې پوځي اډې شاوخوا شوې او ویل کېږي تر ۵۰۰ ډېر کسان پکې ټپي شوي هم دي.

    نور معلومات
    next
  10. پاتریس نګایسونا

    د مرکزي افریقا جمهوریت د فوټبال فدراسیون پخوانی مشر پاتریس نګایسونا د جرمونو نړیوالې محکمې ته انکار کړی چې ګنې جنګي جرمونو او د مسلمانانو وژلو مشرۍ کې یې لاس درلود.

    نور معلومات
    next