ماشوم سره ناسم چلند

  1. وټس اپ

    وټس اپ د یوې نوې ځانګړنې اضافه کولو په درشل کې دی چې یو عکس او وېډیو به تر یو ځل کتلو وروسته د ګرځنده ټیلیفونونو له وټس اپ کاریال (اپلیکېشن) ړنګېږي.

    نور معلومات
    next
  2. د کندهار پنجوايي کې بې ځایه شوي.

    د ماشومانو ژغورلو موسسه (Save the Children) وايي تېرې دوه میاشتې "جون او جولای" افغانستان کې ۸۰ زره ماشومان د جنګ جګړو له کبله له خپلو مېنو بې ځایه شوي دي. دا اداره خبرداری ورکوي چې دغه ماشومان اوس خوراکتوکو، سرپناه او درملو ته جدي اړتیا لري.

    نور معلومات
    next
  3. Video content

    Video caption: د کډوالو ماشومانو کمپ کې 'زړه بوږنوونکی' وضعیت

    د کډوالو ماشومانو کمپ کې 'زړه بوږنوونکی' وضعیت

  4. محمد ندیم اشرف

    بي بي سي

    ویل کېږي، ځينې قربانیان له وېرې او شرمه هم د جنسي تاو تریخوالي موضوعات نه ثبتوي (ارشیف تصویر)

    په جګړو کې د جنسي تاوتریخوالي له منځه وړلو نړیوالې ورځې په مناسبت په افغانستان کې د بشري حقونو بنسټونه او فعالان د جګړو له ډېرېدو سره د جنسي تاوتریخوالي د پخوانیو تجربو د تکرار په اړه اندېښنې لري. د شمېرو له مخې په جګړو کې د جنسي تاوتریخوالی ډېری قربانیان ښځې دي. نن د جون ۱۹مه ده چې په جګړو کې د جنسي تاوتریخوالي د لمنځه وړلو نړیواله ورځ ده.

    نور معلومات
    next
  5. Video content

    Video caption: 'موږ په هره کچه وځورېدو'

    په کاناډا کې له ۲۴ ساعته ښوونځي یوه ژغورل شوې بومي اوسېدونکې جیرالدین لي شینګوس وايي د ساسکچوان کې په یوه ښوونځي کې سخته ځورول شوې

  6. کوواکس

    هند کې د کورونا وبا کړکېچ د دې لامل شوی چې د کورونا واکسین د برابر او عادلانه ویش 'کوواکس' پروګرام له خپل پلان ۱۴۰ میلیون ډوزه شا ته پاتې شي. د هند سیروم انسټیټیوټ چې کوواکس پروګرام لپاره د واکسین تر ټولو ستر تامینوونکی و، له دغه هېواده د کورونا واکسین پر صادراتو د بندیز له کبله نه دی توانیدلی چې کوواکس سره خپله ژمنه عملي کړي.

    نور معلومات
    next
  7. مالي

    یوې ماليایۍ ښځې په یو ځل نهه ماشومان زېږولي چې ډاکتران یې نادره پېښه ګڼي. د مالي روغتیا وزېرې فنتا سیبي په یوه اعلامیه کې ویلي ۲۵ کلنې حلیمه سیسې د سې شنبې پر ورځ د مراکش په یوه روغتون کې ۵ لوڼې او ۴ زامن وزېږول.

    نور معلومات
    next
  8. SNS

    کابل کې پولیسو یو کس پر یوې ۹ کلنې ماشومې د جنسي تېري په تور نیولی دی. دا پېښه پرون دوشنبه "د وري/حمل ۲مه" د کابل د دریمې ناحیې اړوند په کارته سخي سیمه کې شوې ده. د کابل د امنیه قوماندانۍ ویاند فردوس فرامرز پر خپله فېسبوک پاڼه لیکلي چې د تورن کس "دوسیه به د څېړنو له بشپړېدو وروسته عدلي او قضايي بنسټونو ته" وسپارل شي.

    نور معلومات
    next
  9. د ماشومانو زیږون کم شوی

    د هغو لپاره چې فکر یې کاوه قرنطین به د واده شویو لپاره د دې لامل شي چې هغوی به د اولاد له زیږون پرته بل کار و نه لري، یو حیرانونکی خبر دی - د ماشومانو زیږون زیات نه بلکې کم شوی دی.

    نور معلومات
    next
  10. ښوونځي

    د بریتانیا حکومت وايي، له ۱۲ کلونو په ډېر عمره افغان نجونو ښوونځیو کې د ترانې ویلو محدودیت به سملاسي وارزوي، ځکه دا محدودیت پر هغو ښوونځیو هم پلی کېږي چې بریتانیا یې مالي ملاتړ کوي. پرون د افغانستان د انساني حقونو خپلواک کمېسون هم وویل، ښوونه روزنه او هنري فعالیت د هر انسان بنسټیز حق دی او د دې حق هر ډول محدودیت د ماشومانو د ملاتړي قانون، د افغانستان اساسي قانون او بشري حقونو خلاف ګڼل کېدی شي.

    نور معلومات
    next