چین

  1. چین امریکا

    د چین بهرنیو چارو وزارت د امریکا ولسمشر جو بایډن وروستیو څرګندونو ته په اشارې سره له امریکا متحدو ایالتونو غوښتي چې ''د تایوان په هکله باید هر ګام په احتیاط پورته کړي.'' ولسمشر بایډن پرون ویلي و، که چین پر تایوان برید وکړي، امریکا به د تایوان دفاع وکړي.

    نور معلومات
    next
  2. بایډن

    د امریکا متحدو ایالتونو ولسمشر جو بایډن وايي، د چین د برید په صورت کې به له تایوانه دفاع وکړي. د نوموړي دا څرګندونه په ظاهره له له یوه اوږدمهاله دریځه اوښتل بلل کېږي. له ولسمشر بایډن پوښتنه وشوه، چې ایا امریکا به د تایوان دفاع وکړي؟ نوموړي په ځواب کې وویل: ''هو موږ دا ژمنه کړې، چې داسې به کوو.''

    نور معلومات
    next
  3. جیمز کلیټون

    شمالي امریکا کې د تکنالوژۍ برخې خبریال

    قران مجید اپ

    اپل شرکت بي بي سي ته منلې چې د چینايي چارواکو په غوښتنه یې په چین کې د قران کریم تر ټولو مشهور اپلیکشن غیر فعال کړی دی.

    نور معلومات
    next
  4. چین کې سیلاونه

    د ځايي رسنیو د رپوټونو له مخې د چین شمال کې د شانشي په ولایت کې یو اعشاریه ۷۶ میلیونه وګړي د سیلابونو له امله زیانمن شوي دي. د دغه ولایت په ۷۰ ولسوالیو کې د موسمي بارانونو له امله سیلاونه راوتلي، کورونه نړیدلي او ځمکې ښوېدلي دي. دا په داسې حال کې ده چې څه کم درې میاشتې مخکې هم د سختو بارانونو له امله سیلاونو کې څه باندې ۳۰۰ کسان په چین کې مړه شول.

    نور معلومات
    next
  5. Video content

    Video caption: د چين او تايوان ناندرۍ: د تايوان ولسمشرې د چين د ولسمشر وينا ته غبرګون ښودلی
  6. Taiwanese President Tsai Ing-wen gestures during the Taiwan National Day celebrations in Taipei, Taiwan, 10 October 2021.

    د تایوان ولسمشره څای اینګ وین وايي، هېواد به یې د چین فشار پر وړاندې ټیټ نه شي او ولسواکۍ ته به ژمن پاتې شي. له چین سره د تاو تریخوالي له ډېرېدو سره هممهاله ولسمشره اینګ وین وايي: ''زموږ د لاسته راوړنو له ډېرېدو سره سم پر موږ د چین له لوري فشار ډېرېږي.''

    نور معلومات
    next
  7. شي

    د چین ولسمشر شي جین پینګ وايي، له تاییوان سره د 'بیا یو ځای کېدو' بهیر باید 'بشپړ' شي. نوموړی وايي، دغه یو ځای کېدل به سوله ییز وي، خو خبرداری یې ورکړ چې د چین خلک له بېلتون پالنې سره د مخالفت یو ''پرتمین دود لري.''

    نور معلومات
    next
  8. A Chinese jet bomber seen following the incursion of 52 planes into Taiwan's air defence identification zone - handout by Taiwan's defence ministry

    د تایوان دفاع وزیر ویلي، له چین سره یې د هېواد پوځي ترینګلتیا په تېرو څلورو لسیزو کې تر ټولو لوړې کچې ته رسېدلې ده. چیو کوچېنګ همدا راز خبرداری ورکړی چې د ۲۰۲۵ کاله به چین دا وړتیا ترلاسه کړي وي چې پر تایوان بشپړه ولکه وکړي. نوموړی دا څرګندونې وروسته له هغه کوي چې چین په تېرو څلورو ورځو کې رېکارډ شمېر جنګي جېټ الوتکې د تایوان هوایي حریم ته استولې دي.

    نور معلومات
    next
  9. چین

    افغانستان کې د چين سفير وانګ يو، بګرام کې د چينايي ځواکونو د حضور په تړاو ناتاييد شوي خبرونه رد کړي او ګنګوسې يې بللي. تېرو دوو ورځو کې پر خواله رسنيو داسې خبرونه خپاره شول چې گواکې د چين پوځي الوتکې د بگرام په هوايي ډګر کې ناستې او بيا بېرته الوتې دي. چين له طالبانو سره ښه اړيکي پالي او د دغه هېواد سفارت يو له په ګوتو شمېر استازوليو دى چې لا هم کابل کې فعال دی.

    نور معلومات
    next
  10. چین

    طالب چارواکي وایي، د چین لخوا د ژمنیو بشري مرستو لومړۍ جوپه د چارشنبې پر ورځ افغان پلازمېنې کابل ته رسېدلې او طالب چارواکو ته سپارل شوې ده. دې مرستو کې څلور زره کمبلې او ۳۷۰۰ ګرم جاکټونه شامل دي، او کابل کې د چین د سفیر لخوا د طالبانو د کډوالو او بېرته ستنېدونکو چارو وزیر خلیل الرحمن حقاني ته وسپارل شوې. نړیوالې مرستندویه ادارې خبرداری ورکوي چې دا مهال میلیونونه افغان وګړي د خواړو له کمښت سره مخ دي او مناسبه سرپناه نه لري.

    نور معلومات
    next