پښتو

  1. عاطفي

    د افغانستان سوېل لوېدیځ ته د روزګان ولایت په چوره ولسوالۍ کې بېګا مشهور تاریخپوه او لیکوال عبدالله عاطفي له خپل کوره نامالومو کسانو اېستلی او وژلی دی. د روزګان والي وايي طالبانو عبدالله عاطفي وژلی، خو طالبان وايي د نوموړي په وژلو کې دوی لاس نه لري، خو څېړنه به وکړي.

    نور معلومات
    next
  2. ذبیح الله رحیمزی

    ننګرهار

    ایوب استاد

    نوم یادی سندرغاړی ايوب استاد چې له نژدې یوې لسيزې راهيسې ناروغ و، نن سې شنبه یې په جلال اباد کې د ۹۵ کالو په عمر د ژوند پور پرې کړ.

    نور معلومات
    next
  3. عثمان کاکړ

    د پښتون ساستوال عثمان خان کاکړ جنازه نن چارشنبه د هغه پلرني ټاټوبي مسلم باغ کې وشوه. د جنازې په مراسمو کې د پاکستان یو شمېر سیاستوالو او د ښاغلي کاکړ زرګونو پلویانو ګډون وکړ. په ورته وخت کې د افغانستان ملي امنیت شورا ویلي، پاکستاني چارواکو د افغان حکومت پلاوي ته د عثمان خان کاکړ په جنازه کې د ګډون اجازه نه ده ورکړې.

    نور معلومات
    next
  4. Video content

    Video caption: پېښور کې د پښتو ژبې کورس

    په پېښور پوهنتون کې د پښتو اکېډمي له لسیزو راهیسې فعاله ده، خو اوس د دې اکېډمۍ له چوکاټ بهر هم د ځوانو محصلینو لپاره د پښتو ژبې کورس پیل شوی دی.

  5. عثمان کاکړ، پښتونخوا

    د پښتونخوا ملي عوامي ګوند د بلوچستان ایالتي صدر او پخواني سناتور عثمان خان کاکړ د کراچۍ په اغاخان روغتون کې ساه ورکړه. د دې ګوند یو سیاستوال یوسف کاکړ په اغاخان روغتون کې خپلو پلویانو ته وینا کې اعلان وکړ، چې عثمان خان کاکړ "نور له موږ سره نشته." د عثمان کاکړ زوی خوشحال کاکړ وایي، پلار یې وژل شوی او دوی پوهېږي چې دا کار چا کړی. له دې وړاندې محمود خان اڅکزي ویلي وو، عثمان کاکړ تشناب کې پرېوتلو له کبله ټپي شوی و.

    نور معلومات
    next
  6. منظور پښتین د ۲۰۲۰ کال جنورۍ کې ونیول او بیا همغه میاشت کې خوشی شو.

    پاکستان کې د پښتون ژغورنې غورځنګ مشر منظور پښتین او څو نور غړي یې چې د پاکستان پولیسو نیولي وو، بېرته خوشي شول. ښاغلی پښتین او ملګري یې د جمعې په ورځ سهار د پښتونخوا کوهاټ کې پولیسو هغه مهال ونیول، چې په یوه پرلت کې د ګډون لپاره بنو ته روان وو. د منظور پښتین د نیول کېدو د لامل په هکله پولیسو څه نه دي ویلي.

    نور معلومات
    next
  7. عزیزالله خان

    بي بي سي پېښور

    دلیپ کمار

    "زه باوري یم چې کور او محله مې هلته په خپل ځای موجو دي." دا هغه خبرې دي چې د هند د بالیووډ وتلي ستوري دلیپ کمار د پېښور له قصه خوانۍ تر ستنېدو وروسته کړې وې.

    نور معلومات
    next
  8. Video content

    Video caption: د دير تاريخ ته کتنه
  9. Video content

    Video caption: د اولیاوو ښار کې پسرلي مېله

    د غزني ښار په څنډه او د غره په ډډه کې د تاریخي منارونو لاندې ځینې ځوانان د پسرلي په راتلو سره راغونډ شوي او یوه لوی ټیپ کې د سندرو کېسټ چالانه ده او دوی ورته اتڼ کوي.

  10. خدای نور ناصر

    بي بي سي اسلام اباد

    محسن داوڑ

    د خیبر پښتونخوا ایالت د بنو په جاني خېلو کې تر یوې اوونۍ پرلت وروسته نن یکشنبه دغو پرلتوالو د پلازمېنې اسلام اباد پر لور له څلورو مړیو سره لاریون پیل کړی او اوس بنو ته رسېدلي. د پښتون ژغورنې غورځنګ یو شمېر فعالان وايي، منظور پښتین او محسن دوړ دواړه نیول شوي، خو پولیس تراوسه د دوی نیول نه دي تاييد کړي.

    نور معلومات
    next