کوټه

  1. پاکستان

    په کوټه ښار کې د یوې بمي چاودنې له کبله د پاکستاني نیمه پوځي ځواک (ایف سي) څلور سرتېري وژل شوي او د امنیتي ځواکونو د ۱۶ کسانو په ګډون ۱۸ کسان ټپیان شوي دي. د پاکستاني طالبانو تنظیم تحریک طالبان پاکستان وايي، دا برید دوی کړی دي.

    نور معلومات
    next
  2. محمد کاظم

    بي بي سي کوټه

    کوئٹہ

    د بلوچستان مرکز کوټه کې د پاکستاني پوځ د ګاډو سره نږدې چاودنه کې د شپږو سرتېرو د ټپي کېدو خبره کېږي. پېښه فاطمه جناح پارک سره نږدې پر هوايي ډګر سړک شوې ده. صوبايي کورنیو چارو وزیر میرضیاالله لانګو بي بي سي ته وویل، پېښه کې شپږ پوځیان ټپي شوي چې د دوو حالت نازک دی. هغه زیاته کړه، د پوځ د شپږو ګاډو کاروان له هوايي ډګر د ښار په لور روان و چې پارک ته نږدې په موټر سیکل کې ايښي باروت وچاودل.

    نور معلومات
    next
  3. محمد کاظم

    بي بي سي اردو ډاټ کام، کوټه

    عثمان کاکړ

    پښتونخوا ملي عوامي ګوند ادعا کوي چې د دغه ګوند صوبايي مشر عثمان خان کاکړ وژل شوی دی او دوی سره دې لړ کې کافي ثبوتونه شته. یو شمېر نورو ځايي سیاسي ګوندونو هم د یاد ګوند ملاتړ کړی او د بلوچستان صوبايي حکومت وايي، د پېښې په هکله به څېړنه کوي.

    نور معلومات
    next
  4. عثمان کاکړ

    د پښتون ساستوال عثمان خان کاکړ جنازه نن چارشنبه د هغه پلرني ټاټوبي مسلم باغ کې وشوه. د جنازې په مراسمو کې د پاکستان یو شمېر سیاستوالو او د ښاغلي کاکړ زرګونو پلویانو ګډون وکړ. په ورته وخت کې د افغانستان ملي امنیت شورا ویلي، پاکستاني چارواکو د افغان حکومت پلاوي ته د عثمان خان کاکړ په جنازه کې د ګډون اجازه نه ده ورکړې.

    نور معلومات
    next
  5. چاودنه

    د بلوچستان مرکز کوټې په سرینا هوټل کې د چاودنې له امله څلور کسان ووژل او یوولس ټپیان شول. د بلوچستان د کورنیو چارو وزیر میر ضیاالله لانګو له بي بي سي سره خبرو کې وویل، چاودنه د هوټل پارکېنګ کې شوې ده. دا چاودنه په داسې مهال ده چې د چین سفیر کوټې ته تللی، خو چارواکي وايي، نوموړی د چاودنې پر مهال سرینا هوټل کې نه و.

    نور معلومات
    next
  6. چمن بلوچستان

    رپوټونو کې ویل شوي، ډېورنډ کرښې ته څېرمه د بلوچستان چمن سیمه کې سپین بولدک او چمن تر منځ د تړلې لارې خلاف احتجاج کوونکو او د بلوچستان حکومت تر منځ د خبرو له بریالیتوب وروسته احتجاج کوونکو هلته له ۶۲ ورځو راهیسې روان پرلت پای ته رسولی.

    نور معلومات
    next