منظور پښتین

  1. غورځنګ

    د پښتون ژغورنې غورځنګ نن سه شنبه د سویلي وزیرستان په مکین کې لویه ولسي جلسه وکړه چې زرګونو کسانو پکې ګډون وکړ.‌ یادې جلسې ته د غورځنګ مشر منظور پښتین او ګڼو نورو مخکښو مشرانو او غړو ویناوې وکړې.

    نور معلومات
    next
  2. منظور پښتین د ۲۰۲۰ کال جنورۍ کې ونیول او بیا همغه میاشت کې خوشی شو.

    پاکستان کې د پښتون ژغورنې غورځنګ مشر منظور پښتین او څو نور غړي یې چې د پاکستان پولیسو نیولي وو، بېرته خوشي شول. ښاغلی پښتین او ملګري یې د جمعې په ورځ سهار د پښتونخوا کوهاټ کې پولیسو هغه مهال ونیول، چې په یوه پرلت کې د ګډون لپاره بنو ته روان وو. د منظور پښتین د نیول کېدو د لامل په هکله پولیسو څه نه دي ویلي.

    نور معلومات
    next
  3. شمایله جعفري

    بي بي سي اسلام اباد

    پشتین

    د ۲۰۱۸ کال د جنورۍ پر ۱۳ د سیند په مرکز کراچۍ کې سهار "له پولیسو سره جعلي مقابله" کې د سوېلي وزیرستان د څلورو ځوانانو وژل کېدو خبره وشوه. په وژل شویو کې یو نقیب الله مسید و چې د ځايي پولیسو د مشر راو انوار په خبره، دغه ځوان او نور ملګري یې د پاکستان طالبانو غورځنګ، جنګوي لښکر او داعش په څېر ترهګرو ډلو مرستندوی وو.

    نور معلومات
    next
  4. وزیر

    د پښتون ژغورنې غورځنګ یو مشر او د پاکستان د قامي اسمبلۍ غړي علي وزیر د کورنۍ غړي، د غورځنګ یو شمېر ملاتړي او همدا راز د پښتونخوا ملي عوامي پارټۍ مشران وایي، له یو شمېر سرچینو یې خبر ترلاسه کړی چې د علي وزیر ژوند په خطر کې دی. د پاکستان حکومت تر دې دمه په دې اړه څه نه دي ویلي.

    نور معلومات
    next
  5. منظور

    د پښتون ژغورنې غورځنګ مشر منظور پښتین وایي، د پاکستان ریاست باید د هغو زرګونو لادرکو پښتنو په اړه سپیناوی وړاندې کړي چې له کلونو راهیسې یې مړی ژوندی نه دی مالوم. ښاغلي‌ پښتین د جمعې پر ورځ د بلوچستان په چمن کې یوې ولسي غونډې ته وویل، په پاکستان کې اته زره پښتانه بې درکه دي او برخلیک یې نه دی مالوم.

    نور معلومات
    next
  6. خدای نور ناصر

    بي بي سي، اسلام اباد

    پښتین

    د پښتون ژغورنې غورځنګ مشر منظورپښتین له بي بي سي سره یوې ځانګړې مرکه کې د پاکستان حکومت له لوري غورځنګ سره د خبرو وړاندیز ته په غبرګون کې ویلي، دوی خبرو ته چمتو دي، خو باید حکومت ورسره جامع او بامقصده خبرې اترې وکړي. نوموړی وایي، د خبرو وړاندیز سره سره یې پر ملګرو بریدونه کېږي

    نور معلومات
    next
  7. پښتین

    د پښتون ژغورنې غورځنګ مشر منظور پښتین هغه رپوټونه تائید کړي چې نوموړی په کورونا وېروس اخته شوی دی. یوه ورځ وړاندې د غورځنګ بل مشر او د پاکستان د قامي اسمبلۍ غړی علي وزیر هم په کورونا وېروس اخته شوی و.

    نور معلومات
    next