کورنى تاوتريخوالى

  1. جنګ

    په افغانستان کې د روانو جنګ جګړو په لړ کې افغان حکومت وايي، شمال کې یې د سمنګان ولایت درې صوف بالا ولسوالۍ نن (دوشنبه) سهار بېرته له طالبانو نیولې ده. د ځايي امنیتي چارواکو لخوا رسنیو ته لېږل شویو تصویرونو کې ښکاري چې ګڼ شمېر امنیتي ځواکونه او ولسي پاڅونوال په هغه سیمه کې سره راټول دي چې ویل کېږي تازه له طالبانو نیول شوې ده.

    نور معلومات
    next
  2. Video content

    Video caption: هغه ښځه چې مېړه یې پر مخ ډز وکړ خو تسلیم نه شوه

    هغه ښځه چې مېړه یې پر مخ ډز وکړ خو تسلیم نه شوه

  3. هرات

    د افغانستان لوېدیځ هرات ولایت چارواکي وايي، د ادرسکن ولسوالۍ په ګډون په ټول هرات ولایت کې د سېلابونو له امله ۲۲ کسان مړه شوي دي. په مړو شویو کې سړي، مېرمنې او ماشومان هم دي او لس ماشومان لاهم ورک دي.

    نور معلومات
    next
  4. داعش

    اسلامي دولت یا داعش د عراق پلازمېنه بغداد کې د پرونیو دوو ځانمرګو بریدونو مسوولیت ومانه چې ۳۲ کسان پکې ووژل او تر سلو ډېر ټپیان شول. دې ډلې خپل تلګرام اعماق کې ویلي، برید کې یې شیعه یان په نښه کړي وو.

    نور معلومات
    next
  5. خلیلزاد

    د افغانستان د سولې بهیر لپاره د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ځانګړی استازی زلمی خلیلزاد وايي د افغانستان "اسلامي جمهوریت او طالبان باید د خپلو خلکو د غوښتنو درناوی وکړي او هر څومره ژر چې شونی وي، یوه سیاسي توافق ته ورسیږي". خلیلزاد زیاته کړې "په ډېرو افغانانو کې چې سولې او امنیت ته اړتیا او هیله لري، بین الافغاني جګړې او وژنو مشروعیت بایللی دی".

    نور معلومات
    next
  6. سرڅلی

    لرغونپوهانو مکسیکو سیټي کې تر ځمکې لاندې د کېندنو پر مهال د اېزټېک مذهب اړوند د انسانانو له سرونو د جوړ شوي څلي نورې برخې موندلې دي. د مکسیکو د لرغونپوهنې او تاریخ ملي انسټېټېوټ ویلي چې د څلي په نوي موندل شوې برخه کې ۱۱۹ سرونه لګول شوي دي.

    نور معلومات
    next
  7. یاد سړي هره ورځ ۶۰ کیلومتره پلی مزل کړی.

    یوه ایټالوي سړي له خپلې مېرمنې سره تر شخړې وروسته ۴۵۰ کیلومتره واټن وهلی. پر خواله رسنیو ایټالویانو دغه سړي ته د مشهور فلم "فورسټ ګمب" لقب ورکړی، چې امریکایی ممثل ټام هنکس امریکا کې زرګونه میله مزل پکې کړی دی.

    نور معلومات
    next
  8. ښځې

    د افغانستان د بشر د حقونو خپلواک کمیسیون وايي په تېرو لسو میاشتو کې یې ښځو سره د زور زیاتي ۳۴۷۷ پېښې ثبت کړې دي. دا شمېر د تېر کال همدومره موده کې د ثبت شویو (۳۹۱۰) پېښو پرتله ۱۱ سلنه کم دی.

    نور معلومات
    next
  9. هند

    په هند کې هر کال د جنسي تېري لسګونه زره پېښې ثبتېږي، خو یو شمېر یې خورا بوږنونکې دي. دغسې یوه پېښه کې د پلازمېنې ډیلي پولیسو پر یوې ۸۶ کلنې ښځې د جنسي تېري په تور یو ۳۰ کلن سړی نیولی دی.

    نور معلومات
    next
  10. Video content

    Video caption: کورونا وېروس: کورنی تاوتریخوالی ولې ډېر شوی؟

    په پښتونخوا کې د ښځو حقونو فعالانې وايي له هغه راهیسې چې د کورونا وېروس له امله دلته له کوره پر وتو او ګرځېدو بندیزونه لګول شوې دي، کورنی تاوتریخوالی یا تشدد ۳۰ فیصده ډېر شوی دی.