د نشه یي توکو کارول

  1. سید عبدالله نظامي

    بي بي سي

    په نشه روږدي کسان

    د افغانستان په سوېل کې طالب چارواکو تر۷۰۰ ډېر پر نشو روږدي کسان له بېلابېلو سیمو د هلمند مرکزي زندان ته ورټول کړي او وايي هلته یې د پالنې او روزنې چاره ورته پیل کړې ده. په هلمند کې طالب چارواکو بي بي سي ته ویلي، په لشکرګاه کې د روږدو کسانو شمېر اندېښمنوونکی و چې په وینا یې له امله یې په جرمونو کې هم ډېروالی لېدل کېده. د رپوټونو له مخې په دغه ولایت کې د نشه يي توکیو پېر او پلور هم په عامه ځایونو کې کېږي او د کوکنارو د کرکیلې کچه هم پکې تر ټولو لوړه بلل شوې ده.

    نور معلومات
    next
  2. فالکون

    د سیسیلي د مافیا مشر جیواني بروسکا چې تیزابو کې د یوه ماشوم د بدن د منحلولو په ګډون بېلابېلو وحشتناکو جرمونو کې ښکیل و، له زندان خوشی شو. بروسکا چې "د خلکو قصاب" په نوم مشهور دی، ایټالیا کې د مافیا ضد تر ټولو جګپوړي څارنوال 'جیواني فالکون' په ګډون له ۱۰۰ ډېرو وژنو کې خپله ښکیلتیا منلې ده.

    نور معلومات
    next
  3. یورانیم

    د هند ممبۍ کې له دوو کسانو سره د څه باندې ۷ کیلو ګرامه ۹۰ سلنه خالصو طبیعي یورانیمو د نیول کېدو په تړاو د څېړنو دنده د دغه هېواد د څېړنو ملي ادارې ' این ای اې' ته وسپارل شوه. این اې ای هند کې د ترهګریزو پېښو په تړاو د څېړونو تر ټولو مهمه اداره ده.

    نور معلومات
    next
  4. افغان مېرمنې

    د افغانستان د عامې روغتیا وزارت وایي، دې هېواد کې نږدې دوه نیم میلیونه وګړي چې ۴۰ سلنه یې مېرمنې دي نشه یي توکي کاروي. یاد وزارت وايي، د لېرې پرتو سیمو مېرمنې دوه برابره ډېرې د ښاري مېرمنو پرتله په نشه یي توکو روږدې دي. دې هېواد کې شاوخوا ته نیم لکه ښځې او کابو یو نیم لکه ماشومان دا مهال په نشو روږدي دي، خو د درملنې مرکزونو شمېر خورا کم دی.

    نور معلومات
    next
  5. کوکاین

    د ګمرک چارواکو جرمني او بلجیم کې تر ۲۳ ټنه ډېر کوکائین نیولي چې ویل کېږي هالنډ ته استول کېدل. د جرمني چارواکو له پنځو کانتینرونو چې د روانې میاشتې لومړیو کې د سویلي امریکا له پراګوای د هامبورګ بندر ته رسېدلي وو، ۱۶ ټنه کوکاین نیولي دي.

    نور معلومات
    next
  6. کورنا

    نړۍ کې بېرته عادي حالت ته د کورونا وبا له کبله د اغېزمن شوي ورځني ژوند د ګرځولو لپاره ګړندۍ هڅې روانې دي او د کورونا واکسیناسیون د دغو هڅو عمده برخه جوړوي. د جنورۍ تر ۲۳مې د نړۍ تر ۶۰ میلیونو ډېرو کسانو د کورونا یو یا دوه دورې واکسین ترلاسه کړې دي.

    نور معلومات
    next
  7. هالنډ

    د هالنډ پولیس وايي، د اسټرالیا حکومت د جلب حکم له صادرېدو وروسته یې هغه کس نیولی چې ادعا کېږي د نشه يي توکو د یوې تر ټولو سترې ډلې مشر دی. ویل کېږي چین کې زېږېدلی کاناډایی وګړی ـ سي چه لاپ - د هغې ډلې یا کمپنۍ مشر دی چې اسیا کې د نشه یي توکو د بې قانونه سوداګرۍ پر ۷۰ میلیارد ډالري بازار واکمن دی.

    نور معلومات
    next
  8. .

    په داسې حال کې چې ایټالیايي چارواکو ویلي، د تېر کال جولای کې یې د نشه يي توکو (میټامفتامین) یوه ۱۴ ټنه ټولګه نیولې ده چې د سوریې لاذقیه بندر یې اصلي سرچینه او تر شا یې د لبنان حزب الله ډله وه.

    نور معلومات
    next
  9. ترییر تاریخي ښار دی او تر یو لک پنځوس زره اوسېدونکي لري.

    د جرمني لوېدیځ ته په ترییر ښار کې د پلیو کسانو په لار د ګاډي خېږولو سره څلور کسان ووژل شول، چې یو پکې ماشوم دی. د ترییر ښاروال ولرام لییه دې پېښه کې د ۱۵ کسانو د ټپي کېدو خبره کوي.

    نور معلومات
    next
  10. Video content

    Video caption: افغانستان کې د نوي ډول مخدره موادو د تولید خبرداری

    یو نوی رپوټ خبرداری ورکوي چې افغانستان د ډېرې خطرناکې او روږدېدونکې - غېر قانوني مادې methamphetamine یا کرسټال مېت یو مهم تولیدونکی کېږي. افغانستان