د سوداګرۍ نړیواله ټولنه

  1. د صنعت او سوداګرۍ وزارت

    افغانستان او پاکستان په خپلمنځ کې د سوداګرۍ او ټرانزیټ هوکړه یا "اپټا" تړون د شپږو نورو میاشتو لپاره وغځاوه. د دغې هوکړې تمدید د افغانستان د سوداګرۍ او صنایعو د وزیر او د سوداګرۍ او پانګونې په برخه کې د پاکستان د لومړي وزیر د سلاکار تر منځ په یوه آنلاین غونډه کې لاسلیک شوه.

    نور معلومات
    next
  2. بیټ کواین

    د پرلیکه یا انټرنټي پیسې بیټ کواین ارزښت اول ځل تر شپېتو زرو امریکايي ډالرو پورته شو. بیټ کواین پرلپسې ارزښت زیاتېدو سره خپل ریکارډ ماتوي.

    نور معلومات
    next
  3. Ngozi Okonjo-Iweala

    د امریکا د نوي ولسمشر جو بایډن ادارې د سوداګرۍ نړیوال سازمان د مشرۍ اړوند بندون او ترینګلتیا پای ته رسولې او په نایجېریا کې یې د مالیې پخوانۍ وزیره نګوزي اوکونجو ایویالا "ټینګ ملاتړ" کړی دی.

    نور معلومات
    next
  4. PA MEDIA

    بریتانیا او اروپايي ټولنه بالاخره پر داسې سند هوکړې ته ورسېدل چې د دوی راتلونکي اړیکي تعریفوي. برېتانیا د تېرې جنورۍ پر ۳۱مه رسمآ له اروپايي ټولنې له وتلو راهیسې دغه بلاک سره د راتلونکو اړیکو لپاره د نویو اصولو پر څرنګوالي خبرې کولې.

    نور معلومات
    next
  5. قیراط

    یو ناویات یا کمیاب سپین الماس چې ۱۰۲ قیراطه دی په لیلام کې ۱۵ میلیون او ۷ لکه ډالر وپلورل شول، خو کارپوهان یې دا پلور "وړیا" بولي.

    نور معلومات
    next
  6. د دې ګاډي بیه یو لک شل زره ډالره ده او وروسته یې د ارځانېدو هیله شته.

    د چین پلازمېنه بېجینګ کې تېره اونۍ د ګاډو نړۍ نندارتون کې هغه ځیرک موټر ته ډېر پام واوښت چې له سپرلۍ سره غږېږي او له هغوی زدکړه کوي.

    نور معلومات
    next
  7. ابراهیم ساپی

    بي بي سي

    .

    په پاکستان کې افغان سفیر وايي، د راتلونکی اونۍ له دوشنبې ورځې به د تورخم، سپین بولدک او غلام خان له لارو پاکستان ته د افغان صادراتو لړۍ پیل شي، په ورته مهال د افغانستان د سوداګرۍ خونه وايي، که ستونزې نه وي، د تېر کال پرتله د تازه مېوو او سبزیو له لارې نیم میلیارډ ډالرو زیات عواید به تر لاسه شي.

    نور معلومات
    next
  8. چین

    چین کې د کورونا وېروس له امله د کارخونو او کاروبار بندېدو سره له لسیزو وروسته بیا یو ځل د دغه هېواد اقتصادي وده ډېره کمه شوې ده. د رسمي مالوماتو له مخې د نړۍ تر ټولو ستر دویم اقتصاد ۶،۸ سلنه منقبض یا کم شوی دی.

    نور معلومات
    next
  9. امازون

    د کورونا وېروس خپرېدو پسې د پرلیکه یا انټرنټي سودا بې کچې ډېرېدو سره د امازون شرکت د مشر او بنسټګر جېف بیزوس شتمني ۲۴ میلیارد ډالره ډېره شوې او د دې شرکت ونډې هم خورا لوړ برید یا حد ته رسېدلې دي. ښاغلی بیزوس امازون شرکت کې ۱۱ سلنه ونډه لري.

    نور معلومات
    next
  10. کورونا

    د پېسو دنړيوال صندوق (IMF) مشرې ويلي د کورونا وبا د نړيوال مالي کړکيچ پرتله يو ډېربد کړکيچ رامنتځه کړى دى. د په جينوا کې د خبرو پرمهال کريستالينا جيورجيوا وويل، موږهيڅکله هم دغه ډول يو کړکيچ نه و ليدلى. د روغتيا نړيوال سازمان خبرداری ورکړ چې لا د لگول شويو بنديزونو دلرې کولو وخت نه دى.

    نور معلومات
    next