سوماليا

  1. سومالیا

    د سومالیا حکومت په دې هېواد کې د یوې درې کلنې او یوې څلور کلنې ماشومې تښتونه او پر هغوی جنسي تېری غندلی دی. رپوټونه وایي‌ چې دواړه ماشومې نجونې دا مهال روغتون کې دي او د ډاکټرانو په وینا، لویې جراحۍ ته اړتیا لري.

    نور معلومات
    next
  2. د سومالیا د کورنیو چارو پخواني وزیر هم ویلي: "رب دې د دې وحشي برید ټول قربانیان وبښي."

    د سومالیا پلازمېنې موګادیشو له ګڼې ګوڼې په یوه ډکه سیمه کې ګهیځ مهال موټربم برید شوی چې لسګونه کسان یې وژلي دي. تر اوسه د دغه برید مسوولیت چا نه دی منلی، خو په تېر کې الشباب اورپکې ډلې ورته بریدونه کړي دي.

    نور معلومات
    next
  3. سومالیا

    له سومالیا ترلاسه شوي رپوټونه وایي، وسله والو "جهادیانو" پر هغه مرکز برید کړی چې امریکایي پوځیان پکې کومانډو ځواکونه روزي، او مرګ ژوبله یې اړولې ده. د الشباب وسله والې ډلې ویلي، لومړی یې د دې مرکز پر دروازه موټر بم برید کړی او وروسته یې وسله وال مرکز ته ننوتلي دي

    نور معلومات
    next