ايټاليا

  1. Mario Draghi will accept the role of prime minister of Italy

    د نړۍ شل پرمختللي هېوادونه راتلونکې میاشت افغانستان کې د روان وضعیت په اړه د بحث لپاره یوه ځانګړې غونډه جوړوي. یاده غونډه به د اکتوبر پر دولسمه د ایټالیا پلازمېنې روم کې ترسره شي. د ایټالیا لومړي وزير ویلي دي، ټولو هېوادونو په یوه ټکي سره هوکړه کړې چې باید ډاډ حاصل کړو چې افغانستان بیا د ترهګرو په ځاله نه بدلېږی.

    نور معلومات
    next
  2. روسیه، کورونا

    له هغه مهال راهیسې چې د کورونا وبا خپره شوې روسیه کې په یوه ورځ کې تر دې مهاله د تر ټولو ډېرو کسانو مړینه ثبت شوې ده. د رسمي شمېرو له مخې په یوه شپه او ورځ کې په روسیه کې د کووېډ-۱۹ ناروغۍ له امله ۶۵۲ کسان مړه شوي دي.

    نور معلومات
    next
  3. ایټالیا، اجباري وادونه، ښځې

    د ایټالیا په شمال کې د یوې اتلس کلنې پیغلې له ورکېدو وروسته د هغې د کورنۍ له غړو او خپلوانو نه د هغې د وژلو په شک تحقیقات کېږي. پولیس وايي د ثمن عباس کورنۍ تېر کال له هغې نه غوښتنه کوله چې پاکستان ته لاړه شي او له هغه چا سره واده وکړي چې کورنۍ یې ورته خوښ کړی و خو هغې له دې واده نه انکار کړی و.

    نور معلومات
    next
  4. Cristina Rosi and her husband

    د ایټالیا ځايي رسنیو په رپوټونو کې ویل شوي، دغه هېواد کې یوه مېرمن تر لسو میاشتو پورې د کوما په حالت کې وه، اوس په هوښ راغلې او لومړۍ خبره کې یې مور ته غږ کړ.

    نور معلومات
    next
  5. اسد

    د امریکا متحده ایالتونو او اروپايي هېوادونو د سوري حکومت تر واک لاندې سیمو کې پر ولسمشرۍ ټاکنو نیوکې کړې دي. امریکا، بریتانیا، المان، فرانسې او ایټالیا په یوه ګډ بیان کې ویلي چې دا ټاکنې هېڅ "ازادې او رڼې" نه دي.

    نور معلومات
    next
  6. Police and other rescuers photographed at the scene of the wreckage

    ايټاليا کې د کېبل ګاډي لوېدو له کبله ۱۴ تنه وژل شوي او دوه ماشومان سخت ټپيان شوي دي. پېښه د ايټاليا په شمال کې د مګيور جهيل ته څېرمه رامنځ ته شوې ده. په دغه کېبل ګاډي کې د تفريح او سیلانۍ له سټرسیا ښاره سپرلۍ موټېرون غرونو ته لېږدول کېدې. بل پلو د چین د شمال لویدیځ ګانسو ولایت یوه غرنۍ سیمه کې ورښت، سړې هوا او سختو بادونو ۲۱ کسان مړه کړي دي.

    نور معلومات
    next
  7. Elisabetta Belloni

    د ایټالیا په تاریخ کې په لومړي ځل یوه پخوانۍ سفیره د دې هېواد د استخباراتي خدماتو ادارې مشره نومول شوې ده. لومړي وزیر ماریو دراغي د چارشنبې پر ورځ اېلیزابته بېلوني د ایټالیا د 'مالوماتي امنیت' ادارې د مشرې په توګه اعلان کړه.‌

    نور معلومات
    next
  8. This image released by the Italian Culture Ministry shows a cave near Rome where Neanderthal bones were discovered

    لرغونپوهانو د ایټالیا د پلازمېنې روم سویل ختیځ کې له یوه لرغونې سمڅې د ۹ لرغونو انسانانو یا (نئاندرتال) پاتې شونې موندلې دي. ظاهراً داسې ښکاري چې دغه کسان به د کږو یا کوم بل ډول ځناورو لخوا ښکار شوي وي.

    نور معلومات
    next
  9. طالبان

    افغان طالبانو ویلي، په هېواد کې د سولې پر وړاندې یو لوی خنډ دا دی چې د دوی د یو شمېر مشرانو نومونه لا هم په 'تورو لېستونو' او د 'جایزو په لېستونو' کې دي.‌ طالبانو له ملګرو ملتونو او نورو اړونده ادارو غوښتي چې دا لېستونه دې ژر تر ژره ختم کړي. خو افغان حکومت وایي، د سولې د خبرو بریا لپاره مهمه ده چې د طالب مشرانو نومونه په دې لېستونو کې وي.

    نور معلومات
    next
  10. ماورو موراندي

    یو ایټالیایی بوډا له هغه ټاپو د سیمه ییزو چارواکو د پرلپسې فشار له کبله د وتلو لپاره تیارېږي چې نژدې ۳۲ کاله پکې یواځې اوسېدلی.

    نور معلومات
    next