منځنۍ اروپا

  1. Person walks past section of Nord Stream 2 pipe. File photo

    امریکا وايي، له جرمني سره داسې تړون ته رسېدلې چې روسیه نورد سټریم ۲ ګازي نللیکه د اروپا پرضد د سیاسي وسلې په توګه ونه کاروي. دا۱۲۳۰ کيلومتره اوږده نللیکه چې اوس نږدې بشپړه شوې جرمني ته د روسیې د ګاز صادرات دوه برابره کوي. امریکايۍ چارواکې ویکتوریا نولاند دا "بده نللیکه" بولي او وايي، د واشنګټن او برلین د تړون له مخې، که روسیه هڅه وکړي، له اوکراین باج وغواړي، نو بندیزونه به پرې ولګېږي.

    نور معلومات
    next
  2. واکسین

    فرانسې بریتانیا تورنه کړې ده چې د واکسینو د صادراتو پر سر باج اخلي. د فرانسې بهرنیو چارو وزیر ژان ایو لودورین ویلي په داسې شرایطو کې چې اروپايي ټولنه په واکسناسیون کې ستونزه لري، بریتانیا ته یې د میلیونونو ډوزو واکسینو په لیږدولو سره دوکه شوې ده.

    نور معلومات
    next
  3. غبرګوني

    تازه څېړنې ښيي چې نړۍ کې د غبرګونو زېږون تر پخوا ډېر شوی او شمېر یې هم اوج ته رسېدلی دی. اوس هر کال نړۍ کې ۱ اعشاریه ۶ میلیون غبرګوني پیدا کېږي او په هرو ۴۲ کې یو زېږون غبرګونی وي.

    نور معلومات
    next
  4. پاریس

    فرانسوي چارواکو له اسلامي افراطیت سره د احتمالي اړیکو په شک د لسګونو جوماتونو او لمانځه لپاره د ځانګړو شویو تالارونو پلټنه پیل کړې ده. د فرانسې کورنیو چارو وزیر جیرالډ ډارمانین د دغه کمپاین د پیلېدو د اعلان پر مهال ویلي هغه جوماتونه به وتړل شي چې د "درز رامنځته کیدو" هڅونه پرې زبادېږي.

    نور معلومات
    next
  5. بایډن او هرېس

    د امریکا ولسمشریزو ټاکنو کې د دیموکرات ګوند نوماند جو بایډن تر منتخب ولسمشر کېدو وروسته د اروپايي هېوادونو په ګډون د نړۍ ځینو مشرانو نوموړي ته د بریا مبارکي ویلې ده.

    نور معلومات
    next
  6. کرونا

    په داسې حال کې چې د کورونا وېروس دویمه څپه په لوړېدو ده، په ځینو اروپايي هېوادونو کې نوي محدودیتونه لګول شوي. اتریش او پرتګال د کورونا وېروس د مخنیوي په موخه نوي مقررات وضع کړل. د برېتانیا دولت هم د کورونا وېروس د مخنیوي لپاره په هېواد کې د څلورو اونیو لپاره محدودیتونه وضع کړي.

    نور معلومات
    next
  7. اسپانیا

    په لوېدیځه اروپا کې د لومړي ځل لپاره اسپانیا کې په کوویډ-۱۹ ناروغۍ د اخته کسانو شمېر تر یو میلیون اوښتی دی. دغه هېواد د چارشنبې په ورځ وویل، په کورونا وېروس ۱۶ زره او ۹۷۳ نوي کسان اخته شوي او ۱۶۵ نور مړه شوي دي.

    نور معلومات
    next
  8. مادرید

    په اروپا کې په تېرو ۲۴ ساعتونو کې د کورونا وېروس تر ۱۰۰ زرو ډېرې نوې پېښې ثبت شوې دي، چې دا د کورونا وېروس له پیل راهیسې په اروپا کې د کوویډ-۱۹ ناروغۍ تر ټولو لوړه ورځنۍ ثبت شوې شمېره ده.

    نور معلومات
    next
  9. کورونا

    د خیبر پښتونخوا حکومت په دې ایالت کې د کورونا وېروس مخ په خرابېدونکي وضعیت له کبله د پېښور ښار په لږ تر لږه څلورو سیمو کې یو ځل بیا ټولبندیز لګولی دی. په دې سیمو کې اشرفیه کالونۍ، چنار روډ یونیورسټي ټاون، دانش اباد او د حیات اباد فېز ۲ سیمې یوه برخه شاملې دي.

    نور معلومات
    next
  10. اسپانیا

    د کورونا وېروس په اړه د جانز هاپکنز پوهنتون چمتو شوې شمېرې ښيي، چې په ټوله نړۍ کې د دغه وېروس له کبله تر اوسه تر ۲۰۰ زرو ډېر کسان مړه شوي او پرې د اخته شویو کسانو شمېر درېیو میلیونو ته نژدې شوی،‌ خو په ځینو هېوادونو کې یې کچه رالوېدلې ده.

    نور معلومات
    next