د امريکا متحده ايالات

  1. پرایس

    د امریکا بهرنیو چارو وزارت د ایران خوزستان او څو نورو ښارونو کې له مظاهره چیانو سره د ایران د امنیتي ځواکونو تاوتریخوالی غندي. دغه وزارت ویاند نېډ پرایس د چارشنبې په ورځ بیان کې وویل: "موږ داسې اندېښمنوونکي رپوټونه لرو چې وايي، امنیتي ځواکونو پر معترضانو ډزې کړې او له امله یې ډېر کسان وژل شوي دي. موږ له سوله ییزو مظاهره چیانو سره تاوتریخوالی غندو. "

    نور معلومات
    next
  2. چین

    امریکايي ساینسپوهان وايي، چین د اتومي توغندیو زېرمه کولو او توغولو وړتیا ډېروي. د امریکايي ساینسپوهانو فدراسیون 'ایف اې ایس' مسوولین وايي، په سټیلایټ تصویرونو کې ښکاري چې په شینجیانګ ایالت کې د اتومي توغندیو زېرمې لپاره یوه ساحه کې کار روان دی.

    نور معلومات
    next
  3. د امریکا د بهرنیو چارو وزیر

    د امریکا د بهرنیو چارو وزیر انتوني بلېنکن ویلي، د افغانستان ګاونډیان او بل هېڅ هېواد نه غواړي چې طالبان دې د زور له لارې پر افغانستان واکمن شي او 'اسلامي امارت' دې رامنځته کړي. نوموړي چارشنبه نوي ډیلي کې له (سي اېن اېن-نیوز ۱۸) تلویزیون سره په یوه مرکه کې وویل،‌ ټولې خواوې غواړي چې افغانان یو سیاسي جوړجاړي ته ورسېږي او یو ټولشموله او د خلکو استازی حکومت رامنځته شي. ‌

    نور معلومات
    next
  4. بګرام

    د امریکا پوځ وايي له افغانستان د دغه هېواد د ځواکونو د وتلو چاره له ۹۵ سلنې زیاته بشپړه شوې ، خو ټینګار کوي که طالبان خپلو بریدونو ته دوام ورکړي نو د دغې ډلې پر وسله والو به هوايي بریدونه دوام وکړي. په دا مهال د ناټو سرمنشي ین ستولتنبرګ وايي، ناټو مالي ملاتړ او بهر کې روزنې سره د افغان ځواکونو ملاتړ ته دوام ورکوي.

    نور معلومات
    next
  5. کورونا

    امریکا کې روغتیايي چارواکي وايي، هغو سیمو کې چې د کورونا وېروس خپرېدل پکې ډېر دي اوسېدونکو ته یې پکار ده چې سرپټو ځایونو کې ماسک وتړي. دا سپارښتنه هغو کسانو ته هم ده چې د کووېډ-۱۹ دوه ډوزه واکسین یې هم کړی دی.

    نور معلومات
    next
  6. استله هدایا

    د ۵۴ کلنې استیله هدایا کورنۍ وايي، د هغې د مړي پاتې شوني یې د فلوریډا ایالت میامي کې د یوې ودانۍ د غورځېدلي بلاک کنډوالو کې موندلي دي. د هغې ورور ایکي هدایا وايي، د نیویارک پولیسو د دوشنبې په ورځ د هغې مړی وپېژاند.

    نور معلومات
    next
  7. عراق

    د امریکا ولسمشر جو بایډن وايي، د روان میلادي کال تر پای له عراق د دغه هېواد جنګي ځواکونه وځي او پاتې ځواکونه به یې د عراقي پوځ روزلو او سلا مشورو ورکولو ته دوام ورکوي. د جو بایډن دا اعلان سپینه ماڼۍ کې د عراق له لومړي وزیر مصطفی کاظمي سره تر لیدنې وروسته دی. عراق کې دوه نیم زره امریکايي پوځ له ځايي ځواکونو سره د داعش د پاتې شونو په ځپلو کې مرسته کوي. د دواړو مشرانو لیدنه په عراق کې پر امریکايي ځواکونو ایران ته د نږدې وسلوالو د بریدونو د زیاتېدو اندېښې سره هممهاله ده.

    نور معلومات
    next
  8. پاینده څرګند

    بي بي سي، لندن

    مېکنزي

    د امریکايي پوځ مرکزي قومندانۍ یا سېنټکام قومندان جنرال کنت مېکنزي وايي، له افغانستان د دغه هېواد د ځواکونو له وتلو سره متحده ایالتونه د طالبانو د پرمختګ په مقابل کې د افغان ځواکونو په ملاتړ هوايي بریدونه جاري ساتي. جنرال کنت مېکنزي کابل کې خبریالانو ته وویل، امریکا وروستیو ورځو کې د افغان ځواکونو په ملاتړ هوايي بریدونه زیات کړي او که طالبان بریدونه روان ساتي، نو موږ تیار یو د دې ملاتړ کچه هم پورته کړو.

    نور معلومات
    next
  9. لویډ اسټین

    د امریکا دفاع وزیر لویډ اسټن ویلي د افغان امنیتي ځواکونو لومړۍ دنده دا ده چې د طالبانو د پرمختګونو د چټکتیا مخنیوی ډاډمن کړي او بیا د لاسه وتلو سیمو د بېرته نیولو لپاره لاس په کار شي او د افغانستان پوځ "په مهمو ګڼ مېشتو مرکزونو کې د خپلو مورچو د پیاوړې کولو په حال کې دي." نوموړي زیاته کړې: "په دې اړه چې ایا (دا تګلاره) به د طالبانو د پرمختګ مخه ونیسي که نه - فکر کوم لومړی کار چې باید وشي، د هغوی [طالبانو] د حرکت د چټکتیا د کمولو ډاډمنېدل دي."

    نور معلومات
    next
  10. .

    د امریکا اروپا، او بریتانیا استازو له افغان حکومت او طالبانو غوښتي چې د افغانستان د راتلونکي په هکله یوه نهايي توافق ته له رسېدو مخکې د اوس لپاره د یوه ''سراسري اوربند او ټولشموله انتقالي حکومت'' پر اساساتو هوکړه وکړي.

    نور معلومات
    next