کابل

  1. غني

    افغان ولسمشر محمد اشرف غني د پنجشنبې په ورځ( د جولای ۲۹) د افغان ملي بیرغ لمانځغونډه کې وویل، داسې طرحو ته نه تسلیمېږي چې بهر کې برابرې وي او افغانستان د جګړې په ډګر بدلوي. ولسمشر غني د دې طرحې د جزیاتو په هکله څه ونه ویل، خو طالبانو څه موده مخکې ویلي وو چې د افغان سولې په اړه یې یوه طرحه څو میاشتې مخکې له افغان چارواکو سره شریکه کړې.

    نور معلومات
    next
  2. افغانستان

    د افغانستان د کورنیو چارو وزارت وايي ځانګړو ځواکونو د تېر لوی اختر د لمانځه پرمهال پر ارګ د توغندیز برید له طراحانو څلور کسان نیولي دي. د دغه وزارت ویاند میروس ستانکزي ویلي، دا برید د طالبانو یوه قومندان طرحه کړی و چې د کابل لوېدیځ پغمان ولسوالۍ نورو 'ترهګریزو' بریدونو کې یې هم لاس درلود.

    نور معلومات
    next
  3. غني

    افغان ولسمشر محمد اشرف غني حکم کړی چې په پاکستان کې د افغانستان سفیر او دیپلوماتان دې بېرته کابل ته ور وغوښتل شي. ولسمشر غني دا پرېکړه وروسته له هغه کړې چې د تېرې جمعې پر ورځ اسلام اباد کې د افغان سفیر نجیب الله علیخېل لور سلسله علیخېل وتښتول شوه او له څو ساعتونو شکنجې وروسته بېرته خوشې شوه. په ورته وخت کې د پاکستان د بهرنيو چارو وزارت د افغان حکومت له خوا له پاکستانه د افغان سفير او ديپلوماتانو د بېرته ورغوښتلو پر پرېکړه خپګان ښکاره کړی او له افغان حکومته يې هيله کړې چې په خپله پرېکړه غور وکړي.

    نور معلومات
    next
  4. Video content

    Video caption: امریکایانو بګرام کې څه پرېښي؟

    امریکایي او ناټو ځواکونه افغانستان کې له خپل شل کلن ماموریت وروسته څو ورځې وړاندې له بګرام پوځي اډې ووتل او دا مهم مرکز یې افغان حکومت ته وسپارلو.

  5. ترکیه، حامدکرزي هوايي ډګر، امنیت، طالبان

    افغان طالبانو وايي ترکي چارواکو د امریکا په غوښتنه او سلا په افغانستان کې د خپلو ځواکونو د ساتلو پرېکړه کړې او په دې سره یې افغانستان کې د ''اشغال'' د دوام اعلان کړی. طالبان وروسته له هغه دا خبرداری ورکوي چې ترکیې رسماً اعلان وکړ له افغانستان د نړیوالو ځواکونو تر وتلو وروسته به یو شمېر ترکي ځواکونه د کابل نړیوال هوایي ډګر د امنیت ساتنې لپاره دې هېواد کې پاتې کېږي.

    نور معلومات
    next
  6. اردوګان

    د ترکیې ولسمشر رجب طیب اردغان تایید کړه، چې ترک ځواکونه به له افغانستانه د ناټو ځواکونو له وتلو وروسته د افغان پلازمېنې کابل د حامد کرزي هوايي ډګر امنیت مسؤلیت پر غاړه واخلي. د ترکیې رسنیو رپوټونو کې د ښاغلي اردوغان له قوله ویل شوي چې '' له ناټو او امریکا سره خبرو کې جوته شوه چې موږ به کوم مسؤلیت پر غاړه اخلو او موږ به دا ګام په غوره انداز پورته کړو.'' د ترک رسنیو په رپوټونو کې ویل شوي، ښايي ترکیه د دې ماموریت لړ کې له هنګري او پاکستانه هم د همکارۍ لپاره مرسته وغواړي.

    نور معلومات
    next
  7. British troops board a RAF C-17 as they leave Afghanistan to go home at Kandahar airfield in 2014

    د بریتانیا لومړی وزیر بوریس جانسن وايي، ډېری هغه بریتانوي پوځیان له افغانستانه وتلي، چې د ناټو ماموریت په چوکاټ کې هلته دېره وو او پاتې نژدې ۷۵۰ نور به هم ژر خپل هېواد ته ستانه شي. خو ښاغلي جانسن د پاتې ځواکونو وتلو مشخصه نېټه نه ده په ډاګه کړې. ښاغلي جانسن وویل، له افغانستانه د بریتانوي پوځیانو وتل له افغانستان سره د ژمنو پای په معنا نه دي او نه هم بریتانیا له دغه هېواده مخ اړوي.

    نور معلومات
    next
  8. افغانستان

    د افغانستان د ملکي هوايي چلن ملي اداره وايي، د بګرام هوايي ډګر د رادار او مخابرې سیستمونه (VSAT) بېرته فعال شوي دي. دغه اداره وايي، له دغې اډې د ناټو په مشرۍ د "غوڅ ملاتړ" ځواکونو تر وتلو مخکې دا سیستمونه غیرفعال شوي وو او اوس یو وار بیا د افغانستان د هوايي چلن تخنيکي ټيم بېرته فعال کړي.

    نور معلومات
    next
  9. ریاض سهیل

    بي بي سي اردو ډاټ کام، کراچۍ

    .

    د تېرې جون میاشتې د ۲۲مې پر شپه د نړۍ تر ټولو ستره باروړونکې الوتکه "انتونوف اې این ۲۲۵" د افغانستان له پلازمینې کابل والوته او سهار د پاکستان د کراچۍ هوايي ډګر کې کیناسته. دې الوتکې د کراچۍ هوايي ډګر کې ۲۰ ساعته تېر کړل.

    نور معلومات
    next
  10. United States Army soldiers toast each other before eating Christmas dinner December 25, 2001 at Bagram Air Force Base

    امریکايي ځواکونه له بګرام هوايي اډې ووتل. د امریکا او ناټو لپاره په تېرو شلو کلونو کې د افغانستان بګرام هوايي اډه د طالبانو او القاعده شبکې پر وړاندې د جګړې د قوماندې تر ټولو لوی مرکز و.

    نور معلومات
    next