حامد کرزى

  1. افغان سوله

    یوې باوري سرچینې بي بي سي ته ویلي، د ملي پخلاینې د عالي شورا د مشر عبدالله عبدالله په ګډون یو لوړ پوړی سیاسي پلاوی دوحه ته ځي.

    نور معلومات
    next
  2. Video content

    Video caption: کرزی: افغان پوځ خپله خاوره ساتلی شي

    کرزی: افغان پوځ خپله خاوره ساتلی شي

  3. کرزی

    د افغانستان پخوانی ولسمشر حامد کرزی وایي، افغان ځواکونه په یوازې سر هم د خپلې خاورې د ساتنې لپاره چمتو دي، خو د افغانستان په چارو کې د سیمې د هېوادونو مداخله او د افغان دولت د له پامه غورځولو هڅې لا هم روانې دي. ښاغلي‌کرزي له بي بي سي سره ځانګړې مرکه کې ویلي، امریکا په افغانستان کې له پوځي پلوه ناکامه شوې او پر ځای د دې چې افغانستان ته ثبات راولي، دې هېواد کې یې لا ډېرې ستونزې زېږولې دي.

    نور معلومات
    next
  4. محمد ندیم اشرف

    بي بي سي

    کرزی

    په مسکو کې د افغان سولې په تړاو له پیلېدونکې ناستې سره همهاله د افغانستان مخکینې ولسمشر حامد کرزي له بي بي سي سره په یوې ځانګړې مرکې کې د انتقالي حکومت د جوړېدو تګلارې هر کلی کړی دی. ښاغلي کرزي ویلي دي چې یوازې دوې لارې شته، یو دا چې طالبان له اوسني حکومت سره یو ځای شي او یا هم د یوه لنډمهاله حکومت جوړښت چې د طالبانو ګډېدو ته پکې زمینه برابره شي.

    نور معلومات
    next
  5. حامد کرزی

    د افغانستان پخوانی ولسمشر حامد کرزی د افغانستان لپاره د امریکا نوې طرحه د افغان سولې بهیر چټکولو لپاره ښه چانس بولي. حامد کرزی له اسوشېټېډ پرېس سره مرکه کې وايي، د امریکا دا طرحه له جګړې ستړی ولس د ټاکنو په لور بیايي، د ښځو او لږکیو حقونه خوندي کوي، اساسي قانون کې سمون ته لار برابروي او د لنډمهالې ادارې وړاندیز کوي.

    نور معلومات
    next
  6. بیومتریک

    د اداري اصلاحاتو او ملکي خدمتونو کمېسیون د هېواد ملکي ادارو کې د ۱۲ زره "خیالي کارکوونکو" په اړه مالومات موندلي. د دغه کمېسیون سرپرست سید حشمت الله هاشمي بي بي سي سره ځانګړې مرکه کې ویلي دغه مالومات د دولتي ادارو د کارمنانو د باېومېټریک بشپړېدو سره ترلاسه شوي دي. "خیالي کارمن" هغو ته ویل کېږي چې اصلي یا جعلي هویتونه یې په دولتي اسنادو کې ثبت وي، په نومونو یې تنخواګانې او حقوق اخیستل کېږي - خو پر کار حاضر نه وي او دنده پر مخ نه وړي.

    نور معلومات
    next
  7. امرالله صالح

    د افغانستان ملي مصالحې عالي شورا د رهبرۍ کمېټې دویمه ناسته کې، چې د افغان دولت د مرکچي پلاوي غړو هم ګډون پکې کړی و، د ولسمشر لومړي مرستیال امرالله صالح وویل، د سولې روانو مذاکراتو د بهیر وروستۍ پرېکړه کې د سیمې هېوادونو ښکېلول، د نړیوالو او ملګرو ملتونو د اجراییوي ضمانت ترلاسه کول ډېر مهم دي.

    نور معلومات
    next
  8. اشرف غني

    د افغانستان ولسمشرۍ ماڼۍ کې د ولسمشر غني او عبدالله عبدالله په حضور کې د ملي پخلاینې د عالي شورا لومړنۍ ناسته کې ولسمشر غني وویل، له طالبانو سره د مذاکراتو دویم پړاو پیل شوی، چې تر ډېره مشورو ته اړتیا لري او د لارنقشې په اړه باید هوکړې ته ورسېږو. عبدالله عبدالله هم وویل، ټول افغانان اوربند او د دوښمنۍ ختمېدل غواړي.

    نور معلومات
    next
  9. غني

    افغان ولسمشر محمد اشرف غني نن چارشنبه ارګ کې د افغان سولې لپاره د امریکا له ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد سره کتلي دي. همدا راز د قطر هېواد ځانګړي استازي هم د چارشنبې پر ورځ کابل کې له یو شمېر افغان چارواکو سره د سولې پر بهیر خبرې کړې دي.

    نور معلومات
    next
  10. کرزی

    پخواني افغان ولسمشر حامد کرزي له امریکا غوښتنه کړې چې په افغانستان کې دې خپل شتون او نفوذ له نورو هېوادونو سره د سیالۍ لپاره نه، بلکې په افغانستان او سیمه کې د ثبات او همپالنې لپاره وکاروي.‌ نوموړي ویلي، سیمه ییزه همکاري پخپله د سیمې د هېوادونو په ګټه ده‌

    نور معلومات
    next