عمران خان

  1. غني

    افغان ولسمشر محمد اشرف غني تور لګولی چې وسلوال طالبان غواړي له پاکستانه د 'جیش محمد او لشکر طیبه' وسلوالو ډلو لس زره وسلوال افغانستان ته راولي. نوموړی وایي، طالبانو د القاعدې لپاره افغانستان وران کړ. طالبانو د افغان ولسمشر دا تورونه رد کړي او وایي، خپل ولس کې دننه کافي ملاتړ لري.

    نور معلومات
    next
  2. .

    پاکستان کې د یوه خوړنځي ۱۹ کارمنان وروسته تر هغه ونیول شول، چې تېره اونۍ یې پولیسو ته د وړیا برګر له ورکولو ډډه کړې وه.

    نور معلومات
    next
  3. imran

    د پاکستان لومړی وزیر عمران خان وايي، که د امریکايي ځواکونو له وتلو سره افغانستان کې سیاسي جوړجاړی ونشي دا اندېښنه شته چې دغه هېواد کې به "ترهګري پراخه" او "وضعیت نور هم خراب" شي. هغه دا څرګندونې نن (چارشنبه) اسلام اباد کې د تاجکستان له ولسمشر امام علي رحمان سره تر کتنې وروسته ګډې خبري ناستې ته وکړې.

    نور معلومات
    next
  4. عمران خان

    د پاکستان لومړی وزیر عمران خان وايي، د کشمیریانو پر وینه له هند سره سوداګري نه شي کېدلی او که اوس اسلام اباد له نوي ډېلي سره اړیکي عادي کوي، مطلب دا دی چې د کشمیر له خلکو سره لوی خیانت کوي. عمران خان زیاته کړه چې له کشمیریانو سره ولاړ دی: "موږ ته پته ده چې دوی څه ډول قرباني ورکړه او ور کوي یې، ځکه یې پر وینه پاکستان سوداګري نه شي کولی. "

    نور معلومات
    next
  5. عمران

    . که یو لور ته د فېسبوک او انسټاګرام په څېر خواله رسنیو د پاکستان واکمن ګوند تحریک انصاف او د دغه هېواد لومړي وزیر عمران خان لپاره سیاسي ګټه کړې، نو کله نا کله د عمران خان له شخصي اکاونټونو ځینې خپاره شوي پیغامونه د ګوند او خپله ښاغلي خان لپاره د ناندریولامل شوي، چې بیا وروسته دغه ډول مواد د نوموړي له اکاونټونو لېرې کړل شوي دي.

    نور معلومات
    next
  6. غني خان

    افغان ولسمشر محمد اشرف غني ویلي، که افغانستان کې د سولې لپاره د خبرو روان بهیر ناکامه کېږي نو پاکستان ته به یې د بل هر هېواد پرتله ډېر زیان رسېږي. نوموړي پنجشنبه د اېکو سازمان سرمشریزې ته خپله وینا کې وویل،‌ پاکستان افغانستان کې تلپاتې سولې راوستلو کې مهم رول لوبولی شي.‌ د پاکستان لومړي وزیر عمران دې غونډه کې هیله وښوده چې بین الافغاني مذاکرات به مثبته پایله ولري.

    نور معلومات
    next
  7. عمران خان

    د پاکستان لومړی وزیر عمران خان وايي، اپوزېسیون ګوندونو هڅه کړې چې د سنا یا مشرانو جرګې په ټاکنو کې حکومتي غړي د ځان ملګري کړي او ثابته کړي چې تحریک انصاف ګوند محبوبیت له لاسه ورکړی.

    نور معلومات
    next
  8. عمران

    د پاکستان لومړي وزیر عمران خان ادعا کړې چې حکومت یې خپله تېره دونیم کلنه دوره کې ۲۰ میلیارد ډالره بهرنی پور پرې کړی، چې دا د پورونو برخه کې د پاکستان بې ساری پرمختګ دی. خو د واکمنۍ موده کې یې پر پاکستان بهرني پورونه هم د تاریخ تر ټولو لوړې کچې ته رسولي دي.

    نور معلومات
    next
  9. Imran

    د پاکستان لومړي وزیر عمران خان ادعا کړې چې داعش د هند له ملاتړ برخمن دی. هغه دا څرګندونې بلوچستان کې پر هزاره توکمو وروستي مرګوني برید ته په اشارې کړې چې مسوولیت یې داعش په غاړه واخیست. عمران خان زیاتوي، پخوا افغانستان پر پاکستان تورونه پورې کول خو د نوموړي په وینا ګواکې اوس یې له دغه هېواد سره هم اړیکي ښه دي. نوموړی د امریکا او طالبانو او د دې ډلې او افغان حکومت د سولې خبرې هم د اسلام اباد د هڅو نتیجه بولي.

    نور معلومات
    next
  10. خدای نور ناصر

    بي بي سي، اسلام اباد

    مولانا

    د پاکستان دېموکراسۍ غورځنګ یا (پي ډي اېم) د یکشنبې پر ورځ د پنجاب مرکز لاهور ښار کې خپله وروستۍ ولسي غونډه وکړه. په دې غونډه کې د (پي ډي اېم) مشر مولانا فضل الرحمن اعلان وکړ چې د راتلونکي کال په جنورۍ یا فبرورۍ میاشت کې به د عمران خان حکومت پر ضد اسلام اباد ته لاریون او له پارلمانه به هم استعفاوې کوي.

    نور معلومات
    next