نړۍ

  1. عمران خان

    د پاکستان لومړي وزیر عمران خان ویلي،‌ طالبانو سره یې افغانستان کې د یو داسې ټولشموله حکومت پر جوړولو خبرې پیل کړې دي‌ چې تاجکان، ازبکان او هزاره هم پکې شامل وي. عمران نن شنبه پر خپله ټوېټر پاڼه لیکلي، دا خبرې اترې یې دوشنبه کې د افغانستان او ګاونډیو هېوادونو له مشرانو سره تر کتنو وروسته پیل کړې دي.

    نور معلومات
    next
  2. People on a mechanical crane attend to a white signboard outside a building in Kabul

    د جمعې پر ورځ طالبانو د ښځو چارو وزارت پر دروازه د یاد وزارت د لوحې پر ځای د دعوت د دعوت او ارشاد، امر بالمعروف، نهی عن المنکر وزارت لوحه وټومبله.

    نور معلومات
    next
  3. قطرۍ الوتکه

    د امريکا ځانګړی استازی زلمی خليلزاد وايي د جمعې پر ورځ د يوې قطرۍ الوتکې له لارې د کابل هوايي ډګره يو شمېر بهرني وګړي ايستل شوي دی. د یادونې وړ ده چې له کابل هوايي ډګره د امریکایي ځواکونو له وتلو وروسته قطر او ترکیې دا هوايي ډګر بېرته ورغاوه او اوس له هغه ځايه الوتنې پيل شوې دي.

    نور معلومات
    next
  4. افغانستان

    د طالبانو د پوهنې وزارت اعلاميه خپره کړې چې له مخې يې نارينه زده کوونکې او نارينه ښوونکي کولی شي سبا ښوونځيو ته بېرته ستانه شي.د پوهنې وزارت پر فېسبوک پاڼه خپره شوې اعلاميه کې د ښځينه زده کوونکو يا ښځينه ښوونکو په اړه څه نه دي ويل شوي او د ميليونو ښځينه زده کوونکو برخليک ناروښانه پاتې دی.

    نور معلومات
    next
  5. شانګهای غونډه

    د چین دولتي رسنیو رپوټونو کې ویل شوي، د دغه هېواد ولسمشر شي جینګ پینګ په دوشنبه کې د شانګهای همکاریو سازمان (ایس سي او) سرمشریزې غونډې ته انلاین خبرو کې وویل، افغانستان کې باید د واک سوله ییز لېږد باوري شي. د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین هم د ویډیويي لینک له لارې غونډې ته وینا وکړه او د ایس سي او اړیکو ډلې ته یې له کابل سره د اړیکو بیا پیلولو وړاندیز وکړ. ښاغلي پوتین په افغانستان کې له وینې تویېدنې پرته د 'واک لېږد' مثبته چاره وبلله.

    نور معلومات
    next
  6. Henry Nicholls and Tom Latham

    د نیوزیلنډ کرېکټ ملي لوبډلې د دغه هېواد د حکومت له یوه "امنیتي خبرداري" وروسته د پاکستان سفر لغوه کړی دی. په پام کې وه، چې نیوزیلنډ کرېکټ لوبډله به د جمعې پر ورځ د درې ورځنیو لوبو لړۍ لومړی لوبه د پاکستان روالپنډۍ ښار کې د پاکستان کرېکټ لوبډلې په مقابل کې کوي. له دریو یوه ورځنیو لوبو وروسته په لاهور کې د دواړو هېوادونو تر منځ د پنځو شل اوریزو لوبو یوه لړۍ په پروګرام کې شامله وه.

    نور معلومات
    next
  7. پلچرخي

    تېره میاشت پر افغان پلازمېنه کابل له ولکې وروسته طالبانو د ښار په ختیځه برخه کې له څرخي پله زندانه زرګونه بندیان ازاد کړل.

    نور معلومات
    next
  8. ڈالر

    د افغانستان بانکونو کې د ډالرو زېرمه په کمېدو ده او که طالبان حکومت نغد ډالر ور نه کړي، ښايي د دې هېواد بانکونه اړ شي چې دروازې وتړي. د رویټرز خبري اژانس په رپوټ کې د بانکدارۍ اړوند درې کارپوهان وايي، د نغدو پیسو کموالي له کبله د افغانستان مخ پر ځوړ اقتصاد نور هم کمزوری کېدای شي. د افغانستان اقتصاد له مخکې پر هغو نغدو ډالرو تکیه درلوده، چې د مرستو په بڼه د افغانستان بانک ته له بهره راتلل او له هغه ځایه بازار ته وړاندې کېدل.

    نور معلومات
    next
  9. له استفعا وروسته مېرمن سیګرید وویل، د حکومت تګلارې دفاع کوي، خو ''د پارلمان غړو د نظر درناوی کوم.

    له افغانستانه د هالنډ ژباړنو او د دې هېواد ځايي کارکوونکو ایستلو پر څرنګوالي د نیوکو له ډېرېدو وروسته د هالنډ بهرنیو چارو وزیرې سیګرید ګاګ استعفا وکړه. هالنډ پارلمان یو پرېکړه لیک تصویب کړی چې پکې د افغان ژباړنو ایستلو لړ کې د 'پڅ غبرګون' له کبله پر هالنډ حکومت نیوکه شوې.

    نور معلومات
    next
  10. خلیلزاد

    د افغان سولې لپاره د امریکا ځانګړي استازي، زلمي خلیلزاد وايي، له افغانستانه د ولسمشر محمد اشرف غني د وتلو ناڅاپي پرېکړې له طالبانو سره هغه وروستی جوړجاړی له منځه یووړ، چې موخه یې تر سیاسي لېږد پورې د دې ډلې له ولکې نه د کابل بهر ساتل وو. امریکا د همده په استازولۍ تېر کال له طالبانو سره د سولې تړون ته رسېدلې وه.

    نور معلومات
    next