زده کړه

  1. افغانستان، نجونو زده کړه

    په ملګرو ملتونو کې د ماشومانو ملاتړ اداره یونېسیف مسوولین وايي، له څلور میلیونو ډېر افغان ماشومان ښوونځي له تلو محروم دي. یونېسیف په یوه ټویټر پیغام کې ویلي، له زدکړو د محرومو افغان ماشومانو له نیمايي زیات شمېر نجونې دي. یونېسف مسوولینو مخکې ویلي و، د نجونو د زده کړې راتلونکې په اړه ژوره اندېښنه لري.

    نور معلومات
    next
  2. نورالله منیر

    د طالبانو د پوهنې وزارت چارسمبالي نور الله منير په يوه تازه بيان کې ويلي، چې د دوی حکومت د اسلامي شريعت په چوکاټ کې د نجونو د زدکړو مخالفت نه کوي. ښاغلي منير له باختر خبري اژانس سره په مرکه ويلي چې "د اسلامي نظام له رامنځته کېدو وروسته طالبانو په تدريجي ډول خپل کار پيل کړی او په دې وروستيو اوونيو کې يې زيات ښوونځي پرانيستي دي".

    نور معلومات
    next
  3. کرېکټ

    د افغانستان په هرات ولايت کې ځينو ښوونکو او نجونو زده کوونکو ویلي، چې "د دوی منځني ښوونځي تر یوې اوونۍ پرانیستو وروسته د طالبانو له خوا بېرته تړل شوي دي". هرات وروستی هغه ولایت و چې د طالبانو له واک ته رسېدو وروسته په کې له شپږو ټولګي پورته نجونو وکولی شول چې ښوونځیو ته ولاړ شي.

    نور معلومات
    next
  4. کندهار

    د افغانستان سویلي ښار کندهار کې ښوونکو د دوى د تنخواو په ورکړه کې د ځنډ له امله کاربندیز کړی. د لسګونو ښونځیو دغو ښوونکو ویلي، څلور میاشتې کېږي چې تنخوا يې نه ده اخيستې او له سختې بې وزلۍ سره لاس او ګريوان دي. د ښوونې او روزنې ولایتي چارواکي بیا وایي، د ښوونکو معاشونه په بانکي سیسټم کې د شته ستونزو له امله ځنډېدلي او ډیر ژر به دا بهير تر سره شي.

    نور معلومات
    next
  5. Video content

    Video caption: کاربن دای اوکساید د اقليم بدلون کې څه اغېز لري؟
  6. د نجونو ښوونځي

    د افغانستان په لوېدیځ ولايت هرات کې د طالبانو ترواکمنېدو نژدې درې میاشتې وروسته د نجونو یو شمېر منځني ښوونځي او لیسې بېرته پرانیستل شوي دي. په هرات کې د هغو ښوونځیو شمېر چې دروازې یې له شپږم ټولګې پورته د زدکوونو لپاره پرانيستې،۲۷ ښوونځیو ته رسېږي. دا ښوونځي د ښوونکو په هڅو خو له طالبانو سره د خبرو په پایله کې پرانستل شوي او ګڼ شمېر نجونې د زدکړې لپاره ورځي.

    نور معلومات
    next
  7. ۳۳ درصد معلمان در افغانستان زنان هستند.

    د ملګرو ملتونو د ماشومانو لپاره وجهي صندوق (يونيسف) يوې چارواکې اعلان کړی چې دغه اداره په داسي يوه سيستم کار کوي چې له مخې يې د افغان ښوونکو مياشتني معاشونه په مستقيم ډول ورکړل شي. د يونيسف دا ګام په داسې حال کې اخيستل کېږي چې نړيوالې ټولنې د پخواني حکومت له پرځېدو او د طالبانو له واک ته رسېدو سره طالبانو ته د پيسو په لېږد بنديز لګولی او د افغانستان پانګه کنګل ده چې اوسمهال د طالبانو حکومت د دولتي کارکوونکو د معاشونو په ورکولو کې له ستونزو سره مخامخ دی.

    نور معلومات
    next
  8. ملالله

    د نوبل جایزې ګټونکې او د نجونو د زدکړو فعالې ملالې یوسفزۍ پر افغان طالبان غږ کړی چې په دې هېواد کې د هلکانو ترڅنګ نجونو ته ښوونځي ته د تلو او د زدکړو اجازه ورکړي. نوموړې بي بي سي سره ځانګړې مرکه کې ویلي، وېره لري چې د نجونو پر زدکړو اوسنی بندیز ښایي کلونه دوام وکړي. افغان طالبانو رسماً ښوونځیو ته د نجونو پر تګ بندیز نه دی لګولی، خو تېره میاشت یې اعلان کړی و چې د منځنیو ښوونځیو نجونې دې 'د مناسب چاپېریال تر برابرېدو' په کورونو کې پاتې شي.

    نور معلومات
    next
  9. حقانی

    د طالبانو د لوړو زدکړو وزارت چارسمبالي عبدالباقي حقاني يوې رسمي غونډې ته ويلي، "له هغو زدکوونکو څخه چې په تېرو ۲۰ کلونو کې يې په افغانستان کې زدکړې کړې هېڅ تمه نه شي کېدی". په هغه غونډه کې چې داسې ښکاري د پوهنتون د يو شمېر استادانو سره جوړه شوې وې، نوموړي ټينګار کړی چې په افغانستان کې د زدکړې بنسټونه بايد له سره بيا کېښودل شي او زدکوونکي بايد د "ارزښتونو سره سم وروزل شي".

    نور معلومات
    next
  10. حفیظ الله معروف

    بي بي سي لندن

    محصلین

    هند وايي هغه افغان محصلان چې د هند تحصیلي بوروسونه ورکړل شوي او اوس په افغانستان کې پاتې دي، کولای شي راتلونکی کال په ورکړل شویو بورسونو هند کې زده کړې وکړي. څه باندې ۵۰۰ افغان محصلین په افغانستان کې د بدلونونو او د وېزو د نشتوالي له امله هند ته د زده کړو لپاره نشي تللی.

    نور معلومات
    next