ايران

  1. ایران

    په ایرانشهر کې د سُنیانو د یوه مذهبي ځای تر ړنګولو او د یوه سني مذهبي مشر تر نیول کېدو وروسته د ایران سیستان او بلوچستان ولایت کې امنیتي ننګونې ډېرې شوې دي. بلوڅ فعالان وايي امنیتي کارمنانو د شنبې په ورځ ایرانشهر کې د سنیانو یو مذهبي مشر مولوي ناصر بهادرزهي نیولی دی.

    نور معلومات
    next
  2. لیزدوست

    بي بي سي

    یمن

    'ملګرو دا د امتحان وخت دی' دا د تېرې چارشنبې پر ورځ تر لوړې وروسته امریکا ته د ورپېښو ننګونو په اړه د دغه هېواد د نوي ولسمشر جو بایډن د خبرو یوه برخه وه. هغه خپله وینا نړۍ کې د امریکا پر اهمیت پای ته ورسوله.

    نور معلومات
    next
  3. داعش

    اسلامي دولت یا داعش د عراق پلازمېنه بغداد کې د پرونیو دوو ځانمرګو بریدونو مسوولیت ومانه چې ۳۲ کسان پکې ووژل او تر سلو ډېر ټپیان شول. دې ډلې خپل تلګرام اعماق کې ویلي، برید کې یې شیعه یان په نښه کړي وو.

    نور معلومات
    next
  4. Video content

    Video caption: جو بايډن به د ايران اتومي هوکړه راژوندۍ کړي
  5. ایران

    د ډونلډ ټرمپ د دورې پای ته رسیدو سره ایران ته په ارام د ساه اخیستو زمینه په لاس ورغله. له څه مودې د خلیج پر سیمه دا وېره خپره وه چې ډونلډ ټرمپ د ولسمشرۍ وروستیو ورځو کې د ایران پر وړاندې د "د حد اکثر فشار" پالیسي غبرګه او د دغه هېواد پر ملکي اټومي تاسیساتو او نورو اهدافو پوځي برید ونه کړي.

    نور معلومات
    next
  6. ګېتي

    په لندن کې د سوریې د بشري حقونو څارډله وايي، د سوریې ختیځ ته پر سلاکوټ د اسراییل بېګني هوايي برید کې د بشارالاسد د حکومت ۳۱ ملاتړي سرتېري او ۹ سوریايي سرتېري وژل شوي. په بهرنیو وژل شویو سرتېرو کې د ایران د سپاه پاسداران، د لبنان حزب الله او فاطمیون لېوا وسله وال شامل دي. د ایران ملاتړې فاطمیون لېوا له افغان شیعه ګانو جوړه ده چې سوریه کې د حکومت په ملاتړ جنګېږي.

    نور معلومات
    next
  7. سید عبدالله نظامي

    بي بي سي

    پمپیو

    امریکا افغانستان کې د خپلې اوږدې جګړې د پای ته رسولو له هڅو سره هم مهاله د دغه هېواد ګاونډ کې ایران د القاعده ډلې تر ټول مهم او خوندي مرکز یاد کړی. د امریکا د بهرنیو چارو وزیر مایک پمپیو- چې یواځې اونۍ ېې د کاري دورې پاتې ده- وايي د القاعده غړي اوس د افغانستان د غرونو پرځای د ایران د حکومت تر څار لاندې پلازمېنه تهران کې خوندي پټنځي لري.

    نور معلومات
    next
  8. NWARA.AF

    د افغانستان د اوبو تنظیم اداره وايي، د کمال خان بند بشپړېدو ته دوه ګامه پاتې دي او د باران او ډېرو اوبو سره به خلک کمال خان بند کې اوبه وویني. دا اداره زیاتوي، چې په ځان بسیا افغانستان لپاره د افغانانو هیلې پوره کېږي.

    نور معلومات
    next
  9. .

    په داسې حال کې چې ایټالیايي چارواکو ویلي، د تېر کال جولای کې یې د نشه يي توکو (میټامفتامین) یوه ۱۴ ټنه ټولګه نیولې ده چې د سوریې لاذقیه بندر یې اصلي سرچینه او تر شا یې د لبنان حزب الله ډله وه.

    نور معلومات
    next
  10. الوتکه

    د ایران د سپاه پاسداران لخوا د اوکراین د مساپر وړونکې الوتکې د نسکورېدو کال پوره شو. افغانستان او څلورو نورو هېوادونو د دې پېښې د کال پوره کېدو سره د ایران له حکومت غوښتي چې د دغه "ناورین" بشپړ او هراړخیز رپوټ وړاندې کړي. د افغانستان بهرنیو چارو وزارت نن (جمعه د مرغومې/جدي ۱۹مه) د PS-752 الوتنې قربانیانو ته د ځواب ویلو او همغږۍ د پنځه اړخیزې نړیوالې ډلې اعلامیه خپره کړې ده.

    نور معلومات
    next