ټوېټر

  1. ښاغلی ټرمپ وايي، نوې خواله رسنۍ به 'د تکنالوژۍ شرکتونو د ظلم پر وړاندې ودرېږي.'

    د امریکا پخواني ولسمشر ډونلډ ټرمپ اعلان کړی، چې د خواله رسنۍ یوه شبکه فعالوي، چې د رښتیا ټولنیزې نوم ورکړل شوی دی.

    نور معلومات
    next
  2. طالبان

    فېسبوک وايي، طالبان د یوې ترهګرې ډلې په توګه پېژني او د دې ډلې له لوري یا د دوی په ملاتړ د هر ډول محتوا خپرول د دې خواله رسنۍ په پاڼو کې ممنوع دی.

    نور معلومات
    next
  3. کرېس الکسندر

    افغانستان کې له ورځ بلې ته د امنیتي وضعیت له خرابېد سره هممهاله پر خواله رسنیو هم په دې تړاو تودې تبصرې روانې دي. پر پاکستان د بندیزونو لګېدو دا غوښتونکی هشټګ د کوم افغان یا هندي وګړي لخوا نه، بلکې د یوه پخواني کاناډايي دیپلومات او د دغه هېواد د کابینې د مخکني وزیر 'کرېس الکسندر' له خوا پیل شوی.

    نور معلومات
    next
  4. الیسا پر ټویټر تر ۱۵ میلیون ډېره فالورز لري

    "لبنان د ایران له اشغاله وژغورئ!"دا پر ټویټر د لبنان د مشهورې سندرغاړې الیسا لیکلی پیغام دی چې د ګڼو خلکو غبرګونونه یې راپارولي دي. الیسا چې پر ټویټر تر ۱۵ میلیون ډېر فالورزر لري، دا ټویټ یې تر اوسه له زرو ډېر ځله لاس په لاس او شریک شوی دی.

    نور معلومات
    next
  5. EPA

    کویت کې امنیتي چارواکو هغه کس ونیو چې له سختې ګرمۍ د شکایت لپاره یې خواله رسنیو کې ویډیو خپره کړې وه. دا ویډیو اول ټیک ټاک او بیا ټوېټر کې خپره شوه، چې د شګو توپان کې موټروانۍ سره خاندي او سختې ګرمۍ ته بدر رد وايي.

    نور معلومات
    next
  6. راشد خان

    د افغانستان د کرېکټ ملي لوبغاړي او د کرېکټ نړۍ پېژندل شوې څېرې راشد خان د سولې غوښتنه وکړه. هغه په یوه تازه ټویټ کې د نړۍ له مشرانو غوښتي چې د سولې د ټینګښت لپاره لاس په کار شي. د راشد خان دغه ټویټ په څو ساعتونو کې ۲۶۰۰ ځله شریک شوی او تر ۲۲ زره ډېرو کسانو خوښ کړی دی.

    نور معلومات
    next
  7. ټرمپ

    فیسبوک د امریکا د مخکېني ولسمشر ډونلډ ترمپ د مرکې یوه ویډیو لرې کړې چې د نوموړي د نږور لارا ټرمپ پر فیسبوکپاڼه خپره شوې ده. د خواله رسنیو دغه مخکښ پلټفارم تېره جنورۍ واشنګټن کې د امریکا د کانګرس پر ودانۍ د ښاغلي ټرمپ د پلویانو له چپاو وروسته پر هغه بندیز لګولی دی.

    نور معلومات
    next
  8. جک ډورسي

    د ټویټر مرستیال بنسټګر جک ډورسي پر دې خواله رسنۍ خپل لومړنی پوست خرڅلاو ته وړاندې کړی چې ویل کېږي بولي یې تر اوسه ۲ نیم میلیون ډالرو ته رسېدلې ده.

    نور معلومات
    next
  9. ټرمپ

    د امریکا دیموکرات ګوند وايي، د دغه هېواد پر کانګرس ودانۍ د مظاهره کوونکو ورننوتلو پېښه کې د لاس لرلو موضوع کې به راتلونکي اونۍ په سنا مجلس کې د مخکیني ولسمشر ډونلډ ټرمپ استیضاح محکومیت بهیر پیل شي. د امریکا سنا کې جمهوریپالو له ډیموکراټانو غوښتي چې د پخواني ولسمشر ډونلډ ټرمپ د استیضاح د محاکمې پیلول تر راتلونکې میلادي میاشتې وځنډوي.

    نور معلومات
    next
  10. President Donald Trump uses his mobile phone

    دېموکراتان ولسمشر ټرمپ په کانګرس د چپاو په لمسون تورنوي چې پنځه کسان پکې ووژل شول. د امریکا د استازو جرګې مشرې نانسي پلوسي ګواښ کړی که ډونلډ ټرمپ پخپله سملاسي استعفا ونه کړي - دوی به یې د استیضاح بهیر پر مخ یوسي. که دغه پروسه پر مخ ولاړه شي نو دا به دویم ځل وي چې د ډونلډ ترمپ د استیضاح چارې پیلېږي. تر اوسه د امریکا یو ولسمشر هم دوه ځله نه دی استیضاح شوی.

    نور معلومات
    next