ګرځندوی

  1. وینس، اٹلی

    ایټالیا کې د سېلاب له امله مشهور سیلاني ځای اوبو لاندې کړی دی او خلک پر سېلابي اوبو اوړي. اوبه د ځمکې له مخ ۱،۷۸ متره یا شپږ فوټه جګې دي او ریکارډ یې جوړ کړی دی. دا ښار چې د یونیسکو له خوا د نړۍ تاریخي میراثونو کې راځي اتیا برخه یې یې اوبو لاندې کړې ده.

    نور معلومات
    next
  2. Video content

    Video caption: په ننګرهار کې مېلې او میله ځایونه
  3. نجیب الله پاڅون

    بي بي سي

    حیرتان

    په وروستیو کې د افغانستان شمال کې حیرتان ښارګوټی د کورنیو ګرځندویانو لپاره د پاملرنې ځای ګرځېدلی. دغلته د امو سیند منظرې، په سیند کې روانې بیړۍ، کب نیونه، د اور ګاډي تګ راتګ او د حیرتان ریګونو په زړه کې د ګرمو اوبو چینې، هغه څه دي چې سیمه یې ګرځندویانو ته په زړه پورې کړې.

    نور معلومات
    next
  4. نصرت الله تسل

    بي بي سي - ګردېز

    اریوب

    د افغانستان په جنوب ختیځ کې د پکتیا ولایت دنګو غرونو په لمن کې اریوب ځاځیو ولسوالۍ د خپل رزغون او ښکلي طبيعت له امله د ځینو له خوا له سویس سره پرتله کېږي. خو نا امنۍ اوس دې سیمې ته د سیلانیانو ورتګ کم کړی دی او پخوانی خوند یې نشته

    نور معلومات
    next
  5. هوټل

    د سعودي عربستان حکومت ویلي، د بهرنیو سیلانیانو ورماتولو په پار اوس نا واده شوې بهرنۍ جوړې په هوټلونو کې یوځای خونې کرایه کولی شي. ښځې د هوټلونو په خونو کې یوازې هم پاتې کېدای شي.

    نور معلومات
    next
  6. عزیزالله خان

    بي بي سي

    بدها

    خیبر پښتونخوا حکومت په صوبه کې د مذهبي سیلانیانو لیوالتیا په موخه د پاکستان له نورو صوبو یا ایالتونو د ګندهارا هنري اثار بېرته غواړي. دې کې د بودا هغه مجسمه هم شامله ده چې د هغه له اوږدې روژې وروسته چمتو شوې او دا مهال د لاهور په موزیم کې ساتل شوې ده.

    نور معلومات
    next
  7. ګابریال

    ګابریل وویل، ما موټر سایکل په کرایه کړ او دا لومړی ځل و چې زه د بایسکل په واسطه سفر ته لېواله یم چې ما ټایلینډ، لاوس، ویتنام او کمبودیا کې ۱۲ زره کیلومتره سفر وکړ. ما غوښتل چې بشپړ ژوند وکړم، دې روحیې زه اړ ایستم چې سفر کولو ته چمتو شم.

    نور معلومات
    next
  8. پاکستان

    د هند او پاکستان تر منځ د کشمیر وېشونکې کرښې (ایل او سي) په شاوخوا کې د تاوتریخوالي له ډېرېدو وروسته پاکستاني لومړي وزیر عمران خان د خپل هېواد امنیت شورا غونډه بللې ده. د هند پلازمېنه ډیلي کې هم د ددغه هېواد کورنیو چارو وزیر، سکرتر او د دغه هېواد ملي امنیت شورا غونډه بلل شوې ده.

    نور معلومات
    next
  9. واخان

    د بدخشان د واخان پر ولسوال د یوې بهرنۍ سیلانۍ د جنسي ځورونې له ادعا وروسته د دغه ولسوال دنده وځنډول شوه. چارواکي وایي، یوې بهرنۍ سیلانۍ چې ظاهرا د استرالیا اوسیدونکې ده، یوه میاشت وړاندې د جنسي ځورونې په اړه شکایت ثبت کړی و او پلټنې روانې دي

    نور معلومات
    next