د بشري حقونو څار اداره

  1. Interpol's newly-elected president, General Ahmed Nasser al-Raisi, addresses the General Assembly in Istanbul, Turkey (25 November 2021)

    د متحده عربي اماراتو د کورنیو چارو وزارت یو جنرال احمد ناصر الرئیسي، چې په تېر کې په شکنجه کې په ښکېلتیا تورن شوی،‌ د انټرپول نړیوالو پولیسو نوی مشر ګومارل شوی دی. د بشري حقونو ډلو هڅه کړې وه چې دې دندې ته د نوموړي د نوماندۍ مخه ونیسي. دا ډله وایي، ښاغلي الرئیسي د متحده عربي اماراتو پر امنیتي ځواکونو د شکنجې تورونه په سمه توګه نه ده پلټلي.‌ خو نوموړي پر ځان لګېدلي تورونه رد کړي او دنده ک ېې د روټنتیا او قاطعیت ژمنه کړې.

    نور معلومات
    next
  2. ښځې

    د بشري حقونو د څار ډله وايي د طالبانو هغو قوانینو چې ډېری ښځې له خیریه چارو منع کوي په افغانستان کې بشري بحران لا ناوړه کړی دی. دغې کمپاین ډلې ویلي د افغانستان له نیمايي نه په ډېرو ولایتونو کې طالبانو یا ښځینه خیریه کارکوونکې له کاره منع کړي او یا یې د هغوی پر چارو محدیتونه لګوي دي. طالبانو دا تورونه رد کړي دي.

    نور معلومات
    next
  3. د ښځو لاریون

    د بشري حقونو د څار سازمان ویلي طالبان په هرات ولایت کې له ازاد ګرځېدو، کار او تعلیم نه د ښځو په منع کولو سره د بشري حقونو ضد جدي سرغړونې کوي. د بشري حقونو د څار سازمان دې لړ کې د طالبانو د ځايي ادارې له خوا پر ښځو د ځانګړو جامو اجباري کولو یادونه هم کړې ده.

    نور معلومات
    next
  4. طالبان

    د بخښنې نړیوال سازمان او دوو نورو سازمانونو په رپوټونو کې طالبان د ملکي وګړو او تسلیم شویو پوځیانو په وژلو، د بشري مرستو د لېږدولو په مخنیوي او په ځانګړې توګه د ښځو د ازادیو په محدودولو تورن کړي دي. په دې رپوټونو کې له ملګرو ملتونو غوښتل شوی چې د جرمونو په اړه شواهد ټول کړي.

    نور معلومات
    next
  5. پاینده څرګند

    بي بي سي، لندن

    افغانستان

    د افغانستان د بشري حقونو د خپلواک کميسيون مشرې شهرزاد اکبر پر طالبانو غږ کړى چې د دغې ادارې خپلواکۍ او کارکوونکو ته دې درناوى وکړي او اجازه دې ورکړي چې دوى له کومې ويرې د بشري حقونو څار ته دوام ورکړي. دا په داسې حال کې ده چې دغه کميسيون په يوې خپرې کړې وينا پاڼه کې ويلي چې طالبانو د د دوى دفترونه نيولي او د دوى گاډي او کمپيوټرونه هم کاروي.

    نور معلومات
    next
  6. .

    پر افغانستان رسنیو خپرو شویو ځینو ویډیوګانو کې ښکاري چې طالب وسلوالو ظاهراً پنجشېر ولایت کې صحرایي محاکمه ترسره کړې. په یوه ویډیو کې چې پر خواله رسنیو ډېره لاس په لاس شوې ښکاري چې طالب وسلوالو یو کس، چې نیمه پوځي کالي یې پر تن دي خو وسله نه لري، د سړک پر غاړه په ډزو وژني. خو د عبدالحق وثیق په نامه د طالبانو یو ویاند بي بي سي سره خبرو کې دا تورونه په کلکه رد کړي دي.

    نور معلومات
    next
  7. Banu Negar, policewoman reported to have been shot dead by Taliban in Afghanistan on 4 September, 2021

    د افغانستان د غور ولایت مرکز فېرور کوه کې ځايي خلکو بي بي سي ته ویلي، طالبانو د شنبې ماسخوتن هلته د پولیسو یوه پخوانۍ افسره، چې میندواره هم وه، د خپل مېړه او اولادونو پر وړاندې وژلې ده. خو طالبانو په دې قضیه کې ښکېلتیا رد کړې او وایي، په دې اړه پلټنې کوي. د دې ډلې یوه ویاند بي بي سي ته وویل، ښایي دا د شخصي دوښمنۍ قضیه وي.

    نور معلومات
    next
  8. لیس دوسېټ

    د بي بي سي د نړیوالو چارو خبریاله - کابل

    Afghans shop for food in a Kabul bazaar.

    که د کابل ښار ظاهري بڼه وګورئ نو هر څه عادي ښکاري، ژوند روان دی،‌ بازارونو او هټۍ پرانیستې دي او خلک ګرځي. خو حقیقت دا دی چې دې ښار کې ژوند بدل شوی.‌ اوس کابل د طالبانو د اعلامیو پر بنسټ اداره کېږي، او طالب وسلوال یې لارو کوڅو کې ښکاري. پر کابل د دې ډلې حیرانوونکې ولکې سره سم ځینو نارینه و ږیره وساتله، مېرمنو تور ټکري پر سر کړل او اوږده کمیسونه یې واغوستل. د بي بي سي خبریالې دې لیکنه کې د ځینو کابل مېشتو د ژوند کیسه کړې.

    نور معلومات
    next
  9. Video content

    Video caption: 'واګنر'؛ لېبیا کې روسي اجیران

    په لیبیا کې جنګي مزدوران: "دا د روسي سنایپر پادشاهي ده"

  10. امنیت شورا

    د ملګرو ملتونو امنیت شورا د جمعې په ورځ (د اګسټ ۶) په افغانستان کې د روان وضعیت په اړه خپله ځانګړې ناسته کې په افغان جګړه کې له ښکېلو غاړو غوښتنه وکړه چې جګړه ودروي او په سملاسي توګه د سولې خبرو ته کېني. دې ناستې ته د امریکا، فرانسې، بریتانیا، روسیې، چین، هند او یو شمېر نورو هېوادونو استازو او د یوناما مشرې ویناوې وکړې.

    نور معلومات
    next