زندان

  1. د نیو ساوت وېلز ولایت په ګڼو سیمو کې موږکان ډېر شوي

    د اسټرالیا له یوه زندانه چارواکي د موږکانو له کبله د زرګونو بندیانو لېږدولو ته اړ شوي دي. په پام کې ده چې د نیو ساوټ وېلز په ویلنګټن له تادیبي زندان تر ۴۰۰ ډېر بندیان او ۲۰۰ کارکوونکي په راتلونکو دوو اونیو کې بل ځای ته ولېږدول شي.

    نور معلومات
    next
  2. dubai

    د ملګرو ملتونو یوې کارپوهې ویلي، په متحده عربي اماراتو کې یوه ډله بندي شوي فعالان د زندان له کړاو شکایت لري چې ان د دوی کړاو تر ربړونې هم رسېږي.

    نور معلومات
    next
  3. Henry McCollum

    د امریکا شمالي کارولینا کې محکمې دوو وروڼو ته د دې لپاره د ۷۵ میلیون ډالرو د ورکولو پرېکړه کړې چې له جرم پرته یې له درېو لسیزو ډېر بند تېر کړی دی.

    نور معلومات
    next
  4. قرچک زندان

    د بشري حقونو فعالان وايي، په ایران کې سیاسي زندانۍ زهره سرو له زندانه د خوشې کېدو په بدل کې ۷۳ دُرې یا متروکې وهل زغملي دي.

    نور معلومات
    next
  5. نایجریا

    نایجېریا کې پر زندان له وسلوال برید وروسته تر اتلس سوو ډېر بندیان وتښتېدل. د چارواکو په خبره، اوس له ټولو بندیانو یواځې ۳۵ زندانیان په جېل کې پاتې دي.

    نور معلومات
    next
  6. لجين الهذلول

    د سعودي د ښځو د حقونو د مدافعې لجین الهذلول کورنۍ وايي، ددې هېواد د جزا ځانګړې محکمې د هغې د استیناف غوښتنه رد کړې ده.

    نور معلومات
    next
  7. Kylie Moore-Gilbert

    یوې بریتانیايۍ- استرالیايۍ څېړونکې - چې په ایران کې د جاسوسۍ په جرم زنداني شوې وه، ویلي، ایراني چارواکو د هغې د بند په موده کې هڅه وکړه چې له دې څخه په جاسوسي چارو کې ګټه واخلي.

    نور معلومات
    next
  8. د عامې روغتیا وزارت وايي، په نشه روږدو بندیانو ته د نشې ضد درمل په ورکولو هغوی له نشې راګرځولی شي، چې دا مېتود دوی اوس پیل کړی دی

    د افغانستان د زندانونو د چارو د تنظیم اداره وايي، د هېواد په ټولو زندانونو کې ۲۹۲۴۸ بندیان دي، چې ۱۶۴۴۶ کسان پکې نارینه دي او د ټولو بهرنیو بندیانو شمېر ۱۹۹ تنه دی. دغه اداره وايي، له دوی سره زندانونو کې د "اسلامي دولت" (داعش) نومې ډلې ۴۹۷ کسان بندیان دي، خو د القاعدې شبکې هېڅ بندي نه لري.

    نور معلومات
    next
  9. joe biden, guantanamo bay

    سپینه ماڼۍ وايي، ولسمشر جو بایډن د ګوانتانامو زندان د راتلونکې ارزونه کوي چې موخه یې بندول دي. د سپینې ماڼۍ ویاندې خبریالانو ته وویل، د ملي امنیت له شورا سره د ګوانتانامو د تړلو په تړاو خبرې پیل شوې دي. ګوانتانامو ته د ترهګرۍ په تور له ۷۸۰ وړل شویو زندانیانو ۷۳۱ یې نورو هېوادونو ته لېږدول شوي نهه تنه پکې مړه شوي او ۴۰ تنه لا بندیوان ساتل کېږي.

    نور معلومات
    next
  10. لجين الهذلول

    د سعودي چارواکو د چارشنبې په ورځ د ښځو د حقونو مخکښه فعاله لجین الهذلول تر کابو درې کلونو بند وروسته خوشې کړې ده.‌ دا خبر د هغې کورنۍ تایید کړی دی.‌

    نور معلومات
    next