د ترهګرۍ سره مبازره

  1. بلخي

    افغان طالبانو ویلي، راتلونکې اوونۍ به یې د بهرنیو چارو وزیر امیر خان متقي په مشرۍ یو جګپوړی پلاوی دوحې ته ځي او هلته به له امریکایي او اروپایي چارواکو سره پر بېلابېلو موضوعاتو خبرې کوي. د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت ویاند عبدالقهار بلخي پر خپله ټوېټر پانه لیکلي، دې کتنه کې به د افغانستان د کنګل شویو شتمنیو په اړه هم خبرې کېږي.

    نور معلومات
    next
  2. y

    د امریکا بهرنیو چارو وزارت په افغانستان کې د داعش خراسان ډلې درې مشران د نړیوالو ترهګرو په ځانګړي نوملړ کې شامل کړي دي. په دې هکله د امریکا بهرنیو چارو وزارت په یوه اعلامیه کې ویل شوي، دا د امریکا د هغو هلو ځلو یوه برخه ده، چې غواړي افغانستان د ترهګرو پر یوه خوندي ځای بدل نه شي. امریکایي پوځي چارواکو وایي،‌ د داعش ډلې زرګونه جنګیالي لا هم افغانستان کې موجود دي.

    نور معلومات
    next
  3. A member of Ezzedine al-Qassam Brigades, military wing of the Palestinian Hamas movement, takes part in a parade in Gaza City on 14 November 2021

    د بریتانیا کورنیو چارو وزیره پريټي پټېل وايي، ټوله فلسطینۍ توندلارې ډله حماس د ترهګرو ډلو په لیست کې شاملوي. د حماس پوځي څانګه چې غزه کنټرولوي له مخکې د بریتانیا له لوري ترهګره ډله بلل شوې ده. له نوي پرېکړې سره به د یادې ډلې سیاسي څانګه هم ترهګره وبلل شي. د بریتانیا پارلمان کې د دغې ډلې د ممنوعیت په هکله د جمعې پر ورځ یو امر وړاندې شوی، چې د منظورۍ په صورت کې به د نومبر پر ۲۶ پلی شي.

    نور معلومات
    next
  4. Aftermath of air strike in Baghuz on 18 March 2019.

    امریکايي پوځ هغه هوايي برید (مشروع) بللی چې ۲۰۱۹ کال کې یې سوریه کې لسګونه کسان وژلي و. پر داعش وسله والې ډلې هغه برید کې تر اتیا پورې کسان وژل شوي وو.

    نور معلومات
    next
  5. سید عبدالله نظامي

    بي بي سي

    پاکستان بهرنیو چارو وزیر مخکې ویلي، نه به امریکا ته د بې پیلوټه الوتکو لپاره لار ورکړي او نه هم پوځي اډه

    پاکستاني چارواکي وايي، هېڅ ډول بهرنیو پوځي اډو ته به په خپله خاوره کې اجازه ور نه کړي، چې د نورو هېوادو پر وړاندې وکارول شي. اسلام اباد ټینګار کړی، چې له امریکا سره کومه نوې هوکړه نه ده شوې، خو په وینا یې، له ۲۰۰۱ کال راهیسې د هوايي لارو او د ترهګرۍ-ضد ګډو هڅو یو چوکاټ شته. بلخوا، د پاکستاني لومړي وزیر د ملي امنیت سلاکار ویلي چې په تېرو څو کلونو کې امریکا او پاکستان د افغان شخړې پای ته رسولو کې جلا چلند درلود.

    نور معلومات
    next
  6. اسدالله ګل هارون د بې ګناهۍ په هکله ۹۰۰ لیکونه لیکلي وو.

    د امريکا دفاع وزارت له ګوانتانامو زندانه دوه نور زندانيان خوشي کړي چې يو یې افغان دى. ۴۰ کلن اسدالله هارون ګل له ٢٠٠٧ م کال راهيسې په ګوانتانامو کې بندي و.

    نور معلومات
    next
  7. Armed police on the streets of Kongsberg after an attacker opened fire on people with a bow and arrow

    د ناروې امنیتي مسوولین وايي، د غشي او لیندۍ هغه برید چې پنځه کسان پکې ووژل شول، د ترهګرۍ پېښه ښکاري.

    نور معلومات
    next
  8. Mario Draghi will accept the role of prime minister of Italy

    د نړۍ شل پرمختللي هېوادونه راتلونکې میاشت افغانستان کې د روان وضعیت په اړه د بحث لپاره یوه ځانګړې غونډه جوړوي. یاده غونډه به د اکتوبر پر دولسمه د ایټالیا پلازمېنې روم کې ترسره شي. د ایټالیا لومړي وزير ویلي دي، ټولو هېوادونو په یوه ټکي سره هوکړه کړې چې باید ډاډ حاصل کړو چې افغانستان بیا د ترهګرو په ځاله نه بدلېږی.

    نور معلومات
    next
  9. سکاټ

    د امریکا استخباراتي چارواکو ویلي، القاعده شبکه د یو یا دوه کلونو په موده کې د افغانستان له خاورې امریکا ته ګواښ پېښولی شي.‌ دوو جګپوړو استخباراتي چارواکو خبرداری ورکړی چې افغانستان کې د القاعدې د بیا منظمېدو نښې نښانۍ وار د مخه راڅرګندې شوې دي.‌ د ملګرو ملتونو د امنیت شورا د بندیزونو کومېټې خپلو تېرو دوو کلنیو رپوټونو کې تور لګولی چې طالبان لا هم القاعدې سره نږدې اړیکې لري. خو طالبانو دا رپوټونه رد کړي دي.

    نور معلومات
    next
  10. Joe Biden at the Pentagon

    د امریکا دولتي استخباراتي ادارې (اېف بي ای) یو داسې سند خپور کړی چې د سپتمبر ۱۱ بریدونو کې د سعودي وګړو ښکېلتیا ته کتنه کوي. دا سند تر دې دمه قانوناً محرم و، خو اوس څرګند شوی. که څه هم چې په دې بریدونو کې د ښکېلو ۱۹ ترهګرو له ډلې یې ۱۵ سعودیان وو، خو نوی افشا شوی سند داسې هېڅ ثبوت نه وړاندې کوي چې د سعودي حکومت هم پکې ښکېل و.

    نور معلومات
    next