ولادیمیر پوتین

  1. Russian President Vladimir Putin speaks at an energy forum in Moscow, Russia. Photo: 13 October 2021

    د روسیې ولسمشر ولادمیر پوتین هغه تورونه رد کړي چې ګواکې د خپل هېواد د انرژۍ زېرمې د اروپا پر ضد د یوې سیاسي وسلې په توګه کاروي.‌

    نور معلومات
    next
  2. د روسیې ټاکنې

    په روسیه کې د دغه هېواد ولسمشر ولادیمیر پوتین اړوند متحدې روسیې ګوند په پارلماني ټاکنو کې خپله بریا اعلان کړه. ګوند په ټاکنو کې د رایې ورکولو بهیر له پای ته رسېدو یوازې څو ساعته وروسته د بریا اعلانونه پیل کړل. د روسیې ټاکنو کمېسیون چارواکي وايي، تر اوسه ۶۴ سلنه رایې شمېرل شوې، او د لومړنیو پایلو له مخې د ولسمشر پوتین متحدې روسیې ګوند ۴۸ سلنه او کمونیست ګوند ۲۱ سلنه رایې ګټلې دي.

    نور معلومات
    next
  3. ولادیمیر پوتن

    د کریملین ویاند دیمتري پیسکوف وايي، د روسیې استازي به په افغانستان کې د طالبانو حکومت د لوړې مراسمو کې ګډون و نه کړي. نوموړی زیاتوي، دوی نه پوهېږي چې وضعیت کوم لور ته ځي، او په وینا یې موږ باید پوه شو چې د افغانستان اوسني واکمن څه ډول اقدامات کوي.

    نور معلومات
    next
  4. بایډڼ او پوتین

    د امریکا متحدو ایالتونه او روسیه د اتوماتیک وسلو کنرول پر خبرو یوه خوله شوی ، خو په جنیوا مذاکراتو کې محدود پرمختګ شوی. د امریکا متحدو ایالتونو ولسمشر جو بایډن او د روسیې ولسمشر ولادیمر پوتین تر منځ له مخامخ خبرو وروسته دواړو مشرانو جلا - جلا خبرې ناستې درلودې او ګډه اعلامیه یې خپره کړه. ولسشر بایډن له خپل روسي سیال سره خبرې 'مثبتې' وبللې او روسي سیال یې ولسمشر پوتین دغه مذاکرات 'رغنده' وبلل.

    نور معلومات
    next
  5. پوتین

    د امریکا د ولسمشر په توګه جو بایډن خپل لومړنی بهرنی رسمي سفر روسي سیال ولادیمیر پوتین ته په خبرداري پیل کړ. هغه ویلي که روسیه "زیانمنوونکې کړنې" وکړي نو له سخت غبرګون سره به مخامخ شي. ښاغلي بایډن د دغه سفر پیل کې دا هم روښانه کړه چې د مخکېني ولسمشر ډونلډ ټرمپ پر مهال د امریکا له دودیزو متحدانو سره د ترینګل شویو اړیکو د رغولو هوډ لري.

    نور معلومات
    next
  6. President Putin, 21 Apr 21

    د روسیې ولسمشر ولادیمير پوتین لوېدیځوالو ته خبرداری ورکړی چې د روسیې له 'سرو کرښو' تېر نه شي. نوموړي دغه راز هغه څه غندلي چې دی یې د بېلاروس پر ضد د کودتا توطیه بولي. نوموړي دا خبرداری داسې مهال ورکوي چې د اوکراین او خپل سیاسي مخالف الیکسي نوالنې موضوعاتو پر سر له لوېدیځوالو سره یې سیاسي ناندرۍ ډېرې شوې دي.

    نور معلومات
    next
  7. پوتین او ب ایډن

    سپینه ماڼۍ وايي، د امریکا ولسمشر جو بایډن له روسي سیال ویلادیمیر پوتین سره ټلیفوني خبرو کې نوموړي ته د مخامخ خبرو او لیدنې وړاندیز وکړ. د رویټرز خبري اژانس رپوټ وايي، د روسیې حکومت هم ویلي چې بایډن له ښاغلي پوتین سره خبرو کې د دواړو هېوادونو د اړیکو عادي کولو او د وسلو کنټرولولو، د ایران اټومي تړون، افغانستان او اقلیمي بدلون کې همکاري وغوښته.

    نور معلومات
    next
  8. انا پوشکاراسکایا، پاول اکسنوف او پیتر کوزلوف

    بي بي سي روسی څانګه

    President Putin

    د کورونا ویروس له پيل د روسیې چارواکي په ډېرو هڅو په دې وتوانېدل چې ولسمشر پوتین له کویډ ۱۹ وساتي. ځینو باید د احتیاط په توګه ځانونه قرنطین کړي وای که څه هم دوی په مستقیم ډول له ولسمشر پوتین سره په اړیکه کې نه وو، خو له هغو کسانو سره په اړیکه کې وو چې له ولسمشر سره یې لیده کاته درلودل.

    نور معلومات
    next
  9. امریکا

    د روسیې ولیسمشر ویلادیمیر پوتین د امریکايي سیال جو بایډن هغو څرګندونو ته غبرګون وښود چې پکې یې نوموړی "انسان وژونکی" بللی و. ښاغلی پوتین تلوېزوني مرکه کې وايي، څوک چې کومه خبره کوي ځان ته ګوته نسي. نوموړي د روسیې یوه تلوېزون سره مرکه کې ښاغلی بایډن ژوندۍ تلوېزوني خبرو اترو ته وباله.

    نور معلومات
    next
  10. روسیه

    روسیې له هغه وروسته له واشنګټن خپل سفیر ور وباله چې د امریکا ولسمشر جو بایډن د دغه هېواد تېرو ټاکنو کې د روسیې ولسمشر ویلادیمیر پوتین په لاسوهنه تورن کړ. کرملین وایي، خپل سفیر یې د دې "سلا مشورې" لپاره ور بللی، چې د مسکو-واشنګټن د اړیکو "د نه جبرانېدونکي تخریب" مخنیوی وکړي.

    نور معلومات
    next