د رسنیو خپلواکي

  1. رسنۍ

    په افغانستان کې د طالبانو له واکمنېدو سره په دې هېواد کې د رسنیو د ازادۍ په اړه اندېښنې ډېرې شوې دي. یو شمېر ځایي رسنیو بي بي سي ته ویلي، په هغه ډول چې پکار ده خپل رسنیز مسؤلیت نشي ترسره کولی او د طالبانو لخوا تر فشارونو لاندې دي. خو طالبانو دا تورونه رد کړي او وایي، رسنۍ په ازادۍ سره خپل چارې ترسره کولی شي او مالوماتو ته هم لاسرسی لري. رپوټونه وایي، له تېرې اګست میاشتې راهیسې دې هېواد کې نږدې اویا سلنه رسنیو خپل فعالیت بند کړی دی.

    نور معلومات
    next
  2. افغانستان

    د بشري حقونو څار سازمان وايي، طالبانو په افغانستان کې د کنټرول له ترلاسه کولو وروسته د بیان پر ازادۍ او رسنیو پراخ بندیزونه لګولي. د دې سازمان په یوه اعلامیه کې د یاد سازمان لپاره د اسیا اړوند مشرې پیټریشیا ګوسمن له قوله ویل شوي: ''د طالبانو له هغو ژمنو سره سره چې وايي، د اسلامي شریعت په چوکاټ کې به رسنیو ته د فعالیت اجازه ورکوي، نوي اصول په هېواد کې د رسنیو ازدي مخه ډب کوي.

    نور معلومات
    next
  3. افغان خبریالان

    د بریتانیا یوشمېر رسنیو لومړي وزیر بورېس جانسن ته په یو ګډ لیک کې غوښتتنه کړې چې هغه افغان خبریالان دې چې په تېرو شلو کلونوکې یې بریتانیایي رسنیو سره کار کړی د ځانګړې ویزې په پروګرام کې شامل کړي. د ګارډین، تایمز، اېکانومېست، اکسپرېس، اېنډېپنډنټ رسنۍ او سکای، ای ټي وي او چېنل فور تلویزیوني شبکې او ځینې نورو دا لاسلیک کړی دی.

    نور معلومات
    next
  4. President of Brazil Jair Bolsonaro shows a box of chloroquine medicine on 16 September 2020

    یوټیوب وايي، د برازیل د ولسمشر ژاییر بولسينارو ویډیوګانې یې ځکه له دې شبکې لرې کړې چې د کورونا وبا په هکله یې ناسم مالومات خپرول. دا شرکت وايي، د برازیل ولسمشر د چینل اړوند ویډیوګانو د لرې کولو پرېکړه له ایډیالوجۍ یا سیاست سره اړیکه نه لري او له کره ارزونې وروسته یې د دې فلمونو د لرې کولو پرېکړه کړې ده.

    نور معلومات
    next
  5. رسنۍ

    یو شمېر معتبرو امریکايي رسنیو د دغه هېواد له ولسمشر جو بایډن غوښتي چې هغه خبریالان امریکا ته ولېږدوي چې تېرو کلونو کې یې په افغانستان کې له دغو رسنیو سره خبریالي کړې ده.

    نور معلومات
    next
  6. دانش

    د افغانستان سوېل ته د کندهار ولایت په سپین بولدک کې د رویټرز خبري اژانس عکاس خبریال دانش صدیقي د جمعې په ورځ ووژل شو. د هند وګړي دانش صدیقي نړۍ کې د خبریالۍ یوه غوره جایزه پولیټزر هم ګټلې وه.

    نور معلومات
    next
  7. ذبیح الله کلیم

    د افغان حکومت یو شمېر وزیرانو او لوی څارنوال افغانستان کې د رسنیو د خپرونو د کیفیت ښه والي او فعالیت د قانوني کولو په تړاو د ځینو رسنیو له استازو سره په مشورتي غونډه کې پر رسنیو غږ وکړ چې د قانون په چوکاټ کې د هېواد ملي ګټې په پام کې ونیسي. لوی څارنوال ذبیح الله کلیم سې شنبه دې ناسته کې وویل، هغه رسنۍ چې د ملي ګټو ضد فعالیتونه کوي، په نافذه قونینو کې جرم ګڼل کېږي او په ښکاره د جدي چلن سپارښتنه کېږي.

    نور معلومات
    next
  8. سټوډیو

    نی یا د افغانستان د ازادو رسنیو د ملاتړ بنسټ وايي، د هېواد په شمال کې د وروستیو ناامنیو او جګړو له امله د نژدې شلو رسنۍ فعالیت درول شوی او ځينې نورې هغه بیا د طالبانو تر فشار لاندې خپرونې کوي. طالبانو تر اوسه د رسنیو د خپرونو د ځنډېدو او له هغو د ځان پر ګټه د کارونې په تړاو څه نه دي ویلي

    نور معلومات
    next
  9. الجلاء برج

    اسراییل وایي، حماس د جلا برج په نوم د رسنیو یوه وداني د دوی پر توغندي ضد سیستم د پرازیټ اچولو لپاره کاروله. د حماس او اسراییل وروستيیو نښتو کې اسراییلي الوتکو دغه ۱۲ پوړه وداني له منځه یووړه. په دې ودانۍ کې د اسوشېټېډ پرېس او الجزیره تلوېزون دفترونه هم وو. ملګرو ملتونو کې د اسراییل استازي نیویارک کې د اسوشېټېډ پرېس همکارانو ته وضاحت ورکولو کې وویل، هېواد یې تیار دی چې غزه کې د دې دفتر په رغولو کې مرسته وکړي.

    نور معلومات
    next
  10. بیانواکي

    د بې پولې خبريالانو نړيواله ټولنه وايي، افغانستان کې تېر يو کال د خبريالانو پر وړاندې د جنايتونو په تړاو يې د جرمونو نړيوالې محکمې ته يوه دوسيه سپارلې او د دغو جرمونو په تړاو يې د پلټنې غوښتنه کړې. دا ټولنه وايي د ١٣٩٩ م کال له وري مياشتې تر اوسه افغانستان کې يوولس خبريالان او رسنوال وژل شوي دي.

    نور معلومات
    next