شخصي مالي چارې

  1. Former US President Donald Trump. Photo: 24 July 2021

    د امریکا د متحدو ایالتونو عدلیې وزارت د دغه هېواد مالیې وزارت امر کړی چې د پخواني ولسمشر ډونلډ ټرمپ مالیاتي اسناد کانګرس ته وسپاري. خو د امریکا د کانګرس جمهوريپالو غړو د دغه هېواد د عدلې وزارت پرېکړه سیاسي بللې او غندې یې ده.

    نور معلومات
    next
  2. ډالر

    د امریکا د کانګرس څېړنیزه اداره اټکلوي چې د دغه هېواد د فدرالي بودیجې کسر به دویم پرلپسې کال او تر ډېره له کورونا وېروس سره د مقابلې لپاره د حکومت د اقتصادي خوځښت د بستو له امله درې تریلیون ډالر وي. د کانګرس د بودیجې دفتر د پنجشنبې په ورځ خپل رپوټ کې اټکل وکړ چې پر ۲۰۲۱ کال فدرالي حکومت ۶.۸ تریلیون ډالر لګښت لري، خو عاید به یې ۳.۸ تریلیون وي.

    نور معلومات
    next
  3. ولسي جرګه

    د افغانستان ولسي جرګې د حکومت د ۱۴۰۰ لمریز کال وړاندیز شوې بودیجې طرحه چې څه باندې ۴۵۲ نیم میلیارده افغانۍ کېږي، د 'ناانډولۍ ' له کبله د رایو په پرېکند اکثریت رد کړه. د دې بودیجې نژدې نیمايي برخه یې نړیواله ټولنه ورکوي. په وړاندیز شوې بودیجه کې له عادي بودیجې د پراختیايي بودیجې ونډه بیا هم تر تېر کال کمه وه.

    نور معلومات
    next
  4. د ولسمشر ټرمپ لاسلیک سره د کانګرس دا مصوبه په قانون بدله شوه.

    د امریکا ولسمشر ډونلډ ټرمپ د کورونا وېروس له اقتصادي زیان سره د مقابلې لپاره د مالي مرستو ۹۰۰ میلیارد ډالري مصوبه لاسلیک کړه. د کانګرس له دې مصوبې سره د ډونلډ ټرمپ یو مخالفت دا و چې غوښتل یې وګړو ته دا مالي مرسته زیاته شي او د شپږ سوه ډالرو په ځای دوه زره ډالر ورکړل شي.

    نور معلومات
    next
  5. عمر

    د افغان ولسمشر محمد اشرف غني یو سلاکار او د عامه او ستراتېژیکو اړیکو ادارې مشر وحید عمر وايي، د ۹۱ کوډ په نامه د ځینو دولتي چارو لپاره ځانګړې شوې بودیجه د حکومت د بودیجې برخه ده او دې برخه کې د فساد تورونه بې بنسټه دي. نوموړی وایي، هغوی چې پر حکومت نیوکې کوي لومړی دې د خپلو شتمنیو حساب هم ورکړي.

    نور معلومات
    next
  6. ټرمپ

    د امریکا نیویارک ټایمز ورځپاڼه وايي، د دغه هېواد ولسمشر ډونلډ ټرمپ وروستیو کلونو کې فدرالي حکومت ته هیڅ مالیه نه ده ورکړې، خو په هغه کال چې ولسمشري یې وګټله او همدارنګه یې د واک په لومړي کال یواځې ۷۵۰ ډالر فدرالي حکومت ته مالیه ورکړې ده.

    نور معلومات
    next
  7. عبدالله الهام

    بي بي سي کابل

    افغانۍ

    د اسيا پرمختيايي بانک په خپل تازه رپوټ کې په ۲۰۲۰ کال کې د افغانستان اقتصادي وده درې سلنه اټکل کړه. دغې ادارې په خپل تازه راپور کې ویلي افغان حکومت باید پر بهرنیو مرستو تکيا کمه کړي او د ځان بساینې په لور د ګام اوچتولو په خاطر خپل کورني عواید هم ډېر کړي.

    نور معلومات
    next
  8. Jeff Bezos

    د امازون شرکت رییس جېف بیزوس چې د ۱۳۰ میلیاردو ډالرو په درلودو سره د نړۍ لومړی شتمن دی وايي، سږکال دوبی به لس میلیارده ډالره د ځمکې د ګرمېدو او اقلیمي بدلون سره د مبارزې په پار ولګوي. دا د نوموړي په لویه کچه تر ټولو زیات لومړی خیریه کار دی.

    نور معلومات
    next
  9. بروسلي

    د بروسلي د لور په مشرۍ یوې کمپنۍ له یوه مشهور چینايي رسټورانټ نه غوښتي چې ۳۰ میلیونه ډالره تاوان ورکړي. د ریل کنګفو رسټورانټ د بروسلي د لور له اجازې پرته د هغه د پلار عکس پر خپله نومدړه لګولی دی. بروسلي چې د مارشل ارټس یا کاراتې پخوانی مشهور لوبغاړی دی په ګڼو فلمونو کې یې هم رول لوبولی.

    نور معلومات
    next
  10. چارواکي وایي، داعش وسله والو پورې اړوند ښځې او ماشومان یې د افغاني دود له مخې رسنیو ته ونه ښودل.

    د ننګرهار ځايي چارواکي وایي، په دې ولایت کې ورته د داعش ۷۲ غړي تسلیم شوي چې ۱۹ مېرمنې او ۳۵ ماشومان هم په کې دي.چارواکي وایي، دې ډله کې درې مېرمنې او درې سړي اردني او يو مېرمن او يو سړی د پاکستان اوسېدونکي دي.

    نور معلومات
    next